ليکوال : ګل رحمن رحماني

   ګل رحمن رحمانيله ٢٠٠٣ زيږديز کال نه راوروسته هغه څه چې شايد دهېواد په ټولنيزو برخو کې  يي تر ټولو زيات پرمختګ کړى وي ، ټولنيزې رسنۍ دى ، چې هم په دولتي خو ډېرې نورې يې په شخصي او خصوصي چوکاټ کې فعاليت کوي . ددغه رسنيو يوه زياته برخه انځوريزې رسنۍ دي ، چې ډېرى يې يوازې پلازمينه کابل او ښارونه دخپلو خپرونوتر  پوښښ لاندې نيسي . شخصي انځوريزو رسنيو په ډېره چټکۍ سره پرمختګ وکړ او له کورنيو ادارو او بهرنيو دونرانو يې له شک  پرته چې ډېرې پروژې هم ترلاسه کړې او پښو ودرېدل ، په دې پروژ کې ګڼې او بېلابېلې پروژې شاملې وې ، حتى دکابل يوه خصوصي تلويزيون خو دملي اردو دسرتېرو لپاره دبوټونو او درېشۍ ګنډلو يوه پروژه هم تر لاسه کړې وه .خو ددې ترڅنګ درسنيو زيات عايد دبهرنيو سريالونو له خپرېدو او دوبلې څخه و.

په سر کې خو دسريالونو دغه بازار دباليووډ کيسو او يرغليزې څپې نيولى و ، چې له درمسالونو نيولې ترټولو هندي ارزښتونو او رواجونو يې په خپلو لېدونکو وپېژندل ، داچې په هندي ټولنه کې يو نظام موجود دى ، فلم او فلمي صنعت يې دمهمو عايداتو څخه دى ، نو له همدې امله يې کيسې ( سناريوګانې ) هم دپياوړ ليکوالو او کره کتونکو له خوا ترتيبېږي ، څو له يوې خوا په کې خپل ارزښتونه په ښه ډول وړاندې کړي او له بلې خوا سناريو د پيغام او تخنيکي چارو له  نظره دومره زړه راښکون او تلوسه ولري ، چې دسريال تر زرګونو برخو پورې ليدونکي ورسره وساتي او مخ ترې وانه ړوي .

ښايي دتولسي نوم به مو اورېدلى وي ، چې ځان ته يې له هندي ټولنې زيات کمپاين په افغانستان کې وکړ . له شک پرته ، چې دغه سريالونو ناوړه منفي کولتوري اغېزې درلودې او زموږ ټولنې او په ځانګړي ډول ځوان نسل ته يې ورپېچکاري کړې . دهمدې موضوع دثبوت لپاره روښانه بېلګې لرو .

ښايي تر ټولو وړاندې مو هغه نومونو ته پام واوړي ، چې نن په کابل او نورو ولايتونو کې دود دي او پرلپسې اېښودل کېږي ، لکه ډيانا ، کترينا ، فرېنا ، سويتا او نور … چې اکثره زموږ له ټولنې بېګانه او پردي دي ، خو ددې سريالونو او فلمونو له امله ځينو خلکو په ځانګړي ډول دسريالونو مينه والو ته خپل ښکاري .

بله برخه يې هم دجامو او ډيزاين وه، که په کابل ښار کې وګرځى ډېر داسې مېرمنې او نجونې به وګورى ، چې جامې او سټايلونه يې دهمدغه سريالونو له لوبغاړو او اتلانو سرچينه اخلي او هېڅ افغاني رنګ به په کې ونه ګورى ، همداسې مو دجامو او ورته توکو سوداګر هم در واخله ، چې دبازار اړتيا ته پام سره يې خپل ټول پلورنځي له دې ډول توکو ډک کړي دي او دا لړۍ له بده مرغه په درز کې روانه ده .

دوه درې کاله وړاندې يوه خبره په رسنيو کې زياته مشهوره شوه او هغه په دې ډول وه ، چې په ساړه او واورين ژمي کې  دکابل ښار په کومه سيمه کې يو سپين ږيرى وفات شوى و ، نمسي يې چې واورې او يخونه ليدل خپل پلار ته يې ويلي وو ، چې پلاره دا خو ډېرې سختې واورې دي ، بابا به چېرته سېزو … !

همداسې په لسګونو نورې بېلګې هم شته ، تر ټولو مهمه مسله داده ، چې نن تر بل هر وخت په افغاني ټولنه کې دطلاق اخيستلو او کورنيو تاوتريخوالو کچه لوړه شوې ، علت يې دادى ،چې ددغه سريالونو کيسې په مينه او نورو داسې ټولنيزو مسايلو راڅرڅي ، چې کورني تړونونه او رشتې په کې په ډېره اسانۍ ماتېږي او بدلېږي .

دباليووډ له سريالونو وروسته اوسمهال دغه بازار تر ډېرې اندازې هندي سريالونو فتحه کړى دى او دکابل له نږدې ټولو انځوريزو رسنيو نه ترکي سريالونه په درز کې خپرېږي ، چې ډېرې کيسې يې په کورنيو ستونزو ،  تاوتريخوالو او نورو … برخو را چورلېږي .

که څه هم موږ له ترکي سره ګډ ديني اوکولتوري ارزښتونه لرو ، خو بيا هم زموږ او ترکيې ټولنه زيات توپير لري ، ددغه سريالونو سټايلونه سره ددې چې له هندي نه بدل دي خو تر هغو زيات بې حجابه او پارونکي دي ، دکابل له رسنيو خپرېدونکي ترکي سريالونه لکه  پنځه خويندې ، زمان ، وادى ګرګ ها ،حرم سلطان ، شاپرک او … همداسې په لسګونو نورو کيسې ډېرې سره ورته دي ، اصلاحي جنبه به يې زياته وي ، خو دمنځپانکې له نظره هغه څه چې په دې سريالونو کې ترسره کېږي ، نه يوازې ، چې ليدونکي همدغسې کړنو ته هڅوي ، بلکې کورني جوړښتونه يې هم شيندلي دي، مثلا يوه ښځه په ډېر عادي کورنۍ ستونزه له خپل خاوند طلاق اخلي ، له بل ملګري سره واده کوي او بيايې له هغې سره هم ستونزي وي ، په هندي سريالونو کې خو په ډاکه درمسالونه او بتان انځور وي ، خو ترکي کې بيا نه جومات شته او نه هم نور اسلامي ارزښتونه ، ديوې کورنې پيغلې لور ته داستونزه نه وي ، چې چېرته ګرځي او کوم ملګري ( هلکان ) له ځان سره کورته راولي او کيسې سره کوي .

همدغه سريالونو ته په پام سره اوس اوس په کابل کې ډېرو مېرمنو او نجونو هم له دې نه تقليد کړى او همدغه ډول جامې کاروي .

زه نه غواړم ، چې ددغه سريالونو په اړه پرېکړه او قضاوت وکړم ، زه په هغوى کې کومه ملامتي نه وينم ، ملامته ټولنه زموږ ټولنه او خلک دي ، چې خپل کولتور ډېر زر له لاسه ورکوو او دنورو رنګ اخلو ، هغه دشاعر خبره :

اينه دنني تهذيب دې ښه ده

خوتصوير پرې دساده پرون په کار دى

دا سريالونه که هر څنګه او هر ډول دي ، خو ملامت موږ يو او افغان دولت په ځانګړي ډول دکولتور وزارت تر موږ زيات ملامت دى ، چې په رسنيو دسانسور توان نه لري او نه هم د رسنيو قانون دسم جوړښت او پلي کولو وړتيا لري .

کاش ، چې رسنيو خو لږ تر لږه دا هڅه هم کړې وى ، چې خپله دخپلو ټولنې له منځه سريالونه او بديل توکي چمتو کړي ، تر يوې کچې به که څه هم دغه چاره نيمګړي وي ، خو کولاى شي دوخت په تېرېدو پرې ددغه سريالونه مخه ونيسي او دبديل په توګه رامنځته شي .

دانځوريزيو رسنيو مسوولنيو ته په کار دي ، چې ديو څو پيسو په بدل کې دخپل هېواد ارزښتونو او کولتور سوداګري ونه کړي ، دغه کار به له شک پرته ، چې يو څو پيسې ګټه ولري ، خو تاوان يې زيات او ديوه ولس له برخليک او ارزښتونو سره ناوړه سوداګري او شيطاني لوبه ده . خداى مه کړه ، چې هسې نه په دغه نړيوال سېلاب کې خپل افغاني هويت له لاسه ورکړو او هېڅ کومه پېژندويه نښه به مو نه وي .

هغه افغان ، چې ټوله ورځ په دفتري او يا خپل کارو بار کې بوخت وي ، دشپې چې کورته راشي ددې په ځاى چې يوه شېبه دخپل کار ،ټولنې او کار په اړه سوچ وکړي ، نو دخپلې خوښې بهرني سريال ته يې اړتيا وي ، ترنيمو شپو پورې نور سريالونه ګوري او بيا همغسې اوده شي ، سهار بيا کارته ځي او دشپې همدا لوبه وي … نو په دې حساب هېڅ وخت دخپلې کورنۍ ، ټولنې او هېواد دبرخليک په اړه څه سوچ او فکر ته وخت نه مومي .