بسم الله الرحمن الرحیم

( الحاج استاذ بیانزی )

مونږ ته د سیاف او نورو د لویدیز لاسپوڅو  څرنګوالی له نزدی  معلوم او د سترګو لیدلی حال دی. د کمونستی کودتا په دریمه ورځ مو پاکستان ته هجرت وکړو دا چه د داود  رژیم هم  نیمه  کمونستی  وو ، ځینو لکه ربانی ، حکمت یار ، احمدشاه مسعود  او نورو  د داود  په نیمه کمونستی رژیم کی  زمونږ نه مخکی  هجرت کړی وو پیشاور کی  یی هستوګنه درلوده ، مونږ ډیر لیواله وو چه څه وخت به له دوی سره له هجرته وروسته دوهمه مرحله پیلوو ، خو کله چه مو پیښاور کی  د دوی  اختلافات او دشمنی  سره ولیدل  ، خوابدی  خو بی هیلی نه شو  ، د دوی د بیا یووالی د پاره مو مټی راونغښتلی  ، په اوله کی دا  شمیر کم وو ، ځکه  هر چا د یوه او بل پلوی کوله  ، مګر دا چه هره ورځ په سوونو او زرونو خلک مهاجر کیدل ،   ورو ورو د یووالی کمیته  ستره او پیاوړی شوه .

  مونږ د یو والی  دپاره پرله پسی هلی ځلی درلودی . مګر دا چه استعماری لاسوهنی هم  وی  زمونږ هلی ځلی  به شنډی شوی د ګوندونو شمیر تر پنځوسو هم واوښت  په دی هلو ځلو کی راسره  یاسر استاذ ( یاد دی په خیر وی )هم ملګری وو مونږ د هغه  له خوږی ملګرتیا ډير خوند اخستلو  الله ج دی مونږ ته هم د هغه په شان جهادی شهامت او اسلامی پوهه راکړی .

 د  ربانی او حکمت یار په یووالی او ماتوالی  کی (حرکت اسلامی)  ،  او په دوهمه هڅه کی د( اتحاد اسلامی) ګوند ونه جوړ شول  ، یعنی دواړه  نوی ګوندونه د  دوه یووالو  او دوه  ماتوالومحصول وو  ، ددی په څنګ کی  خالص مولوی صاحب د  دوهم یووالی  سره د ګدون نه کولو په احتجاح د حکمت یار له حزب اسلامی څخه جلا او د( حزب اسلامی خالص )  په نوم یی بله څانګه  جوړه کړه  ، سربیره پردی   لویدیز دوه نورسکولر ګروپونه د( جبهی) او (محاذ) په نوم  هم ونومول( د ظاهر شاه ګوندونه بلل کیده ) چه د لویدیز له خوا به په ښکاره  حمایه او تمویلیدل  لنډه  دا چه د ګوندونو شمیر اوو  ته ورسیدلو .  له دی وروسته مونږ  له  یووالی څخه بی هیلی شو له هغه وروسته مو بیا د یو ګوند د قوماندی لاندی خپلو جهادی فعالیتونوته دوام ورکړو .

 دغه وخت سیاف  د کابل پوهنتون شریعاتوپوهنځی کی استاذ وو ، زه هم استاذ ووم  ټولی خبری یا قیصی مو په  خپلو سترګو   لیدلی او اوریدلی په مسایلو کی دخیل او د هغه وخت د ځوانو مسلمانانو  له باوری غړو څخه  ووم .

د سیاف  د جاسوسی خبره له همدی ځایه پیل کیږی .  د کابل پوهنتون استادانو او یا مخصلینو ته به  لکه د نړی د نورو ملکونو په شان له امریکا هم ( د هغه پوهنځی د مسلکیت له مخی ) سکالرشیپونه راتلل ،  یعنی به اسلامی علومو ، عربی ژبی  ، ادبیا تو،  سیاست او نورو  کی  به له اسلامی ملکونو  ، مګر  په سیانیس او تکنالوجی کی به له غیر اسلامی ملکونو څخه برسونه راتلل   . نو  سیاف صاحب ته په شرعیاتو کی له امریکا څخه   برس یا سکالرشیپ  راتلل نادره  او حیرانونکی خبره وه  امریکا په هغه وخت او اوس  د اسلامی زده کړود پاره   کوم ځانګړی  پروګارام نه درلود او  نه لری  خو ددی سره سره بیا  هم  سیاف باید د امریکا څخه سکالرشیپ یا برس په اسلامی علومو کی (  دکتورا ) ترلاسه کړی وی ؟

 دی پوښتنی ته ،چه  امریکا  سیاف ته هغه وخت ولی سکلرشیپ ورکوو ؟ ځواب ورکول او څیړلو ته  اړه  ده .

مونږ وایو چه  سیاف که  د سی  ای ای  سره اړیکی درلودل د سیاف نیول د داود  د  دوری په اول وخت  کی ولی نه کیده ؟  ځواب ( دا ځکه چه هغه وخت کمونستانو پوره قدرت نه  درلود   او نه سیاف ډیر افشا وو  ، نو سی ای ای ته یی تر ډیر کچی  بی خطره  کار کولی شو او سی ای ای هم دی ساتلی شو  او سی ای ای باید د سیاف په شان څوک هلته لرلی)   په اوایلو کی  د مرموزو خبرو  څخه پرده لیری کیدل اسانه نه وی څه پښ شی څیړونکو ته شکونه رامخی ته شی  د اسنادو او شواهد و  له مخی  اټکل وکړی  ،  د جاسوسانو پیدا کیدل له اوله په اټکل سره کیږی  وروسته یی بیا ټوله پیژنده وشی  چه دی جاسوس وو که  غلط فهمی شوی ده .

ځینو خبرو ته وروسته د خلکو پام راوګرځی  ، سیاف صاحب شیح الحدیث ،  په شریعاتو پوهنځی کی استاذ ، د  اخوان لمسلمین او افغانستان کی  د ځوانو مسلمانانو د شوری مهم غړی  او د الازهر پوهینتو ن څخه یی  په  کومه اسلامی رشته کی یی ماستری  تر لاسه کړی وه .، دی او داسی نورو ښو کریدټونو  د امریکا سکالرشیپ  د سیوری لاندی راوستی وو( ځوانو مسلمانو ورونو ته د سیاف د  جاسوسی  کوم شک نه پیدا کیدو ) دا هم کیدی شی  چه  سیاف به  امریکایانو ته ددی یادونه کړی وه  چه د فعالیت ساحه یی تنګه شوی  پاتی کیدل یی نوره ګته نه لری ، نو امریکایانو به د سکلر شیپ په بهانه ژغورلو   او د ځوانو مسلمانانو  ګوند  به هم  فکر کووچه امریکایان هم د کمونستانو د شمنان دی ښه ده چه مونږ د دوی له دشمنی  ګټه پورته کړو او ځان له مرګه خلاص کړم ، دا به د ګوند د پاره هم ګټوره وی چا فکر هم نه کوو چه سیاف دی دوه مخی وی .  خو دروسانو  ورته پام وو  . کمونستانو ، سیاف د کابل په هوایی ډګر کی  له  الوتکی څخه  راښکته او د پل چرخی زندان ته یی لاس تړلی او تړلی سترګی یووړلو.

امریکا چوپه پاتی شوه که نه د سیاف مرګ  حتمی وو. ، شاید  سی ای ای د  زندان  د  مسولینوسره  اړیکی نیولی  او دده د بودو باش  او نه شکنجو په هکله  یی ورسره معامله کړی وی  ، خو  سی ای ای د هغه  وخت په انتظار هم  وه  چه څه وخت یی راخوشی او پاکستان ته یی راوویستلی شی دا کار وځنډیدو  خو لږ تر لږه د داود ، ترکی او امین د وخت له وژلواو شکنجو  یی  وژغورلو  تر هغی چه روسانو د بلی مهری ( ببرک ) او د یونیم لک فوڅونو، تانکونو او ټولو جنګی مهماتو سره زمونږ په  ګران هیواد وحشی یړغل وکړو امین لعین یی مردار  او زمونږ هیواد یی  اشغال کړو.

نوی شاه شجاع ( ببرک ) ته د چارو واکی وسپارل شوی ببرک  ( نوی وفادار )  ته وویل شو چه مونږ به د بارنی خطراتو مقابله کوواو تاسی دننه د خلکو خوشالی خپله کړی  چه  څو ورځی مو حکومت دوام وکړی  ( لکه  کرزی ته چه  امریکایان دستور او قومانده  ورکوی) ببرک ته هم وویل شول  چه ټول بندیان خوشی کړه ،چه  د خلکو  کرکه  کمه شی .د معلوماتو له مخی  ببرک خطرناک بندیان بل کوم ځانګړی او مرموز زندان ته نقل کړل سیاف په هغه خطری بندیانو کی نه وو؟  . لنډه  دا چه سیاف د کمونستانو له زندانه  داسی روغ رمټ  راووت چه تر پخوا یی هم رنګ سور او وزن یی زیات شوی وو ، سی ای ای په هماغه ورځ  د کورنی سره په ګډه  پښاور ته  راوویست،  لویه  ښکلی بنګله د دوی په انتظار کی وه .

سی ای ای  د نورو استخباراتی شبکو په شان یواځی استخباراتی شبکه نه  ، بلکه سی ای ای د ماسونیزم نړیوال ګوند دی چه په ټوله نړی کی  فعال نفوذ ،قدرت او تسلط  لری  د صلاحیت کچه یی د امریکا له حکومت څخه پورته ده.   سی ای ای د هر ملک ، ژبی ، دین  ، قوم او سمت کی  خپل غړی لری ، نو د عبدالرسول سیاف د پاره د حزب او جمیعت سره اړیکی نیولی شوی  وی  چه یوه ورته معاونتیت او بل ورته د ریاست  مقام په نظر کی نیولی  وو   په دی کار یی  شهرت لا زیات شو  خو پلان  دا  وو چه مستقل ګوند ولری ، د یووالی خبری رامنځته شوی  چه مونږ هم  له بده مرغه پکی  ونډه درلوده یعنی مونږ هم د تبلیغاتو ښکار شو . څو میاشتی وروسته د  اتحاد اسلامی په نوم  د مجاهدینو ترمنځ اتحاد رامنځته او سیاف ورته مشر وټاکل شو .  .

د نوی اتحاد لا څو میاشتو نه وی تیری شوی چه بیا مات شو او  هر څوک خپلو سوړو ته بیا  ننوتل او د اتحاد اسلامی ګوند  د سی ای ای په غلبیل کی  پاس پاتی شو .

سیاف د سی ای ای په زور  په اوبو کی  پورته روان وو خو سرعت یی له مخ ښکته اوبو هم زیات معلومیده  ځکه  عربی هیوادونو ته د امریکا  له خوا دستور ورکړی شوی وو چه ټوله مخه  سیاف ته را واړوی ، چه دی کار سیاف تر ټولو پهلوان او  بیلونر کړو چه د نورو ګوندونو ټول مهم قوماندانان یی  په بیه واخستل هغو قوماندانانو ته به یی ډبل معاشونه  او وسلی ورکولی  ، کومی پیسی، وسلی او وسیلی چه سیاف قوماندانو ته ورکولی د بل ګوند په وس کی نه وی . له همدی امله  نورو هم د سیاف سره په رقابت  د سی ای ای سره اړیکی ونیولی نو امریکا په ډيره ارامی  د ټولو  جهادی ګوندونو مشره ( ابی ) شوه .

 له دی مخکی به  د سی ای ای غړو د  اسلامی ګوندونو څخه په اجازی او لارښودنو سره  جهادی محاذونو ته تلل له دی وروسته  د دی اجازو اړه  نوره  نه وه ( لکه اوس  په افغانستان ک)  رهبرانو او قوماندانانو به له سی ای ای دستور او لار ښودنو تقاضا درلوده.  لکه د یوه میړه څو ښځی هریو اسلامی ګوند به د میړه په  زړه ساتلو کی رقابت او مسابقه درلودله چه په دی کار کی سیاف تر ټولو مشره او تر نورو منلی  میرمن وه  ، دا خبری مونږ ته د سیاف له ډیرو نزدی ملګرو له خوا ویل شوی  او هغو مونږ ته ډير اسناد راښودلی  چ د ټولو لیکلو  به کتاب جوړ شی .

له دی وروسته د مجاهدینو یووالی او ماتوالی د سی ای ای د پاره   ښه وسله او وسیله جوړه  شوه  ، کله به یی کعبی ته راوستل چه د کعبی بی عزتی پری وکړی خو کعبه کی به یی  د یووالی پرځای ژمنه وکړه  چه نفاق به کوو.

بالاخره د سی ای ای مچاهدین کابل  ته ولاړل ( بریالی شول) .  کابل کی ورته د  سی ای ای  ایزمیانو له خوا د  ستر جنرال دوستم په مشری  شاهانه تشریفات نیول شوی وو .

 خبره به لنډه کړم ، ددغه پټو غلامانو رهبرانو  په  واسطه ( زمونږ جهاد ) ته ( سوړ جنګ ) وویل شو د حکمت یار په شمول (  چه اوس هم په سنګر کی  د امریکایانو په ضد جنګیږی ) چا ورباندی نه کتاب اونه  مقاله و لیکله چه د لویدیز د سوړ جنګ  تردید وکړی او شکایت وکړی  او دی ته نه یواځی ګرم جنګ بلکه د نړی له ټولو لوی  نړیوال  څلورم  جنګ  نوم  ورکړی د  کمونستی هغه فلسفه چه امریکایانو تری  ستورو ته پناه وړله ، افغانانو   په زمکه  کی تس ونس او موزیم کی  د عبرت پاڼه شوه .  د دغو جاسوسو رهبرانو   له خوا  نه یواځی (جهاد) ته  د لویدیز  د( سوړ جنګ)  ویلو  مخالفت   ونه شو چه لویدیز  په څو ډالرو زمونږ لس کلن  جهاد ولی غلا کړو  ؟ بلکه  دوی هم په خپلو ویناوو  او لیکنو کی همدغه د سوړ جنګ  کلمه  کاروله او کاروی  او د   سوړ جنګ بادارانو  سره  خوله په خوله او اوږه به اوږه د اسلامی نظام په مقابل کی  ودریدل او اوس هم ولاړ دی.

  نو اوس به دا قضاوت  لوستونکی او د افغانستان مظلوم ولس ته ورکړو چه دا رهبران  له  اوله پلورل شوو وو که نه ؟

 ځواب ،هو ، بلکل دوی  پلورل شوی وو  جهادی رهبرانو امریکا سره له اوله  ژمنه کړی وه ، چه  تاسی مونږ ته پیسی ، وسلی او وسیلی راکړی مونږ به غیرتی افغانان ستاسی د جنګ  د پاره استخدام کړو دا به زمونږ جهاد نه بلکه ستاسی سوړ جنګ به  وی . .

 (سوړ جنګ څه معنی لری  ؟) یعنی  د افغانانو جهاد نه،   بلکه د کمونستی بلاک سره د لویدیز جنګ وو او افغانان یی استخدام کړی وو ، دسی ای ای  جهادی  رهبرانو د افغانستان مجاهد ولس ،  لکه د  داکتر نجیب  په شان،   په حادیثونو او ایتونو په ویلو  تیر ویستل  د لویدیز استعمار زمونږ د جهاد  رهبری  په لاس کی نیولی وه  ،  د  دی پلورل شوو او بی ضمیره شیخانو  په واسطه  یی له  پیاوړو  مجاهدینو  تر هغی کار اخستلو چه یا به د روسانو مقابل جهاد کی په شهادت ورسیدل  او  یا به  پلورل شوو   په نورو ووژل.

لنډا دا چه د صلاح الدین ایوبی په شان قوماندانان  یی په شهادت ورسول ، سکولر قوماندانان رامخی ته کړل  ، د مشهورو  صحابوو کرامو نومونه یی  پری کیښودل   ږیری یی اوږدی  او د اخوانیانو خولی  اوپګړی یی   ورته پسرکړی ، شهادت نامی او ډیپلومی یی ورته  جوړی کړی  د  قیمتی شامپوګانو او  میکپ د پاره یی ورته  ځانګړی دسترخوان  وټاکلو چه متقی او نورانی ښکاره شی ، د پخوانو مجاهدینو  ویاړنی او  مړانی به یی د ځان پوری ټړلی  او د قهرمانو مجاهدینو به شان  به یی  واسکتونه او پکولونه په سرکړل.او د مجاهدینو اکټونه به یی کول.

ددی ډول قوماندانو سره کابل ته ننوتل  ،دی  قوماندانو ته د سی ای ای له خوا  دستورورکړی شوی وو  چه  خلک وازاروی تر څو د مچاهدینو نوم بدنام شی هماغه کار وشو ، نه د چا مال ، نه د چا ځان او نه د چا عزت خوندی وو ، هر چا به ویل چه له دی مجاهینو خو هغه سره روسانو ډیر شرف درلود  د خلکو زړه یی له اسلامه او جهاده تور کړو  همدغه د امریکا هدف وو.

تر هغی چه  د همدی سیاف ، هزاره ګانو او  حزب  اوجمعت تر منځ جنګونو او وحشت کی هغه کارونه وشول چه د روسانو او کمونستانو وخت پری ډیر  شرف درلود ، دا ټول  تصادفی نه وو ، ددی تر شا  شیطانی هیوادونو استخباراتی شبکو کار کوو ،  د افغانستان مظلوم اولس بله لسیزه په جنګونو او وحشت کی تیره کړه ، تر څو چه الله ج مونږ ته د طالبانو په شان د رحمت او نصرت ملایکی راولیږلی  خو دوی د رحمت ملایکو مقابل کی هم له مقاومته  او وحشته  کار واخست  ، د رحمت ملایکو  په خپلو کمو امکاناتو  او په خپلو وینو قربانی ورکړی او هغه لاسته راوړنی  خپلی کړی چه نن یی ټوله کفری نړی د ټولو امکاناتو سره سره  یوه برخه هم ترلاسه کولی نه شی .  استعما ر د سیاف  په  لاس  شمالی ټلوالی ته  په بیلونونو ډالر د اسلامی امارت د حکومت دنسکوریدو د پاره ورکړل  د اسلامی امارت  حکومت یی راو نړاوه ،  زمونږ په مظلوم ولس یو ځل بیا د د یموکراسی په نوم د ظلمونو توری وریځی  هر چیری  خپری شوی.

مګر دا چه د استعمار  جنګ د الله ج  سره د اسلامی نظام د منځه وړلو د پاره وو  چه پرځای یی د دیموکراسی شیطانی نظام  پلی کړی  نو الله چ همغه د مادی لحاذه کمزورو طالبانو ته داسی قوت او شهامت ورکړو چه ټولی کفری نړی ته یی د سر په کوپړی کی اوبه ورکړی او ټول نړیوال یی حیران کړل چه دا څه روان دی.  په افغانستان کی  د حق او باطل جګړه  له ورایه په ډاګه ښکاری  ، او استعماری قوتونه  ددی پرځای چه د طالبانو قوت مهار او تسلیم کړی  دوی خپله مهار او تسلیمی په حال او د ماتی په درشل کی ولاړ دی د سولی د خبرو کولو د پاره ننواتی کوی  . دا چه خلک د سیافانو په هکله وایی چه  دوی د روسانو سره له جهاد  وروسته  د امریکا جاسوسان شو ، ناسمه ده . دوی له اوله  جاسوسان  او مکار انسانان  وو  الله  ج مکاران رسوا کوی او  د مکارانو په  حساب شه پوهیږی  ، د  دوی مکاری د دوی له قواری هم محسوسولی شی  زه باور لرم چه په دی ژوند کی به هم الله ج داسی جزا ورکړی چه د نورو د پاره به  د عبرت درس شی  او د اخرت حساب کتاب خو یی د الله ج سره دی ،  په رښتیا هم د خلکو پیژندنه په اوله کی ډیره مشکله وی  ، دجال هم په اوایلو کی  شه سړی وی  خلکو سره د ریا مرستی کوی او خلکو ته لکه د مسیح ع  په شان  لارښودنی کوی  خلک ور ته مسیح  او مربی وای  د خلکو د باور تر لاسه کولو وروسته د خدایی دعوی وکړی دجال شی  نو سیاف هماغه کوچنی دچال دی  چه د نورو د جالو سره په ګډه  د هر ډول مظالمو او فسادونو کنترول دده په لاس کی دی  ، خلکو ته  جعلی دوزخونه  او جنتونه ورکوی  خو د الله ج په نزد د دوی دوزخونه ا و جنتونه سرچپه وی یعنی چاته چه دوی دوزځ و رکړی هغه ته الله ج  حنت او چاته چه دوی جنت ورکړی هغوی ته الله ح دوزخونه ورکوی       من الله التوفیق