۱۷ـ۰۳ـ۲۰۱۳

بســـــــــــــــــــــــمل

14.03.2013 Azade Radio Kankor

دښاغلي کرزي په ډول غیرمسؤلانه څرګندونې به یولېونی هم ونه کړي .

په داسې مسخره یي څرګندونوخولېونیان هم ښه پوهیږي، چې ښاغلی کرزی دانوې نڅادنوروپه اشاروکوي .

لکه پخوامې چې پخپلولیکنو،رادیويي اوتلویزیوني بحثونوکې څوڅوځلې اشاره کړېوه چې جګړه دیوې  لویې ستراتیژي له مخې غځیږي یوځل بیاوایم چې افغـــــان جګړې ته نوی رنګ ورکول کیږي ماناجګړه به له بده مرغه نوره هم وغځیږي اوداځل به دجګړې دسون توکي زموږله ځوان نســل څخه وي هغه نسل چې ظاهرأښاغلي کرزي  دلوېدیځې دیموکراسي دبوډۍ ټال ورته اچولی خوپه حقیقت کې یې دګړنګونوتابیاورته نیولې ده.

 لمړی  ګړنګ  د کانکورازموینوهغه نامشروع پایلې دي چې دایران اوکرزي په خوښه یې صورت موندلی دی .

په دې اړوندمادپنجشنبې په ورځ دازادي  رادیودازادۍ څپوپه پروګرام کې خپل مسؤلیت اداکړهیـــــله ده له دې لیکنې سره یوځای خپورشي.

درنو لوستونکو!

یوڅه موده مې له سیاست څخه ځان ګوښه نیولی ویوازې مې شاعري کوله په هغه کې هم ځینوکسانوویل بســمل  مین شوی دی خبر نه دي چې زه لاله پخوامین وم خوداچې په څــه اویاپه چامین یم دابیازماخپل کاردی خوشــکر چې مین یم تاسوکه سم ځیرشئ نومینتوب به مې په لاندې غزلوکې ومومئ:

ګل دنوبهــــــــارموکله هم چېرې لیــــــــدلی دی

داسې مې جانان دزړه په باغ کې غوړېدلی دی

نغاړم یې په اووپوښوکې ساتم یې له دوړو نه

مخ یې نوراني دی دخالق رب نازولی دی

اوښکې ملغلرې مې دزړه په څړیکه وپېیم

جوړبه تېر امېل کړم دزړګي سر مې  راغلی دی

سر یې په ټټر راکېښود پټ یې کړم په زلفوکې

ته وا کوم ورېښمین دستمال په چاچا اچولی دی

زلفې عنــــــبري یې ولې نن کږې وږې ښــــکاري

 بیایې لېونی بســـــــــمل په ناز ناز زنګولی دی

یاخوددې لاندې غزل یوڅوبیتونه

کاش چې نن خو مې لیدلی وای جانانه

ټینګ مې غېږ کې رانیولی وای جانانه

سورګلاب مې نن دسترګو په ستیج ناڅي

ستا په زلفومې ټمبلی وای جانانه

دکلوکلو ارمان مې زړه کې اوسي

ته راغلی دی وتلی وای جانانه

ما دمینې خطبه وېلای په محراب کې

ته مې څنګ کې درېدلی وای جانانه

بسمل تاله ربه غواړي ارمانجن دی

دغه سوال یې خدای منلی وای جانانه

په دې لاندې غزل خوځینوکسانوډېرپه عذاب کړم:

یوڅوک دی هرسهار یې ویښوم په بسم الله

ګلونه درخسار یې ښکولوم په بسم الله

راپورته شي دخدای په نوم دخدای عبادت وکړي

دښې ورځې دعا ورته کوم په بسم الله

خوب وینم شاپېریان یې راته راوړي سره ډولۍکې

یاسین دسپین جبین یې مچوم په بسم الله

ستومان وي جانان سر کېږدي په غېږ کې راویده شي

ورو ورو یې ترسهاره زنګوم په بسم الله

په صبح ودم تېر تاو وي ملایکې داسمان

خواره واره زلفان یې سموم په بسم الله

بسمله دزړه سره که پاک رب مې په نصیب کړې

پالنګ ته به دې پاس راخېځوم په بسم الله

یا خو دالاندې بیتونه چې هضم یې ډېروکسانو ته درونددی :

شوګیرې دې تیروم ناست ترسبایم

غواړم یوتاغواړم ستاپه تمنا یم

چې قران لولم ته غلی څنګ ته راشې

په دعاکې رب ته هم ستاپه ثنایم

په رکوکې له تا تاوکړمه لاسونه

په سجده کې دې په سرو شونډولګیایم

دجنون ددایرې مینځ ته ستاعشق بوتلم

هلته زه بســــــــــــــــــــــمل دتاپه تماشایم

درنوخویندو او وروڼو!

اول خوله هغودوستانوچې دشعرتحلیل ورته ګران وي بخښنه غواړم ځکه چې ممکین دوی هم زماپه شعرسم پوه نه شي اوبلې خواته ولاړ شي خوزه داهیله ورڅخه کوم چې زما شعر کږې لارې ته ورسم نه کړي .

دوهم داچې ممکین تاسوداهم ووایاست چې بســـمل خودالیکنه په سیاست راشروع کړېوه نوداشعرته پکې ولې ولاړ؟

ځواب مې دادی چې دشاعري دنیایوه ښکلې، رحمتي اورنګینه دنیاده زماډېره خوښیږي خوله سیاست څخه مې ښه نه  راځي هسې له مجبوریته پرې ورګډ شم .

دلته مې ځکه په دې سیاسي لیکنــه کې یوڅوشعرونه تاسوته راواخیستل څوتاسوپه دې پوه شئ چې زه دشعرپه ګلورینه نړۍ کې ښه پوره مصروف یم نه سیاست  ته اړیم اونه په کوم چاپورې تړلی یم خوحالات اوداځینې سپین سترګي سیاستوال مې دشعردنیاته ارام نه پرېږدي.

دهغوی څرګندونې ما دې ته اړباسي چې دسیاست لغوړنې فضاته ورداخل اوځواب یې ولیکم که نه زه خوپخپله شاعري کې ښه تودروان وم  خوښاغلي کرزي یوځل بیاسیاست  ته په داسې حال کې راوګرزولم، چې هغه په ارګ کې سترګې پټې اوخوله وازه کړه داسې ګلان یې وکرل،  چې په لیکلواوویلو یې سړی شرمیږي له بلې خواپخپله بیادبي بي سي په رادیوکې په نوروببولالوسرشو.

داچې موږافغانان پخپله خاوره اوفضأحاکمیت نه لروځمکه او اسمان مودنوروپه کنترول کې دی نودداسې ډول غیرمسؤلانه څرګندونولکه ښاغلی کرزی یې چې کوي پایلــــې ښې نه بولم البته موږ داحق لروچې له زوروروسره خبره سپینه کړوخوپه یوبل فورم  په هغه فورم ښاغلی کرزی  ښه پوره پوهیږي خوځان تېروي اوزموږ د ولـس ذهن  د کانکورله نامشروع پایلوڅخه چې خوراناوړه پایلې به ولري  بلې خواته اړوي .

ښاغلی کرزی نورپه ډېروکرښومرښونه ارځي نه به ستاسووخت پرې نیسم اونه خپل بس دومره لیــکم چې لالاجي ځي نخښې پرېږدي.

زموږدګران افغانستان دسرلوړي په هیله

Door Guest