د دایکندي نابغه ګان او د شمالي ټلوالې پښتانه میډیايي لاوډسپیکران !

لیکوال : جلال امرخیل

ټول ولس شاهد دی ، په کانکور ، ولسمشریزو ټاکنو ، او پارلماني ټاکنو کې د سر په سر درغلیو ، یو کال نه شو ، دوه نه شول ، درې نه شول …..وروستۍ مطبوعاتي ناندرې د کانکور په ازموینو دي، د کانکور په پایلو کې له تیرو څو کلونو راهیسې یوازې پښتانه ځوانان فریادونه کوي،

ژړاګانې او واویلاوې کوي ، خو غږ یې نه اوریدل کیږي، نه د دوی د سیمو د پارلمان وکیلان د دوی غږ اوري ، غم یې کوي، او نه دولت ، د دوی وروستۍ هیله خپلو مطبوعاتي سنګرونو او خپلو لیکوالانو ته پاتې ده ، د دوې کړیکې ځنې ولسپاله او ملت پاله میډیاوې بدرګه کوي هم ؛ خو یوه ډله په شمال ټلوالې او ارګ پلورل شوي لیکوالان د دوی د دې چیغو او فریادونه مخه هم په خپلو مداریتوبونو نیول غواړي.

تر هغه ظلم او ستمه چې په پښتنو زده کوونکو په کانکور کې کیږي ، دا ظلم او ستم ډیر ستر دی چې زموږ یو ډله مافیا پاله او ټوپکسالارپاله فرهنګي ملګري د دوی د چیغو او فریادونه مخه نیسي، ورباندې خاندي ، ورباندې ملنډې لا سرباري وهي.

دا ډله چې ځانونه ډیموکرات ، سیکولران ، تکنوکراتان او روشنفکران بولي ، په یوه ساه په میډیا کې لګیا دي د مافیايي دولت په ټولو ناکردو د پردو اچولو تر څنګ دا دی نن په دې لویه ناکرده هم د ولس په سترګو کې د خاورو اچولو کوښښونه کوي، دا د ډیر لږ امتیاز ، یو عادي پوسټ ، یو څو ډالري معاش په بدل پلورل شوي پښتانه لیکوالان له یوې خوا د روشنفکرۍ ، ملي یووالي او ډیموکراسۍ دعوې کوي له بله پلوه یې سترګې دومره ړندې او تنګې شي چې د لوړو زده کړو د وزارت په پاڼو هغه نشر شوي نتایج نه شي ورباندې لیدی چې د دایکندي ، جاغوري، پروان او بامیان له ښوونځيو په ډله ایزه توګه د یوې یوې لیسې ټولو زده کوونکو درې سوه پنځه دیرش ، د بلې لیسې زده کوونکو له اول نه تر اخره درې سوه پنځلس او څوارلس نمبرې اخستې دي، او لګیا دي د دې ظلم او ستم عاملین په خپله پښتانه بولي، ورته وايي چې ټمبلان وئ ، بې سواده وئ او جاغوریانو ، دایکندیانو او پروانیانو درسونه ویلي و، خو د فکر کولو حس یې دومره کمزوری شوی چې په دې نه شي پوهیدای چې په یوه سیمه کې ټول زده کوونکي یوه نومره اخلي دا د درس ویلو نتیجه نه ده ، په یخ ژمي کې په کابل کې د کورسونو نتیجه دا نه شي کیدای ، دا ټول له مخې نابغه ګان دي ! که نړیواله خبر شي چې د یوې وړې ولسوالۍ څخه اته سوه تنو ازموینه ورکړې ، او اته سوه تنو کې څلور سوه تنو سر په درې سوه پنځه دیرش نمرې اخستې دي، او باقي نورو یې سر په سر درې سوه پنځلس او څوارلس نمرې اخستي دي نو ضرور به دا سیمه او دا خلک د نړۍ د سترو نوابغو په کتاب کې ثبت کړي، تاسې او خدای د کوم سالم انسان عقل دا مني چې په یوه کلاس کې دې سل نفره ټول اول نومره ګان وي؟ د لوړې ، دویمې او دریمې کټه ګورۍ شاګردان دې نه وي په کې؟

دوی ته ، لکه پروژې چې ورکول شوي وي د همدې ډول کارونو او لیکنو ! هلکه ته چې ځان ته لیکوال او شاعر او مفکر هم وایې ، ته څنګه په دې توپیر نه پوهیږې چې له یوې سیمې نه زر نفره ازموینه ورکوي ، زر واړه په یوه نومره پوهنځیو ته بریالي کیږي خو له بلې سیمې نه دولس زره نفره امتحان ورکوي او په دولس زرو کې اتیا نفره هم په هغه لوړه نومره نه بریالي کیږي چې د دایکندي هر زده کوونکي یې اخلي ؟ په دومره ستر توپیر ستا سر نه خلاصیږي ، که د ولس په سترګو کې خاورې شیندې ؟ او بیا برعکس زما پښتنو محصلینو ته د ناپوهه ، ټمبل او بې سواده خطاب هم کوې، د هغوی روحیې او استعدادونه نور هم ځپې.

دا د پښتنو فرهنګیانو هماغه ډله ده چې کله د مافیايي دولت او په تیره د شمال ټلوالې کوم لنډغر د خپلو بدو عملونو په نتیجه کې ووژل شي دوی به یې عکسونه د خپل کور په دیوالونو ولګوي، چې ځانونه د ملي یووالي داعیان وښيي ، ځانونه غیر متعصب وښيي او ځانونه روشنفکره او هیومنستان وښيي، خو د دوی ټوله هیومنستي ، روشنفکري او قلموالي هغه وخت په صفر کې ضرب شي چې په پښتنو ټکه راوغورځي او دوی بیا په یوه او بل مداریتوب د ولس په سترګو کې د شګو شیندلو هڅه کوي.

د دوی ایمانونه او وجدانونه خو کله کله دومره پردي شي چې په کندهار کې په عامو بې ګناه خلکو امریکايي وحشي فوځي باړونه وچلوي ، و یې وژني ، بې ستره او بې عزته یې کړي ، خو که څوک ووايي چې ارګه ! زما پوښتنه وکړه ! دوی به یې په مقابل کې د قلم تورې راوباسي، چې ارګ یادوې اودس تازه کوه ، په ارګ کې فرشتې ناستې دي، په ارګ کې ماسټران دي، پي اچ ډیان دي او …. اوس دې د ارګ پي اچ ډي بدماشان د پښتنو ځوانانو ننۍ مسلې ته د حل لاره وباسي ، دا پي اچ ډي بدماشان دې یا د پښتنو ځوانانو غږ واوري یا دې د ارګ پر دروازه ولیکي چې : لاریب فیه !

دا ډله هم لکه مافيايي حکومت ، چې د پړي سر ورنه خطا شي وايي طالب … .. چې په ارګ کې بوټی وچ شي وایي طالب ، تر کله به ولس په دې خبره تیرباسې؟ طالب دوی دپاره د وړو پوزه ده ، طالب د دوی لپاره د اسلامي څادر دی ، زموږ په کلي کې یو سړی و اسلامی نومیده ، چیرته کله مزدورۍ ته لرې وطن ته تلی و ، یو څادر ورنه پاتې و ، بس کله به چا له دې څادر نه د تناره لپاره اورلړونی جوړ کړی و ، کله به یې ورته په لمر کې درې څلور ډانګي درولي و د سیوري لپاره به یې کاروه ، کله به یې د چرګانو په مرغانچه د باران لپاره غوړوه ، طالب نه شو د اسلامي څادر شو ، چې د چا په هر ځای کې په کار راغی ، لاسونه ورباندې وچوي ، پړه ورباندې وراچوي.

له دې خبرې نه انکار به سم نه وي چې ووایو طالب د پښتنو در په درۍ کې لاس نه لري، خو تر طالبه ډیر ظلم خو نن ستا پي اچ ډي بدماش ورسره وکړ ، د ننګرهار غوندې له یوه با امنه ، با استعداده او بې جګړې ولایت څخه دولس زره تنه د طالب له مرګ ، درد او هر اخطار نه پس هم راغلل تا ته په کانکور کې کیناستل چې ستا په شان پي اچ ډي شي، تا ورسره څه وکړل ؟! اتیا نفرو ته دې درې سوه نومرې ولیکلې؟ هغې کې هم نیمايي له درې سوه نومرو اخستو سربیره بې نتیجې؟ پوښتنه وشوه : ولې بې نتیجې ؟ ستا نومرې پوره وې خو انتخاب دې غلط کړی و ، خو د نورو خلکو په یو نیم زر نفرو کې اته سوه تر درې نیم سوه نومرو پورې اخلي، ځنې یې په دوه سوه نومرو هم پوهنځیو ته لاره پیدا کوي ، هغوی انتخاب کې هم نه غلطیږي ، سوالونو کې هم نه غلطیږي …

زه په انتخاب کې هم غلطیږم ، نالایقه هم یم ، ټمبل هم یم ، فورمه ډکولو کې هم یوازې زه غلطیږم ، په کارت اخستلو کې هم یوازې زه غلطیږم ، د امتحان د صحنې او ځای په کیناستلو کې هم زه غلطیږم ، بس په هر څه کې زه غلطیږم او هغوی نابغه ګان دي !!! وحې ورته کیږي !! عجبه روشنکفري دې نه ده ؟

په دې هر څه به پرده واچوئ ، سمه ده زه ټمبل هم یم ، په انتخاب کې هم غلط شوم ، په کارت اخستو کې هم غلط شوم ، نوم مې هم له لست څخه ورک شو ، بس خو نصیب مې کار و نه کړ ، دا ټوله بدبختي یوازې زما قام ته راجعه شوه ، ته به د خپل مافیايي حکومت له دې نادودې څخه انکار وکړې چې یوازې انجنرۍ پوهنځي ته بریالي کیدل په دوه زره یورو دي؟ له دې هم انکار کوې؟ !! بس چې له دې انکار کوئ بیا سبا دا پوښتنه ما نه و نه کړې چې ایا موږ د سړي زامن یو ؟ ځکه ستا به په خپل ځان شک وي ، زه په ځان باور لرم چې زه د سړي زوی یم.

که تاسې ته د خپل حق غوښتل تعصب ښکاري ، تر تاسې بل تیاره فکره انسان په دا ټول جهان نه شته ، تعصب خو دا دی چې موږ دې د ملي یووالي په تصوراتي سمبول له خپلو حقوقو غوښتلو صرف نظر وکړو ، تعصب خو دا دی چې د پښتنو ځوانانو په اوازونو د مداریتوبونو پښه کیږدو ، اوازونه یې ورټپ کړو او د چیغو د انعکاس مخه یې ونیسو ، د ټمبلۍ پیغورونه ورکړو ، د بې استعدادۍ ټاپې ورباندې ووهو ، که تاسې په سټاسټیک او ریاضي لږ هم پوهیږئ ، که کله مو په نسبت او تنساب او فیصدۍ کې لس ورځې هم درس ویلی وای تاسې به هیڅکله نه وای ویلي چې هغوی چې په زرو کې زر په یوه نومره کامیابیږي محنت یې کړی او تاسې چې په دولس زره کې لس نفره کامیابیږئ محنت او زحمت مو نه دی کړی.

د چا له محنت او زحمته څوک هم انکار نه شي کولی ، خو لږ تر لږه محاسبه ، احصایه او د نړۍ طبیعي نظام له دومره لوی توپیر سره نه شي مخ کیدای.

دا هیومنیزم ، ملي یووالی او روشنفکري نه ده چې نن دوی د خپلو پښتنو ځوانانو په حقوقو د څو ډالري معاشونو او خپل پوسټ د ساتلو لپاره سترګې پټوي ، په سترګو کې یې خاورې اچوي او د چوپ پاتې کیدو تر څنګ د ټمبلۍ ګواښ ورته کوي، دا یا خو پروژې دي چې دې ډلو ته ورکول کیږي ، یا هم دوی له خپلو پښتنو سره تعصب لري ، له خپلې ژبې سره حساسیت لري او له خپل قام ، له خپل ورور ، له خپل تربور ، له خپل نیکه او خپل پلار سره حسایست او تعصب لري.

اوس همدومره