ډاکټر لمر

angazaپه افغانستان کې هر څه بل ډول دي. په نورو کې يو د اسلام دين دی، مګر په افغانستان کې بيا بل ډول اسلام دی، ځکه ويل کېږي، چې پښتنو نيم قرآن منلی او نيم يې نه دی منلی، خو ځيني بيا وايي: چېزی که در اسلام است در افغانستان نيست و چېزی کې در افغانستان است در اسلام نیست! مګر بيا هم موږ افغانان يو، چې د هر دين او هر مذهب وزر لکه چرګان په ټټر وهو او يوه يا بله ناره هم لکه سهارنی بانګی له ستوني راوباسو.

زموږ افغاني سره تر نورو سرو ليا نور هم تک سره ول، چې د دې ټټر يې وهلو، چې ګواکې روسان بايد له افغانانو زده کړي، چې تاريخي پړاونه څنګه لکه کونګرو په ټوپونو تېروي او ځان د څلي سر ته رسوي، خو همغه خبره شوه چې وايي: بقه تقليد از مار کرد زد کونه اوګار کرد! په روسيه کې سوسياليزم نسکور شو، اقتصاد يې در په در شو او لوی شوروي اتحاد په سيمو او کليو ووېشل شو، خو زموږ يو شمېر سره نن هم هرڅه په سرو ښيښو کې ويني او ليا هم ګومان کوي، چې روسيه به بيا سور زوګانوف فتح کړي او د دوی مړۍ به هم پکې غوړه شي!

زموږ شنه هم تر سرو ورتېر دي يعني بېخي تک شنه دي! ځکه دوی هم ټولې نړۍ ته چلنج ورکړی، چې ګواکې د اسلام د علومو زانګو او د سياليو ټاټوبی هم افغانستان دی، نو ټول دې له افغانانو زده کړي، چې څنګه جهاد وکړي او څه ډول اسلام ټولې نړۍ ته وروپېژني، خو خپل ټاټوبی دې بيا کنډوله کړي. داسې ګنګوسې هم شته، چې آدم (ع) هم په ډراوټ کې راکوز شوی وو او بي بي هوا يې بيا په بهارت کې موندلې وه، زه اوس هېڅ شک نه لرم، چې (Homosapien) هم د ساپيانو تربور يا عزيز نه وي!

مخکې مې لوستي ول، چې افغانان ډېر جنګي خلک دي او دوښمن پرته له غچه نه پرېږدي، نو ځکه د آدم (ع) اولاده هم په ډراوټ کې ډېر له يو او بل سره جنګېدل، نو ځکه له سيالي او تربګني بېزاره او په نړۍ کې خواره واره شول. داسې څرګندونې کېږي، چې د ننني چک جمهوريت خلک د افغانستان د وردګو له چکه راغلي دي، د سلواک خلک هم هغه ډله افغانان دي، چې سلو تنو په يوه سيمه د واک سيالي کوله، نو ځکه سلواک يادېدل، نو له وېرې يې يوه ډله وتښتېدله او په سلواکو کې مېشته شوه، همدا ډول د بلغاريا خلک هغه افغانان دي، چې له يوه غاره به بل غار ته وتښول، نو بلغاري ونومول شول او بيا بلغاريا ته کډه شول، د هالنډ هلموند د افغانستان د هلمند د سيمې خلکو سره تړاو لري او د درونتن خلک يې بيا د افغانستان د درونټې سره خونشريکي لري، نو وروڼو د نړۍ نيم خلک زموږ افغانانو اولاده دي او زموږ له ډراوټه نصبي سلسله اخلي، نو پام کوی، چې خپل خېلو خټک مو هېر نه شي!

 څو ورځې ليا له نوروزه نه دي تېرې، چې د تکو شنو، ښويو سرو او تنکيو زردشتيانو تر منځ ذهني سيالي پيل شوې ده، څوک وايي چې دغه جشن بدعت دی او بل بيا وايي، چې دا کفر مطلق دی او وروستی بيا وايي، چې له شريعته سره نا برابر دی، خو يو شمېر يې فارسي بولي او نور يې بيا تاريخي بولي او د زردشت نغری په تودوي، خو لنډه دا چې يو ورته شين، بل ورته سور او يو شمېر بيا ورته بېخي تور پوړنی ورپر سر کړي! بس ټولنه ده، چې د دغو ډلو او ټپلو کړو وړو ته لاس تر ځنې ناست دي، او وايي چې دا ليا څه بلاوې دي!

افغانان ټول کارونه په هوايي خبرو کې ټولنې ته ورننباسي او هېڅ کار يې شعوري نه ښکاري، ځکه که داسې نه وی، نو د سردار محمد داود خان کودتا نه کېدله، سره غميزه نه رامنځ ته کېدله، د سرې غميزې د پايلې سرې لمبې او شنې شُغلې نه راپورته کېدلې او ځمکه په وينو نه مينځل کېدله او نن به بيا سورمخي او تورلېنګې د افغان په خاوره خپل «بېش تاش» نه کولو، ځکه هره ډله د قدرت لپاره هم له دينه کار واخيست او هم له نورو توګو او رزالتونو!

د نوروز په اړه دومره ويلی شم، چې دغه جشن ډېر لرغونی دی، مګر په افغانستان کې په وروستيو پېړيو کې هلته او دلته يو ټولنيز بهير ګرځېدلی دی، چې د مزارشريف د «ګل سُرخ ميله» يې تر ټولو لوی جشن يادېږي، چې تر څلوېښتو وروځو بيا خلک د شاه اوليا زيارت ته ورځي، چې خپل زيارت په صداقت تر سره کړي، خو په دې کې د ملت او يا تاريخي پېښې څه ګرمتيا ده، چې کله «ګلم جم» او کله «کله جم» ورته راشي او جنډه په خپلو ناولو لاسونو پورته کړي او له دغه ملي جشنه يوه سياسي بړبوکۍ جوړه کړي! مګر په دغه ورځ تر څو لکه خلک يوازې مزار شريف ته راځي، چې هم زيارت وکړي او هم خوښي وکړي! خو ګټه يې له يو او بل سره پېژندنه، د اقتصاد وده، له يوې او بلې سيمې نه خبرېدل دي، نو ځکه ورته يوه ملي لمنه ورپورې کوي!

د پسرلي پيل يا د کال نوې ورځ په پښتنو کې هم په تاريخي بڼه خپل معاصر اړخونه لري، چې ښه بېلګه يې د نارنج ګل مشاعره او وروسته له دې مشاعرې تر شلو نوې پسرلنۍ مشاعرې: مڼې ګل، تښتر ګل، غاټول ګل، بادام ګل، انار ګل او داسې نورې په يوه او يا بله سيمه کې رامنځ ته شوې، چې خپل ټولنيز، روزنيز او تاريخي څرک لري، خو يو شمېر ملايانو د نوروز په ورځ د هر ډول کلتوري او يا ټولنيزو کړو وړو تر سره کولو ته د حرام او بدعت ټاپه جوړه کړې، چې بيا د احاديثو يوه لړۍ هم درته پيل کړې، چې رسول اکرم د جشن لپاره مسلمانانو ته په کال کې دوه عيدونه ټاکلي دي، چې پښتنو بيا په واړه او لوی اختر سره بېل کړي دي!

زما پوښتنه له افغاني ملايانو بيا دا ده، چې تر ننه په افغانستان کې وُړ اختر او لوی اختر درې ورځې پرلپسې رخصتي ده او لمانځل کېږي، نو د شپږو ورځو حساب څنګه دوه ورځې کېږي؟ جمعه خو هسې هم د تعطيل ورځ ده! زه به د مولود شريف او ډېرو نورو ورځو خبرې نه کوم او که د شيعه ګانو مذهبي رخصتۍ هم وشمېرل شي، نو ډېرې ورځې پکې نورې هم نسکورې شي، خو بيا ولې له نوروز سره دومره کرکه ښودل کېږي، چې لږ تر لږه د کابل په کارته سخي، د کندز په امام صاحب او د مزار په سخي جان کې جنډې پورته کېږي او په لکهاو خلک ورځي او دغه ورځ د زکر او عبادت يوه ورځ ځان ته ګڼي، نو ولې د ملايانو سترګې ورته سوځي!

له خبرو ښکاري، چې افغاني ملا د ژوند په ظاهر کې خپله بقا ويني او د ژوند په باطن کې خپله تقوا پرېږدي! څه موده مخکې په يو افغاني تلويزيون کې يو ږيرور ناست وو او د مسلمان د جامو په اړه يې خبرې کولې، نو خپله دی لکه «کيشکره» په تور او سپين پوښلی وو، نو د جامو په اړه يې ډېرې اپلتې وويشتلې، خو پايله يې دا وه، چې له نارينه سره يې د سپينو جامو او تورې صدرۍ يا کورتۍ اغوستل روا وګڼل او نور رنګونه يې ناروا کړل، ځکه دغه ملا غوښتل، چې ټول لکه د کيشکرو خيل وي او يا لکه د سمندر د ګودر د پينګوينو ټېل وي!

ټولو ته څرګنده ده، چې د افغانستان نفوس ۳۳ ميليونه دی، یا به لږ څه ډېر وي او يا تر دې هم کم، چې د نړۍ د نفوس په پرتله يوه ډېره وړه سلنه جوړوي، خو بيا هم همغه خبره، چې افغانان د ټولې نړۍ مرکز دی، نو د جامو اغوستل هم بايد له افغانانو زده کړي، نو ما ګومان کولو چې يوازې افغانې ښځې وايي، چې: اروپايي ها کالا پوشيدن خودرا ياد ندارند! ځکه د موډ مرکز پاريس دی او نڅاګرې يې له سلواکي او روسي ملکونو! خو بيا استادانې يې د افغانستان د دوړو سپېرې شين مخې ښاپېرۍ دي، چې نورو ته د موډ په اړه سپارښتونه کوي! نو زموږ ملايان هم د ظاهر په سرارت او د باطن په شرارت کې نښتي دي!

  بل ملا بيا د نېکټايي تړل کفر مطلق ياد کړل، ګواکي په غاړه کې د صليب نښه ده او د نيکټايي تاريخچه يې ليا د ميلادي کليزې لومړۍ پېړۍ ته ورسوله، چې کله يې حضرت عيسی (ع) په صليب سپرولو نو د سيمو يو شمېر خلکو د خپلو سپيو په غاړه کې رسۍ ورواچولې او په کوڅه کې يې کشول، يعنې توبانعوزبالله په سپي يې د حضرت عيسی (ع) نوم اېښودلی وو، نو نيکټايي له همغه ورځې په عيسويانو کې مود شوه، چې معنی يې دا ده، چې «زه ستا تړلی چرګ يم»، نو دغه خبرې ماته د يو افغان هغه خبره راياده کړه، چې ويل به يي: «من سګ زنجير به کردن حکمتيار هستم»، نو د ملا وروستۍ خبره هم همدا وه، چې ګواکې عيسويان چې نيکتايي په غاړه کوي، نو خپله وفاداري لکه وفادار سپی خپل پيغمبر ته ښيي! خو چې مسلمان نېکتايي په غاړه کړي، نو د عيسويانو په رديف کې راځي! نو بيا هم د ملا ذهن د ظاهر په څپه تود او د باطن په وږمه سوړ وو!

ډېر مسلمانان له شنه رنګ سره ډېر لېوال دي، ځکه داسې ويل کېږي، چې د رسول اکرم محمد (ص) پټکی شين وو، بل بيا وايي، چې جلبه (عربي جامې) يې شنه وه، څوک وايي کوسرې يې هم شنې وې، خو دغه خبرې په روايتونو کېږي، مګر د دغو خبرو په ترڅ کې د ملايانو د ذهنيت بړبوکۍ هم په ترېدو شوه، چې يو شمېر يې جامې شنې کړې او نورو يې بيا پټکي او شالونه شنه کړل، بس شين رنګ دی، چې د يو شمېر ذهن يې هم تک شين کړی.

د ګڼ شمېر اسلامي ملکونو پاسپورټونه هم شنه دي، خو په افغانستان کې له سرې غميزه سره هرڅه سره شول، خو له شنې غميزې بيا تر ننه هڅه کېږي، چې هر څه شنه شي، چې بيا ټوله ټولنه پسې تکه شنه شي، نو له پېژندپاڼو رانيولې تر ديپلومونو پورې به ټول شنه وي، مګر زه له رنګ سره ستونزه نه لرم، که اسناد شنه وي او که سره وي، خو چې مسلکي جوړ شوي وي او په صداقت توزېع شوي وي او د ادارو چارواکي يې تک شنه نه وي! مګر په افغاني ټولنه کې ټول په ظاهر پسې ګرځي، لکه د شيعه ګانو ملايانو چې د آشورا په ورځ نيمو ته شنه او نيمو ته تور پوزبندونه ورتړلي ول، چې په ټولنه کې توپير شي او سونيانو بيا د شنه پټکي څپه راتوده کړې ده، چې دواړو شنو ذهنيتونو ټوله ټولنه د فقر، بربادي، لوږې او ناروغيو په لومه کې نښلولې ده!

د پاکستان هفتګانه او د ايران هشتګانه هم د جهاد په نامه د جبهې تر څنګ د رنګونو جنګ هم پيل کړی وو، نو د يو شمېر بيرغونو تور، سپين او شين رنګونه درلودل، خو سور رنګ يې ترې لرې کړی وو، ځکه جګړه يې له سرو سره وه، مګر د امريکايي شين ډالر د مجاهدينو سترګې هم سرې کړې، نو د ظاهر بابا د بيرغ تر رپېدو لاندې يې خپل سرونه هم شنه ډالر ته ټيت کړل، چې بيا د سره رنګ وسوسې او اندېښنې ترې ولاړې، که نه نو د ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۶ خو دوی ټولو خپل تور، سپين او شين رنګه بيرغ د کابل په کارتو کې يا په خپلو خانو کې رپولی وو، خو شين ډالر لکه چې هغه د شغالي غيرت نښه هم ترې واخيستله!

په افغانستان کې د عيسويانو د «کېرسټ دې» ورځ په يوه او يا بله بڼه لمانځل کېږي، د نوي عيسوي کال شپه په تلويزيونو کې په ولولو توده وي او زموږ سندرغاړي او نور هنرمندان يې ښه لوبغاړي هم وي، مګر د ملايانو خوله پټه ده! د ولانتاين ورځ اوس په کابل، هرات او مزار کې په دړز کې لمانځل کېږي، د مينې او زنا کارتونه وېشل کېږي، مګر زموږ په ډالرو پړسول شوی ملا پټه خوله ناست دی، د هندوانو هولي او روسانو د مارچ اتمه په جشنونو لمانځل کېږي او هم په پراخه سينه ورته تبليغ کېږي، تلويزيونونه مو د بهرني کولتورونو د يرغلونو هنداره ده، خو په ملايانو کې چوپه چوپي ده، مګر د افغاني نوروز په اړه بيا ټول په رمباړو دي، عجيبه شنه فکرونه او څومره بېکاره ذهنيتونه!

رنګونه ډېر دي، خو که سور په يو شمېر خلکو کې د وينې معنی ورکوي، نو په نورو کې د سورخ رويي يا بري معنی ورکوي. شين رنګ په يو شمېر خلکو کې تاريخي ارزښت دی، مګر نورو ته سرسبزي يا د چاپېر د شنه کېدو معنی لري. همداسې سپين رنګ هم که د يو چا لپاره د صداقت پېلامه ده، د بيرق ولوله ده، خو د نورو لپاره د ماتم نښه ده، ځکه نو همغه ډول چې په رنګونو کې توپيرونه شته، نو همدا ډول په ټولنو کې د رنګونو د تعبيرونو فرقونه شته، خو د يو شمېر په ذهنيتونو کې بيا تضادونه هم شته، خو رنګ د جنګ، ځواک يا واک پېلامه نه ده.

ما په دغه ليکنه کې شنه يا زرغون رنګ ته نغوته کړې ده، چې د عيسويانو د يو ايرلندي کېش په نامه د مارچ په ۱۳ نېټه هر کال جشن نيول کېږي، چې د «شنه کېش» لقب لري، نو په دغه ورځ په ايرلند کې هر څه په شنه رنګ سمبال شوي وي، خو د امريکا په شيکاګو کې بيا د ښار د يو لوی سيند ټولې اوبه هم شنې کېږي، چې خلک يې د خپلې دينې وجيبې احساسات سم پر ځای کړي وي. موږ هم په افغانستان کې «شين بابا» لرو، چې د افغانستان د زراعت پخواني وزير مرحوم عبدالوکيل خان ته دغه د «شين بابا» لقب ورکړل شوی دی، خو اندېښنه مې دا ده، چې که زموږ يو شمېر نالوستي ملايان په دې خبر شي، چې شين تر مسلمانانو په یو شمېر عيسويانو کې نور هم تک شين دی، نو د دغو ملايانو نوې فتوا به د «شنه رنګ» په اړه څه وي! آیا د کفري نښه به يې ونوموي او که طبيعي پېښه! وخت به دا هم وښيي، چې د تکو شنو نوې «شنه» ټاپه به کله رامنځ ته شي!

پايله

پوهنيز دريځ دا دی، چې د ټولو افغاني ملايانو لپاره بايد يو رسمي علمي ديني نصاب جوړ شي، چې په ټولنيز ژوند کې د متضادو فرقوي پېښو مخنيوی وشي، افغانستان یو اسلامي نومی مملکت دی، نو د اسلام د مقدس دين د ديني احکامو تر څنګ ديني ټولنيز ارزښتونه، چې د ټولنې د پرمختګ، هوسايني او امنيت پېلامې پياوړې کوي، پلي کول اړين دي. د اسلامي پوهنتون په چوکاټ کې د ټاکل شوي کوريکولوم پر بنسټ کېدلی شي، چې د هغه ډول ملايانو د نامطلوبه تبليغ مخنيوی وشي، چې د افغاني ټولنې ژوند له غير بشري ګواښونو سره مخامخ کوي. ځوانانو ته زما سپارښت دا دی، چې يو شمېر نيمچه ملايان خلک د تاويزونو، کوډو او پالونو په لومه کې ښکېلوي او په ټولنې کې د مذهبي جګړو بټۍ توده ساتي، نو زده کړي ځوانان چې ساينسي پوهه لري، بايد هڅه وکړي، چې په اسلامي احکامو ځان پوه کړي او په شعوري بڼه د نا لوستو او ماجراجو ملايانو د تبليغ او ذهني انراشيزم مخنيوی وکړي. په جوماتونو کې بايد هغه ملايان وګومارل شي، چې د پوهنتونونو مسلکي اسلامي ديپلوم ولري، پرته له هغې بايد د هغه ملايانو د کار مخنيوی وشي، چې ټولنه تشنج، نازغمي او جګړې ته رابولي! افغانستان اشغال شوی مملکت دی، نو پر افغان ولس تپل شوې جګړه بايد ملي بڼه غوره کړي، نه د مذهبونو يا ګوندونو د سيالي ناندره!

په درنښت

ډاکټر لمر

http://www.youtube.com/watch?v=mUAbtA3U3_o

http://www.youtube.com/watch?v=ck6XcTqCfe8

Door Guest