Gul Rahman Rahmani

ستاسې په لاس کې کتاب په انګلیسي ژبه کې په ” The mad man” مشهور دی چې مانا یې (لېونی سړی) ده ، دا کتاب په انګلیسي ژبه کې د جبران خلیل جبران لومړی لیکل شوی مشهور اثر دی، چې لومړی ځل په ۱۹۱۸ م کال کې خپور شوی.

لېونی سړی ” کتاب له شعر وزمه تمثیلونو، قطعو، له عارفانه جملو او حکمت ډکو اوچتو سمبولیکو جملو او مانا ګانو ډک دی، چې جبران په پوره ځیرکۍ، تفکر او ستر هنري ځواک سره انځور کړی دی.

دا داسې جملې دي، چې کله په ځينو کسانو ریشخند وهي او کله کله بیا د بشر د معنوي روحیاتو پلټنې ته مخه کوي او په دې توګه لوستونکي په بې ساري ډول راجلبوي، ډېر کالونه وروسته دغه اثر په فرانسو، ایټالوي، یوناني، اسپانوي او نورو … ژبو ته وژباړل شو او تر ټولو وروسته بیا عربي ته د “المجنون” په نامه ژباړل شوی او لیکوال ته یې نړیوال شهرت ور په برخه کړی.

ما د دې کتاب ځینې برخې لوستې وې، تل مې هڅه دا وه، چې پښتو ته یې وژباړم چې بالاخره په خپله دغه هڅه وتوانېدم.

جبران په نړیواله کچه د لفظونو په جادوګر مشهور دی او د یوه داسې ستر لیکوال د هنري نثر ژباړل هم خورا ګرانه خبره ده، زه په ډاګه وایم، که د هغه د لیکنو تر اغېز لاندې نه وی؛ نو د دې اثر ژباړل به راته اسانه نه و.

یوه بله خبره دا ده، چې دغه اثر ته په نورو ژبو کې بېلا بېل نومونه ورکړل شوي ، خو منځپانګه یې یوه ده ، دلته هره ټوټه د هغه له ویښتابه ډک لېونتوب راباندې ګوري.

خوشحاله یم ، چې د خپلې ګرانې پښتو ژبې لوستونکو ته دا ځل یو نړیوال اثر، چې په بشري مشترکاتو ډک دی؛ مخکې ږدم. په دې هیله ،چې لوستونکي هم د حکمت او فلسفې دغه ساده ؛ خو رنګینه ټولګه په مینه ولولي.

په پای کې ديوې خبرې یادول راته اړين ښکاري او هغه داچې ډېر کسان فکر کوي ، چې جبران خليل جبران عربی نوم دی او دی به يو مسلمان لیکوال وي ، خو خبره داسې نه ده .

دی يو لبنانی عرب مسیحی دی او په لبنان کې له ميشتو عربو مسیحي کورنیو نه دی ، دده په لیکنو کې دمذهب په اړه راغلې خبرې دهغه دخپل دين او نظريو او له دين نه دخپل برداشت څرګندونه کوي ، هغه دا هرڅه دمذهبي خرافاتو دغندنې لپاره راوړي دي او دا دهغه ځانګړتیا ده چې خبره یې دهر مذهب په پيرو بده نه لګېږي .

درنښت

ژباړن

۲۰۱۲ دسمبر ۹ ، کابل