بســــــــــــــــــــــمل

پرون دیکشنبې په ورځ دجرمني په بایرن آیالت دمونشن ښارته څېرمه په شټارنبېرګ  ښـــارکې موږبایرن مېشتو افغانانویوه مهمه غونډه درلوده.

په دې غونـډه کې دجرمنـــــي له نوروبرخوڅخه هم دوستانوګـډون درلوددغونډې په جریان کې موله کابل سره  هم تیلیفوني اړیکه لرله  ترڅودکانکورد درغلیوپه اړوندله ګـډومشوروڅخه وروسته په دالاندې پرېکړه لیک سلا شوو:

 ۱ ــ له هرڅه لمړی باید دکانکورپایلي باطلې او په نړیواله کچه تبلیغ شي.

۲ ــ ژرترژره دې دلوړوزده کړو وزیراومهم مسؤلین له دندوڅخه ګوښه اویوې عادلانه محکمې ته کش کړل شي.

۳ ــ  موږ دکانکورکې دپراخې درغلۍ په وړاندې دکابل دلاريون کوونکوله پرېکړه ليک اومېړانې څخه په کلکه ملاتړ کوو.

۴ ــ موږ دګران افغانستان په ټولووروڼوقومونوغږ کوو،چې ددې لوې دسیسې دناکامي په موخه دهېوادپه کچه  لاریونونه وکړي، نړیوالوته خپل غږ ورسوي،ګران هېواد اوهېوادوال له یولوی ناورین څخه وژغوري .

۵ ــ موږجرمن مېشتي افغانان دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په خورووروافغانانانو په ځانګړي ډول دکلتوري ټولنو په محترمومسؤلینو غږ کوو چې ژرتر ژره ددې لویې دښمنۍ مخه ډب کړي .

دیادولوده کله چې دنظارشورااوشمالي ټلوالې یوشمېرجنګي جنایتکارانوپه برلین ښارکې زموږ دګران هېــواد دتجزیې په موخه له یوڅوامریکايي غیرمسؤلواومنفوروکسانوسره غونډه لرله هغه وخت هم زموږمېړنیــــواو په هېواد میینوبهرمېشتو افغانانوپه ټوله لویدیځه نړۍ کې دخپلو کلتوري ټولنوله لارې کلک غبرګونونه وښودل اوددسیسه کارانوخولې یې ورګونګې کړې.

موږ په هېوادکې دننه اوبهردټولوفرهنګي ټولونو، ټولنیزواوسیاسي جوړښتنوله درنومسؤلینواوټولوغړوڅخه منندوی یو، چې په ګران افغانستان اوزموږ په مظلوم ولس زړه سوځوي  اودخپلوسرونو په بیه کوڅو ته راوزي .

موږ د پورتني پرېکړه لیک په اخېر کې ښاغلي حامد کرزي ته  وایو ، چې تاسو وایاست امریکا اوطالبان دخپلو ګټولپاره جګړه اوږدوي  نوپه دې هم پوه شئ چې ستاله فسادڅخه دډکې ادارې مسؤلینوپه سر کې یې دلوړوزده کړو وزیردافغان جګړې دلا اوږدولولپاره دکانکورددرغلیوله لارې یوه داسې نوې جبهه پرانستله چې تر مخامخ اوګرمې جګړې به یې پایلې لا خونړۍ او دردوونکې وي نوځکه بایدتاسوژرتر ژره دکانکورداغیرمشروع پایلې باطلې اعلان  اوکم له کمه په داخپله توره واکمني کې دایوزړه سوی په کړېدلي افغان ولس او ځوان نسل وکړئ .

دګران افغانستان دنجات اوملي یووالي په هیله

په کانکورکې د پراخې درغلۍ پروړاندې دکابل لاريون کوونکوپرېکړه ليک په لاندې لینک کې لوستلای شئ:

Door Guest