541812_451156304963199_575741981_n

امرالدین سرحد:له کنړه غږ را پورته شو دمیندو

ادیري نه کته نه یوو له فراه نه

له کنړه غږ را پورته شو دمیندو

ماشومان یې په بمونو شهیدان کړل

ناست پلرونه ژړغوني دي په شونډو

هلته ژاړي ټول کنړ په ویر کښې ناست دی

زابل ژاړی هرات ژاړی ویر دخویندو

دا څه حال دی په وطن کښې دافغان

مونږ به کله ژر خلاصیږو له ملنډو

دو پنځوس دي هیوادونه غلی ناست دي

ګټه نشته مونږ تری تیریو له دی ونډو

نه جګړه دوي ختموي او نه کړي هڅه

خلک تښتی اوس له دوي نه ټول په منډو

Door Guest