عبدالروف بينوا ته د غني خان ليک!

د زهیر شینواری څخه په مننی

دا ليک غني بابا هغه وخت بېنواصيب ته ليکلی و چي هغوي په قاهره کي د افغانستان مطبوعاتي مستشار و.: ليک په دې ډول دی :

Ghani Khan

ګرانه بېنوا! ښه چاري.

Abdul Rauf Benawa
نن مي ستا پرېشانه افکار په دريم ځل خلاص کړل. نو دا لاندي شعر مي درته ليکلی دی، هغه خو درلېږم خو د شاعرۍ متعلق هم يوه دوه خبري ليکل غواړم.
چونکه الفت ملا ليکلي دي چې ته په انګريزي پوهيږې او شايد زما هشنغري پښتو تا ته ګرانه معلوميږی، نو دا خط به درته انګرېزي کي وليکم چي تاته په کي د بعضي قسمه فکرونه ظاهرول اسان دي:
څه وخت چې ما دخپلو شعرونو مجموعه د خپرولو له پاره کابل ته ولېږله، نو ما صافي ته په خصوصي توګه ويلي چې ستا په لاس دي د هغو شعرونو د کتاب سريزه وليکل شي.
ما د ملنګ جان د مړيني په مناسبت ستا خبري اورېدلي دي. که ته د خپلې هغي وينا يو نقل لرې، نو زه به د هغې په تر لاسه کولو ډېر خوشحاله شم.

ستا شاعري زما ډېره خوښه ده، خو په شعروشاعرۍ کي دي هر چا ته له خپله ځانه د الفت غوندي ملا جوړ کړی دی، نو هغه رنګ مې دي بيا نه خوښيږي. زما خيال دی چې په شعر کي د يو شاعر مرام او هدف له مبلغ او ملا څخه بېخي جلا اوبل شان دی او دا ځکه چي انسان په اساسي او بنيادي توګه يو ځناور دی. هغه خوراک، څښاک، جنسي اړتياوو او استراحت ته ضرورت لري او نور هيڅ ته نه.

دا زموږ شاعرانو وظيفه ده چې د انسان پاملرنه دهغه د ژوند او هستۍ وړو ، مرکزونو ته وګرځوو چي هغه ممکنه ده دخپل تکامل انعکاس وويني او د خپلي ابدي معشوقې د ښکلا ديدن وکړي.

زما خيال دی چې يو شاعربايد د فکر او خيال، قول او عمل په ډګر کي د ښايست عبادت وکړي. او انسان دې ته مجبور کړی چې هغه دخپلو خواهشانو له ګنده ګيو نه مخ عدن خواته واړوي. دا کار په پند او نصيحت نه شي کېدای، زما هغه خلک بديسي چې ماته نصيحتونه کوي.

که چري موږ د زړه له کومي د ښکلا اوښايست ستاينه راواخلو نو په دې ډول به موږ دعامو خلکو په زړونو کې د ښايست د قدردانۍ له پاره ځای را پيدا کړای شو. تر کومي چي په ژوند کي د عذاب او مصيبت، درد او غم تعلق دی، زما خيال دی چي موږ ته د ښکلا د تخليق له پاره د هغې قيمت ادا کول لازم دي.

هر يو هنر مند دغه بوګنوونکی قېمت ادا کوي او په دوی کي يو څو کسان خوش بخته وي چې د ښکلا او د لربايۍ يو څاڅکی را پيدا کړي. د هغه ښکلا او دلربايۍ د رامنځته کيدو له پاره ته بايد چې د ژوند درد و غم ته ور مخامخ شې.
ډېره – ډېره مننه ستا مخلص غني.