امین بسمل

 gazal amin

ثوابي روژې به نیسم لمونځ اودس به تل مدام کړم

خدایه دومره مهلت راکړې چې ګلرنګ جانان په نام کړم

داچې هره ورځ نفلونه کوم ستا په لوی دربارکې

مدت وکړې پاکه ربه چې دمینې چارانجام کړم

اوس لا هم دیار په تمه تمه ناست یم اه مې واوره

شوګیرو یې لېونی اوجدایي م او لام کړم

ځینې تنګ شوم غمازان ګرځي هم اخوا اوهم  داخوا

خوله مې مهرګونګی ګونګی یم دبڼو په سر سلام کړم

خوشبویي راوړي  دګران لخواپه ماباندې چې راشي

دجانان دکوڅې خلګو ته خوځکه احترام کړم

ماته مه وایاست چې ولې دې شعرونه شکري شول

جانان خوږ دی سوز یې خوږ دی چې صفت یې  صبح وشام کړم

ماهم کله چېرې دومره نرمښت نه لید پخپل ځان کې

دګلرنګ خوږو خوږو سترګو زه داسې خوش کلام کړم

که چا راوړ شین دسمال دیارله کلي زما کورته

څه چې زما له وسه کیږي دا به واړه ورانعام کړم

ارماني بسمله کله چې زمابغل ته راشې

دا مې لوظ دی ځان به هېر کړم کرۍ شپه به په تا پام کړم

ثوابي روژې به نیسم لمونځ اودس به تل مدام کړم

خدایه دومره مهلت راکړې چې ګلرنګ جانان په نام کړم

Door Guest