هارون حکیمی

Haroon Hakimi

هیله مي قربان ستاتر کسات کړله

اخ تنده مي څرنګه میرات کړله

زه به تاته څنګه سترګي وشیندم

ماچي دي لبریز جامونه مات کړله

های زه تر مچۍ په حساب کم راغلم

ما ګلان خزان کړل، هغې شات کړله

دا عجیبه سوال دی! ته هغه یې چي

چغه دي پر کور د سومنات کړله؟

موږ ته پاني پت اوس قسمت سوی دی

دې د ناکامیو دور زبات کړله

یون به مو په نره تر تاریخه ځي

بیاکه مو رنګین فصلونه زیات کړله

نن هارون د توري پر یادګار راغلم

زده مي ځني دا څو کلمات کړله.

۲۰۱۳/۰۳/۰۳ پاني پت، هندوستان