( الحاج استاذ بیانزی )

بسم الله الرحمن الرحیم

په  رښتیا هم د سعودی ،  سیمی  او  نړی   د اوسنی حالاتو  د کتنی او څیړنی له  مخی   د سعودی  راتلونکی  دوره  د  وسوسو ډکه  ښکاری  چه  د هر ډول  منفی او یامثبت بدلونونو د  راتګ  امکانات  پکی احساسیږی ، سعودی د ټولو مسلمانانو د  تمرکز  اوتجمع  ځای  دی   د اسلام  اخرنی  پیغمبر هلته  مبعوث  شوی  او حرمین هلته  شتون لری  الله ج  دی  پکی مثبت بدلونونه   رامنځته  کړی.

 د معلوماتو له مخی سعودی کی د  د سلفیانو ډله چه د شاهی کورنی سره  د کوم ډول پټ یا ښکاره  ،  د یو بل د حمایه کولو یا سپورټولو ژمنی لری اوس ویشل شوی دی ، یوه ډله یی هغه ژمنو ته وفاداره نه اوهغه ژمنی  د اسلامی نظام د استحکام د پاره بی ګټی ګڼی  او په دهران کی  د امریکا د نظامی بیس څخه کرکه لری نو  د امریکا هم  ورته پام دی  او  د القاعدی پوری  یی تړلی ګڼی   دا چه مبارزه یی مرموزه او  د زمکی لاندی ده امریکا او یا شاهی کورنی  نه  پوهیږی چه څرنګه یی تشخیص او له منځه ویسی چه  له  شره  یی  امریکا او د سعودی شاهی کورنی  بی غمه شی.

د سلفیانودوهمه  ډله   یی د سعودی حکومت سره همنوایی او یو د پل په ګټو کار کوی  ، امریکا د نړی په هر ګوټ کی استتخبارات لری  تر دی چه د هر ملک خپل استخبارات په خپل ملک کی دومره دقیق معلومات نه لری لکه څومره چه د امریکا استخبارات په هغه ملک کی پوره او دقیق  معلومات او استخباراتی حاکمیت لری تر دی چه په  ډیرو ملکونو کی د هغه ملک په خوښه او یا نا خوښه شخصی زندانونه او د بندیانو د هر ډول شکنجو د پاره  ځایونه  لری   دهمدی امله په ډیرو ملکونو کی د خپلی خوښی حکومتونو ساتنه کوی او یا د دوی  نا خوښه رژیمونو ته   مشکلات  ایجادولی شی .

د سعودی   شاهی کورنی  سربیره پردی چه د لویدیز سره نزدی اړیکی لری  ،  شاهی کورنی  د  ډیرو ورونو په  لرلو یی  حکومت  قوی   او  با ثباته  وو    ، د معلوماتو له مخی  یی ژوندی پاتی  ورونه دوه یا دری اوهغه هم له ۷۰ کلنی اوښتی دی ، ډیر  راتولونکی  نسل یی غرب مشربه او له  اسلامی پوهی ناخبره  د ی.

 د سلطنت د لاسته راوړلو د پاره  ځینی به د ځینو نورو  سره  ایتلافونه او  اتجاد ونه کوی  ، دا کار به داخلی جنګونه  او کودتاګانی رامنځته کړی  ،  دا به د حوادثو د محراق پیله وی   له یوی خوا به امریکا کوشش کوی چه له وخت څخه ګټه پورته کړی ( که امریکا پوه شی چه شاهی کورنی نوره په هغه موقف کی نه ده چه  د دوی ګټی په سیمه او سعودی کی خوندی وساتی  نو بیا لکه د ایران د شاهنشاه په شان،  په لیری کولو کی  به یی  د رقیبانو سره مرسته هم وکړی ).

 د امریکا د پاره چه څه اهمیت لری چه سعودی کی اسلامی نظام  رامنځته نه شی  ، یعنی  د حکومت ضد سلفی ډله   او یا  اخوان المسلمین سیاسی قدرت تر لاسه نه کړی ، نو ددی دپاره   چه د هغو مخه یی نیولی وی  اول خو  به د شاهی کورنی د نوی نسل منځ کی د کوم   مبتکر او دیکتاتور شاهزاده په لټه کی وی  چه په قدرت کی یی   پاتی وساتی کوم چه له امکانه لیری خبره ده

که د  امریکا ډ پاره  د  شهزاده  پیدا کیده  ممکنه نه وی نو  دوهم ابشن به  څه وی؟ ، زه هم نه پوهیږم  . مګرپه دی پوهیږم که چیری د امریکا ضد اسلامی نظام رامنځته شی  ، امریکا به د  ایران د  افراطی شیعه ګانو   په واسطه د سنیانو  او شیعه ګانو  جنګ ته لمن ووهی   او د اسراییلو په مرسته به د سعودی  اسلامی نظام  له منځه یوسی  او یا به یی کمزوری کړی  ،په دی جنګ کی به  د مصر او ترکی حکومتونه به  سعودی کی د راتلونکی اسلامی نظام په پلوی بی تفاوته پاتی نه شی .دا زما   د سعودی د راتلونکی  برخه لیک  په هکله  د هغه ځای د حالاتو له مخی کتنه  ، څیړنه او ارزونه وه

 خو دومره ویلی شم چه دسعودی  بدلون به  د اسلامی نړی او یا ټولی نړی  په  ثبات او بدلون ډیر زیات مثبت او یا منفی اغیزه ولری  مونږ به دعا کوو  چه په سعود ی کی د اسلام او مسلمانانو په ګټه بدلو ن رامنځته شی  ،  د انسانی ژوند ډیری اخری شیبی راته معلومیږی  ، الله دی زمونږ څحه د اسلام  په لیا رکی کارواخلی  ،  مونږ د دی ژوند د ازموینی په اخرو دورو کی   یو   ،  الله ج دی  په  مونږ رحم وکرم  ولری.

Door Guest