که مونږ ټول داسي ګلان وای

بیا به هم خلک حیران وای

که اغزي نه وای ګل مخ ته

بیا به هم اوښکي ژړا وای

چاره څه ده لږ مې پوه کړه

که انسان لږ څه انسان وای

دنیا ټوله که اغزی شي

انسانیت که لو ی مقام وای

دا اغزي به ټول ګلان شي

عدالت که دانسان وای

اغزي مونږ په لاس کړلي

اوبه مونږ ورته ور کړي

ګل له یاده زمونږ ووت

خو اغزي مونږ اوبه کړي

اوس ګناه دچا ته بولی

ډیر ګلان زمونږ وچ شوي

دا مو باغ دا مو باغوان دی

دا هم خپله یو انسان دی

دې لښتي کښې اوبه راغلې

ده اغزو ته اړولي

ګلان هسي غونجې پاتې

ټیټ سرونه مړاوي شوي

لښتی ډک له اوبو ګوره

تر سرحده رسیدلي

مسکو ۳۱ – ۳ – ۲۰۱۳

Door Guest