تا چې لیکل تا خو ویل

غټې کلا ته دې کتل

خیر دی ناتار به شي هم تیر

ښه ده چي تا دغه لیدل

خدای دې رحمت په تا اوس وکړي

دپردو زده دې ورانول

اوس راځه ووایه څه وکړو

تاچې دې کلی ته ژړل

په ژړا نه ګیږي وخت بل دی

راځۍ غږ واورو یو دبل

هنر همدادی چې لږ واورو

لروبر څه غواړی له مونږ

ګورۍ داکلی اوس ویجاړ دی

غږ خو رانغی دکابل

راځۍ جرګه شو په وران کلي

خلک راټول کړو څه هم خپل

چا چې ور ورساو ه غږ

چې ورانی بیا ونشی بل

دا زمونږ کلی دا مو کور دی

دا مو انګړ فرض یې ساتل

عقل پکار واچوي خلکو

پسرلی به نشی په یو ګل

مټي او س بډ وهۍ قوت شۍ

دا خاینان دې شي بدل

کار دوطن ورکړو صادق ته

قانونی زده کړو مونږ غندل

پروا مې نشته دغه څوک وي

که پښتون تاجک هزاره یا پردل

په خر څ مصرف وطن آباد کړی

حساب دی ورکړی نه باقی او نه فاضل

دې به سردار وي لکه مشر

دهر افغان زړه کښې به دی وي تل اتل

سرحد دا وویل له زړه نه

قضاوت داسي وکړۍ تل

مسکو ۱ -۳ -۲۰۱۳

Door Guest