عيد محمد ليوال

Eid Mohammad Liwal

اوسني دولت که په هر بل څه کی د پام وړ کارونه کړي، خو زما په اند هغه څه چی د یو هیواد په واقعي او رښتینی پرمختګ او انکشاف کی اغیزمن رول او ونډه لري، هغه ته يي تر اوسه هیڅ توجه نده کړې.

 

 

نه پوهیږو په کوم اساس او کومو دلایلو …؟ کله چی دولتونه د یو هیواد ابادول او جوړول غواړي،مشر يي راتلونکی ته ددی لپاره لیوال وي چی په تاریخ کی به می په زرینو پاڼو نوم پاتی شی، وګړی به یی د یو هیوادپاله زړه سواندی پاچاه په نوم د تاریخ په اوږدو کی په ښو ښو کارونه سره هغه تل یاد او کارونه به یی د ویاړ څخه ډک وي، نو کوښښ کوی، تر څو له هرڅه مخکی خپل تاریخ وساتی، خپله ژبه او کلتور وساتی، خپله ازادی وساتي، خپل سیاست مستقل وساتي او لنډا دا چی خپلو خلکو او هیواد ته صادق و اوسی. دخلکو په زړونه کی ځانته د مینی او ښه نوم ځای پیدا کړي.

 

 

نو؛ ضروري یی ګڼم چی د هغه ملت ژبې ته خدمت وکړي.زمونږ په اوسنی دولت کی ډیر کارونه وشول، دا نه وایم چی د پام وړ یی هم بولم، خو زمونږ به همدومره پوهه وي،دابه مو وس او توان وي،همدومره چی نن د دولت په چوکیو یی خپلې غټې غټې خیټې اړولی دی او مړښت لا هم وخت ګوري،هغه څوک چی رښتینی دي، غواړي ژبې ته، کلتور ته، تاریخ ته، ازادۍ ته، خپلو خلکو او هیواد، خاورې، اولس او سیمی ته د یو انسان دوسته وګړي په حیث غواړی رښتنی او صادقانه خدمت وکړي، هغه زه په زغرده ویلای شم چی نن ورځ له دی چوکیو بې برخې دي، لیرې یی ساتلی او که شته هم نه غواړی وخت او فرصت ورکړی چی دغه د پرمختګ او ترقۍ کار ته اوږه ورکړي، لیرې یی ساتلی دي،که په حکومت کی شته هم،خو له دی ستر کار یی محدود ساتلی او یا هم اجازه نه ورکوي چی لاس په کار شی. بیا هم وایم په کوم دلیل او برهان،په کوم منطق او استدلال، په کومه اکیډمیکه او علمی بڼه او شکل سره دغه د کار او زیار خلک دوی نه پریږدي، تر څو يي د خپلو خلکو د مورني لوی حق وجیبه پرځای کړي وی….؟؟؟ نه پوهیږم ولی….؟ ښه پوهیږم چی ولی…!!! هو حتما تر شاه یی څه شته. همدومره د تکړه او تجربه کارکوونکو نه به مو خپله کابینه جوړه کړی وي، دولت او حکومت به مو د همداسی کدرونه څخه تشکیل شوی وای، هغسی خلک چی رښتینی نه وي، یوازی او یوازی د خپل جیب غم خوړونکی وي، دخپلی ژبی په غم نه دردیږي، په ورکه یی ځان، اولاد او اینده نسل ورک نه بولي، هغه ژبه چی د زرګونو کالونه د اوږده مزل له پلی کولو وروسته او د سختوکږلیچو او چیلنجونو سره سره یی تر مونږ دا دی ځان را رسولی ، نو اوس یی دغه قافله ولی بې هدفه کوي..؟ دافسوس ځای دې!

 

زه وایم زمونږ په هیواد کی دا څو کاله وشول چې زمونږ ملی ژبو ته نه یوازی چی کار نه دی شوی بلکی زمونږ دژبو ملی ارزښت هم له ګواښونو سره مخ دی.بې عدالتیو خپل زور ورځ تر بلی چټک کړی، د ژبی ملی ارزښت، ملی حق تر پښو لاندی کیږي.

 

تکرارا بیا هم وایم، مونږ ډیر ویاړمند خلک لرو، خو بدبختانه اجازه نه ورکول کیږي، وخت ورته نه مساعت کوي…

 

زه هغه څوک نه یادوم چی دا نن زه اوته چی کوم لیک او لوست کولای شو، خپله مورنۍ ژبه یی را پیژندلی، خپل ننګ، خپل حق، خپل کتلور او فرهنګ یی راته په نښه کړی، خپل د لارې مسیر یي راته ښودلای. دا ډول خلک اوس هم لګیا دی، قلم،فکر، هڅې، کوښښونه،لاس پښې او وجود يي د زرکۍ ستړیا او ستومانی احساس نه کوي، هغه څه چی د دوی په وس او توان کی دي، تر مونږ ځوان نسل یی هماغه شان چی زمونږ له نیکونو او پلارونو څخه مونږ ته په یو لوی اوستر میراث را پاتی ؤ را رسولي دي.دا يي زه یو لوی کار او خدمت شمیرم. ستر کار دی، د ویاړه ډک چوپړ یی کړی.

 

چی زوندی دی،برکت او فیض يی لا پسې په قلمو او فکرو شه ! چې له دنیا یی سترګې پټې کړې دي، خپل دواړه لاسونه لپه کوم او دعا کوم چی جنتونه یی په نصیب او روح يي ښاد شه!

 

ګیله مو له خپل دولت او حکومت ده، ایا دا د نړۍ د نورو هیوادونه غوندی یو هیواد نه دې؟ ایاد ددنیانور دولتونه خپلو ملي ژبو ته تر هرڅه ډیر پام، کار او توجه نه کوي؟مونږ نه وایو چی دولت دی په یو دم دغسی یوې ملی پروسې ته په منډه منډه خپلی مټې را ونغاړې او له هره اړخه چی کیږی ودی یی کړی،بلکی مونږ غواړو چی حکومت مو دی هم په خپل وس او توان سره سم اقدامات وکړي، هغه شته امکانات چی د دولت په واک کی دي هغه دې په کار واجوي او ژبې ته دی ډیره پاملرنه وکړي. مونږ ډیر تکړه شخصیتونه لرو، لیکوالان لرو، ژبپوهان او څيړونکي لرو،ستر استادان مونږ ژوندي دي،د هیواد سیمی اونړۍ په سطحه اور ژبي شاعران، ادیبان او لیکوالان مو قلمونه په لاس کی لري، هیڅ هم نه ستړي کیږي،په خپل هیواد، ولس ژبه او کلتور له سره تیر خلک لرو، خو وخت ورکوئ موقع ورکړئ.سترې سترې د پښتو ژبې ویاړمندې سټې لرو، نومیالي او پوه د کار او زیار اشخاص مو په کور د ننه او له کوره بهر په نورو هیوادونه کی شته، هغه ته باید وخت ورکړل شی، را وغوښتل شی، چی زمونږ د فرهنګی پانګې په ساتلو کی به یوه ځلانده او راڼه تګلاره را وښیي او زمونږ د ادبیاتو ملی ماڼۍ به پرې ښکلې، رڼه او روښانه شي.

 

د خپلې ژبې د ادب په خوندی کولو او غني کولو کی ډیرې زیاتې ګټې دي، پوهان پرې پوهیږي، خو متاسفانه چې مونږ ته يي ارزښت په هیڅ کي دي. که مو وورته دزړه له اخلاصه کار او خدمت وکړ، نو هغه د چا خبره چې وايي:

 

 

ملنګه دوه ګټې دې وکړې.

 

یو دې خیر ټول کړ بل دې وکړه دیدنونه.

 

 

د خپلی ملي او مورنۍ ژبې د غني کیدو په هیله.

 

 

لېوال، کابل،