اسدالله غضنفر
اسدالله غضنفر

 دا خبره مې له خپل پلاره اورېدلې ده چې په پښتو کې هغه شاعر چې کابو ټول تشبیهات او تصویرونه یې نوي او خپل دي، کاظم خان شیدا دی. پلار مې د شیدا د کلام د عیبونو په اړه وایي چې یو یې په غزلونو کې تغزل کم دی او بل یې د فارسي کلمو په راوړلو کې افراط کړی دی.

پروفیسر محمد نواز طایر په ( روهي ادب ) کې لیکي:( د شیدا په کلام کې د عربي او فارسي ژبو اصطلاحات بې کچه زیات دي. خصوصا فارسي استعارې، تشبیهات، تلمیحات او اشارې کنایې پکې دومره زیاتې دي چې تر څو پورې په فارسي ادب او شاعرۍ د چا پوره عبور نه وي هغه د شیدا د کلام نه خاطر خواه استفاده نه شي کولای. شېدا د پښتو ژبې غالب یا بېدل دی.)

دا سمه ده چې شیدا فارسي کلمې تر نورو زیاتې استعمالوي مګر که دغه کلمې معنا هم شي، ځینو ته به د هغه په شعر پوهېدل مشکل وي ځکه دی په داسې نوې تشبیه، نوي مدعا مثل، نوي تناسب ،نوي حسن ِتعلیل او نوي مضمون پسې ګرځي چې نه په پښتو او نه په فارسي کې پخوا بل چا راوړي وي. د شیدا د شعرونو د پېچلتیا بله وجه دا ده چې په جملو کې یې کلمې کله کله په هغه ځای کې نه وینو چې د ژبې د ګرامر غوښتنه ده. مثلا د دې بېت په دویمه مصرعه کې یې د ( څوک) او ( چا) ځایونه سره بدل شوي دي:

د بېکس په ماتم کله چا نعرې کړې

څوک په مرګ د شمعې ولیدل غمګین چا

په جمله کې د کلمو د ځای نامناسبې بدلېدا ته ضعف ِ تالیف وایي. په فارسي ادب کې هم د هندي سبک په ګڼو شاعرانو نیوکه شوې ده چې کلام یې لفظي تعقید او ضعف تالیف لري او وجه یې دا ښودل کېږي چې د دې سبک شاعر غواړي خامخا نوې خبره وکړي او کله چې نوې خبره د بیت په محدود چوکاټ کې په اسانه ځای نه شي، بیا دا امکان شته چې د کلمو طبیعي ترتیب صدمه وویني.

د ختیځپوه راوټي د معلوماتو په اساس شیدا د خوشحال خټک تر وفات څو دېرش کاله وروسته دنیا ته راغی. دی د خوشحال خټک غوندې د سرای اوسېدونکی دی او یو مشهور نظر دا دی چې د هغه د لمسي، افضل خان، زوی به وي. شیدا له وروره د خوابدي په وجه یا بل علت هند ته تللی او هورې په رامپور کې په ۱۱۹۴ قمري هجري کې په غالب ګومان تر زړبودن لږ دمخه وفات شوی دی.

ډاکتر حنیف خلیل چې د شیدا د دیوان په څلورم چاپ یې په ۲۰۰۵ کال کې سریزه کښلې ده، لیکي: (… زه دلته د کاظم خان شیدا دور ته د بېخي نژدې د هندوستان د تذکره نګار مولوي قدرت الله شوق رامپوري هغه الفاظ رانقل کوم چې هغه په خپله تذکره تکلمة الشعرا کې د شیدا د وفات نه لږه موده وروسته لیکلي دي او پکې یې د شیدا د شخصیت لنډه شان خاکه وړاندې کړې ده. دا الفاظ په دې وجه هم اهمیت لري چې ممکنه ده رامپوري مرحوم کاظم خان شیدا په خپله لیدلی کتلی وي. هغه لیکي: ( خان عالی شان کاظم خان شیدا رییس قوم افاغنه خټک یعنې انسان متمثل به صورت ملک، زاهد، متورع، عابد، متشرع، بسیارعالی حوصله وخوش سلیقه ، نازک دماغ ، صاحب تمکنت ، نهایت بردبار، کوه تحمل و وقار، موصوف به جمیع صفات انسانی، مجمع هنر و قابلیت و سخندانی، صاحب فضل و کمال ، شاعر خوش مقال نازک خیال، معنی یاب تازه نزاکت هند، متلاشی مضامین دلپسند و بلند، تا حال در قوم افاغنه روه چنین شخص خوش فکر و خوش گو پیدا نه شده و نه خواهد شد.)

که څه هم د فارسي په اکثرو پخوانو تذکرو کې د کلام د ظاهري ښکلا په خاطر له معنا سره بې انصافي کېږي او د کلیشه شویو عبارتونو، مبالغو او مبهمو اصطلاحاتو بیروبار پکې وي، ، خو د کاظم خان شیدا په باره کې د مولوي شوق رامپوري قضاوت ځکه بې بنیاده نه ښکاري چې دواړه د یوه عصر کسان وو او لا مهمه دا چې د کاظم خان شیدا خپل دیوان هم د دغسې قضاوت پخلی کوي. د رامپوري په تبصره کې لولو چې شیدا د هندي سبک شاعر دی، په نویو شعري مضامینو پسې ګرځي، په ادبیاتو ښه پوهېږي، نازک خویه دی او د غرور او تمکین څښتن دی.

کاظم خان شیدا چې بل ته سر نه ټیتوي او د آدابو ډېر پروادار ښکاري، د هاغسې خبرو کولو ته چندان مایل نه دی چې مونږ یې تغزل ګڼو. د ده په شعر کې د معشوق په مقابل کې انفعالي حالت نشته. د خټکو دغه خانزاده د خپل خیال او خپلې خوددارۍ له لوړه برجه د معشوقې ننداره کوي او دې ته تیار نه ښکاري چې له برجه راکوز شي، په معشوقې پسې روان شي، زارۍ ورته وکړي او هغه ورته د حقارت په نظر وګوري.

خو له دغه حالت سره سره، د شیدا په دیوان کې د معشوقې د حسن داسې نوي او روښان انځورونه موندلای شو چې ګومان کوم د خوشحال له دیوانه پرته د پښتو په بل هیڅ کلاسیک دیوان کې ساری نه لري. دا د شیدا بیتونه دي:

راشه ګوره د کاکل سیه مستۍ ته

یو قدم په لاره تلی نه شي بې دوشه

پس له شامه ګوره رنګ د شعله رویو

په شپه ګرم وي د شمعې بازارونه

چې هېمش لکه مجنون په صحرا ګرخې

بوی د چا د زلفو درغی شماله

د دانې په عوض ګل لري په دام کې

په رخسار یې تورې زلفې بلبل ګېرې

تورې سترګې دې شوې ترې په خندا کې

که هندوَې د هند لامبي په ګنګا کې

زموږ ګڼ کلاسیک شاعران هند ته تللي او هورې اوسېدلي دي خو له خوشحال خټکه پرته بل یو هم د شیدا په اندازه هندي حسن ته ځیر شوی نه دی.

شیدا په خپلو ګڼو بیتونو کې د هند سبزانې یادوي. هندۍ چې د روه ( پښتونخوا) تر جینکو تورې دي، سبزې بلل کېږي. په پخواني تصور کې رنګونه یا تت دي یا روښان. زېړ، سور او سپین روښان رنګونه دي او زرغون د تور غوندې په تتو رنګونو کې حساب دی. سور او زېړ چې د یوې کورنۍ رنګونه دي، زموږ په تصور کې د یو بل په ځای راځي. موږ طلا ، چې زېړه ده، سره زر بولو او په ځنګل پوښلی غر ممکن تور غر وبولو. د زلمکو په شونډه راټوکېدلي وېښته ( خط) هم تور بلل کېږي او هم شنه. شیدا وایي:

په سبزه کې یې د خط و لب جلوه ده

که موجونه دي د میو په مینا کې

مینا د شیشې بوتل ته وایي چې شین رنګ یې مشهور دی او په همدې وجه د اسمان ګونبزې ته ګنبدِ مینایی او شنه رنګ ته مینا فام ویل شوي دي. شیدا چې د هندي نجونو تور بخون مخ انځوروٍي، سبزه یې بولي او سرې شونډې او تور خط داسې ورښکاري لکه د زرغونه بوتل سره شراب.

شیدا په یوه بل بیت کې وایي چې هندۍ نازکې دومره سبزې دي چې که یې مینا وبولې، خوا بدوي:

نازکان د هندوستان سبز رنګونه

مکدر شي د مینا په انتساب

هغه نجلۍ چې هم یو څه توره وي او هم یې څېره جذابه وي، سکاڼه بلل کېږي. شیدا ته د هند سکاڼې د سپوږمۍ په زیړه رڼا کې د ریحان د شنو پاڼو غوندې ښکاري:

د هند په ملک کې عجبه سکاڼې دي

ناز و ادا لري کله ناجاڼې دي

چې یې نظر کړې و طرفه حسن ته

شپه د مهتاب کې د ریحان پاڼې دي

ریحان چې ببری او کشمالی هم ورته وایو، معمولا چوڼایي( بنفش) رنګ لري او پاڼې یې توربخونې ښکاري. په پښتو کې د ( توره ببریه) وصفي عبارت مشهور دی. په دېوانونوکې ریحان له ځینو نورو جهتونو هم یاد شوی دی: ریحان په مات کودي کې کرل کېږي( ځکه رېښې یې ژورې نه دي او رابوټېدلو ته یې لږه خاوره بس ده.)، پاڼې یې خوشبویه دي او ګویا د مار ورنه بد راځي. شمشوبی، نعنا او ویلنی د ریحان د کورنۍ خوشبویه نباتات دي. پښتو متل دی، وایي: مار له شمشوبي بد منل د غار په خوله کې یې شین شو.

شیدا چې په هند کې اوسي، په ذهن کې یې د هند او روه مقایسه روانه ده. په پاسنۍ څلوریزه کې چې هندۍ ښکلې ناجاڼې ( ناخبره) نه بولي، اشاره یې د روه ښکلو ته هم ده چې د ده په نظر د ناز و مکیز و اشارو په ژبه نه پوهېږي. هندۍ ښکلې ناز و ادا لري خو د روه ښکلې بې نازونو او اداګانو زړونه وړي:

غره بې ځایه د هند سبزانې دي

غنج و ادا لري که دلستانې دي

چې دلبري کا بې تکلفه

د روه په مخ کې ساده خوبانې دي

د صندل ( چندڼ) د ونې بوټی نسواري رنګ لري. له ادبي روایاتو سره سم د دې خوشبویه ونې په څانګو باندې ماران او ښاماران زانګي. شیدا سکاڼې نجونې صندل رنګه بولي او وایي:

څه اثر لري ادا د صندل رنګو

چې تاوېږي یې دردمند لکه ښامار

که هند په وښو کې پټه توربخونه خاوره او تورې نجونې لري، د پښتونخوا ( یخ) هم د شیدا په نظر سپین دی او دی یې د تلوالي دعا کوي:

تل [ یعنې تل دې وي] د روه آب و هوا ، واورې ، سپین یخ هم

باغ و راغ، دشت و کهسار طرفه شاداب

شیدا د روه ښکلې سمن رویه ( سپینې) بولي او هندۍ تورې:

محبت غواړه د روه له سمن رویه

سیاهان د هند خبر نه دي له مینې

بې مهري د هرې شپې مهر د ورځې

ته همېش په خپلو سترګو شیدا وینې

ګلان له لویه سره روښان رنګونه لري. ګلرخ تر ډېره حده هغه څوک دی چې په مخ کې یې سوروالی وي. شیدا د روه نجونې ګلرخې بولي، وایي:

سبزان کله وي همسر له ګلرخانو

بېهوده راغی شیدا تر هندوباره

البته، کله چې هند له پښتونخوا سره نه مقایسه کوي، د هند توروالی ستایي او یو ځای یې د تورو وېښتو غوندې د شباب او ځوانۍ نخښه ګڼی:

اعتراض یې په سواد د دیار مه کړه

د پیری ایام یې نه لري شباب

سیاهي یې په مثال د مهتاب شپه ده

چې نظر وکړې په هند ، په درست پنجاب

ده د هند د سکاڼو نجونو زېړه رڼایي څو ځایه یاده کړې ده او د بَسَنت ( پسرلی، د هندوانو پسرلنی اختر) په وخت چې زېړ ګلونه بوټېږي، د زېړو جامو هندوَې داسې یادوي:

د زېړو ګلو دستې رنګینې

یعنې بسنت دی نشان یې وینې

چې انتظار کا د زعفرانو

سترګې لباس کړې په کاته سپینې

شاعر وایي چې زېړ ګلونه د پسرلني اختر( بسنت) د رارسېدو نخښه ده او سترګې د زعفراني لباس د مېرمنو لیدو ته بې صبرې دي. د یادولو ده چې د بسنت په جشن کې چې د هندي پنجاب په فیروزپور کې ډېر لمانځل کېږي، اوس هم جینکۍ د طبیعت د ښکلا د قدردانۍ په خاطر د زېړ رنګ د مختلفو ډولونو جامې اغوندي. (ویکیپېډیا: Vasanta) په اردو کې ( بسنتي) زېړ او زعفراني ته او (بسنتي پوش) هغه چا ته وایي چې زېړې جامې یې اغوستې وي.( اردو فیروزاللغات )

دا هم د شیدا وینا ده:

څرنګ ودري خندا د تازه ګلو

یا سرور نه کا ابنا د دې روزګار

چې لباس د دلبرانو زعفراني شو

ورسره د بهار سیل مددګار

په پخواني ادب کې زعفران د زېړوالي یو اعلی مثال دی او بل دا چې که یې څوک وخوري نو خندا به ورځي او خوشحالي به احساسوي. شیدا وایي ،پسرلی دی او نجونو د زعفران د رنګ جامې واغوستلې او همدا وجه ده چې ګلونه خاندي او خلک خوشحاله دي.

د هندیانو د پان ژدوولو عادت مشهور دی چې ورسره شونډې سرې کېږي. شیدا د هندیو نجونو په پانو سرې شونډې د روه د زرکو له سرو مښوکو سره تشبیه کوي:

چې د هند سبزو خوړلی پان وي

لعل و یاقوت یې دواړه لبان وي

زرکې چې ګرځي د روه په غرونو

ښایسته روغې په دغه شان وي

د شیدا په دیوان کې زرکې زیاتې یادېږي. زرکه د ده لپاره د پښتونخوا نخښه ده او په یوه غزل کې چې ( کبک) یې ردیف دی، فرمایي :

منفعل کړ په نوخط طرفه سبزانو

ځکه نشته په درست هند کې نام د کبک

دا هم د شیدا یوه څلوریزه ده:

په زړه مې ګرځي د غرونو څوکې

حملې د بازو د زرکو کوکې

ووایه څه کا د روه نسیمه

ګیرا منګولې زیبا مشوکې

د ده په شاعرانه تصور کې هند تور او پښتونخوا سپینه، هندۍ عشوه ګرې او پښتنې بې اداګانو، هندۍ سکاڼې او پښتنې سپېنې، هند اوار وطن او پښتونخوا غرنۍ سیمه ښکاري.

دی وایي:

په هندي ادا یې وکړې په ما چارې

زه شیدا په زړه ساده د روح افغان یم

دا هم د ده وینا ده:

بلندي مې د کهسار په پستۍ بایله

راغلم زه لکه سیلاب ودې صحرا ته

شیدا د غرونو له وطنه په نوې ځوانۍ کې وتلی او پاتې عمر یې په پردېسۍ کې تیر کړی دی . دی په ۱۱۸۱ قمري هجري کې ( ۱۷۶۷ میلادي) د خپل دیوان په سریزه کې لیکي چې ( په عنفوان د شباب مې استراحت د حضر په محنت د سفر مبدل شه او الی آن مې په شام د غربت صبح د وطن مالوفه طالع نه دی.)

میجر راوټي چې د شیدا د دیوان د ترتیب تر کال کابو یوه پیړۍ وروسته یې د پښتو شعر د منتخباتو کتاب ( سلیکشن فرام دي پویټري آف دي افغانز) تالیف کړی دی ، د ده په باره کې لیکي چې د خپل ورور د سخت چلند په وجه یې وطن او پوله پټی هغه ته پرېښودل؛ څو کاله په کشمیر کې و، هورې یې ډېر علم حاصل کړ، بیا سرهند او ورپسې د هند د شمال افغان ریاست ( رامپور ) ته لاړ. د راوټي په قول شیدا ژوند په مسافرۍ او یوازیتوب کې تېر کړ، واده یې ونه کړ. راوټي دا هم لیکي چې مشر ورور هغه ته چې لا کمکی و، د تره لور په نوم کړې وه خو دی له هغې سره واده کولو ته تیار نه و. که دا خبره همداسې وي نو شاید دا وجه به هم وه چې شیدا هیڅوخت وطن ته راستون نه شو او دا خاطره یې دومره ترخه وه چې بیا یې هیڅوخت واده ته زړه ښه نه کړ.

د راوټي په نظر د شیدا شعرونه د میرزا خان انصاري د شعرونو غوندې ډېر عرفاني رنګ لري. خو زما په نظر شیدا د ځمکې په مخ د نویو خبرو په موندلو پسې دومره سرګردان دی چې آسمان ته یې لږ پام شوي دي. شیدا د پښتو په هغو دیواني شاعرانو کې حسابولای شو چې عرفاني مضامینو ته یې زیاته توجه نه ده کړې. شیدا چې د کومو فارسي شاعرانو ډېره ستاینه کوي او استادان ورته ښکاري، لکه، صایب، غني او شوکت، هغوی هم د عرفان شاعران نه بلل کېږي. په دې برخه کې چې استاد زلمي هېوادمل په خپل یوه کتاب ( په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه) کې څه لیکلي دي ، لا دقیق ښکاري: ( د عرفان چاشني هم د شیدا په دېوان کې پیدا کېږي. که څوک وغواړي له دې جهته دا دېوان ارزیابي کړي نو به یې هاند و هڅه بې ګټې لاړه نه شي.)

د شعر او فلسفې یو توپیر دا دی چې له فیلسوفه د فکر د سستم غوښتنه کېږي او شاعران له قید وبنده بې پروا وي. د فلسفي متفاوتې خبرې باید د یو بل بشپړوونکي او تاییدوونکې وي خو په شاعر دغه پابندي نشته. د هندي سبک شاعران چې همېشه د نویو خبرو لېوال دي، ممکن لا زیاتې متناقضې خبرې وکړي، ولې شیدا له دې سره سره چې همېشه د نویو خبرو د موندلو کوښښ کوي، د پښتو تر اکثرو نورو شاعرانو راټول او منسجم اخلاقي او فکري نظام لري چې اډانه یې په متانت ولاړه ده. همدې انسجام پروفیسر نواز طایر هڅولی دی چې ولیکي: (شیدا شاعر هم و او فلسفي هم.)

شیدا د عزت د ژوند د لرلو لپاره په سلګونو سپارښتنې کړې دي. زما په ذهن کې د خټکو دغه مسافر خانزاده د خړو خاورو د غېږې روانو، روڼو اوبو ته ورته دی. دا تشبیه د ده خپله ده، دی وایي:

د اوبو په شان روان په هسې لار شه

چې دا سپینه لمن وساتې له ګرده