غــزل

   سـیـد فخـرالدین هاشمي

خوږې ! زړه مې بیا په خپل قالب کې تـنګ دی

خوږې !  کړې یې د تـــورو ستـرګو جنګ دی

ژوند مې شمعه په خپل ځان بانـــدې را څــاڅي

خـوږې ! وړې یـــې آزار د کــوم ملـــنــګ دی

خوږې !  بیا بـــه د خپــل سېــورې لاندي ژاړم

خـوږې ! بیا دې بــــدل کړي را نه څنـــګ دی

خوږې ! ټول اوجود مې پاڼه غــوندې رېــږدي

خوږې ! بیا دې د بنــګــړیــو شور شرنـګ دی

خوږې ! ګـــوره شاعـــري ده  تــوري ناڅـــي 

خوږې ! خیال مې په یادونوکې ټول رنګ دی

خوږې ! نور درپــســې څـنګه ځــان تـبا کــړم

یــو لوړ قــد لکه لـمــر ګلـــی داسې  ړنګ دی

خوږې ! څه وکــړم د جنګ سـړی که نه شوم

خوږې ! پاک مې له بلا زړو څـخـه زنګ دی

اوس دې نه شته په اوربل کې خــوشبویـــاني

خوږې ! خښ دې چې په خـاوروکې لـونګ دی

                          *********

       کابل  ــــ  شمشاد تلویــزیون   حمل / ۱۳۹۲