الحاج استاذ بیانزی

        بسم  الله  الرحمن الرحیم

 روسانو  د کمونیزم  په واسطه  د نړی ۲۲ ملکونه  نه یواځی د وارسا د کمونستی بلاک  د جبری غلامی لاندی راوستل  بلکه ډير هغه هیوادونه چه  د  روسیی خواته نزدی  پراته وو  د  شوروی اتجاد  سره یی خلط کړل  په ځانګړی ډول  د منځتی اسیا اسلامی هیوادونه چه په  اخره کی یی   ( ستان  ) یادیدو ، د وخت په تیریدو سره د افغانانو د  (  ستان ) د غلامولو او د شوروی اتحاد سره  د نښلولو وار هم  راورسیدلو  ، زمونږ  ستان یی  هم په ډير وخشت  سره اشغال کړو  او د کرزی په شان لاسپوڅی او ملحده اداره یی په مونږ تحمیله کړه  ، د لویدیز سرمایداری هیوادونو په ګډه دا ومنله  چه  روسانو افغانستان خپل کړو  او دا پیښ بینی یی  له پخوا  درلودله  ، د لویدیز هڅی دا  وی چه د روسانو مخه په پاکستان کی ونیسی ( که یی ونیولی شی )  نو لویدیز له اوله د روسانو مداخله  یواځی د  سیاسی  او تبلیغاتی  جنګ  د وسیلی  د پاره کاروله چه د  روسانو وحشت نړیویالو ته په ګوتو کړی .  مګر  کله چه یی   د افغانانو د غیرت  ، شهامات او قهرمانیو ننداره   وکړه   او باوری شول چه  د  افغانانو د  زمرو  وطن ، د نورو  ستانونو  سره  توپیر لری ، لاړی یی تیری شوی  چه مونږ د روسانو څخه په ستورو کی پناه اخستله مګر افغانان  په  زمکه ماته ورکولی شی  .

په دی هیله ، د لویدیزاستثمارګرو  د دوه عواملو  له مخی د  افغانانو  سره مرسته پیل کړه ،  اول  داچه د افغانانو دا پروسه  ګړندی او لا نوره پیاوړی شی ، او اخره کی د دی ویاړلی جګړی ویاړنی  د افغانانو پر ځای دوی  تر لاسه کړی  یعنی نړی ته داسی وښیی چه  د کمونیزم سره مقابل جګړه کی یی  افغانان استخدام کړی وو  ( د لویدیز وسلو او پیسو دا بری تر لاسه کړو)  نو ځکه یی سوړ جنګ ونوماوه . د دی  سوړ جنګ نوم  پلورل شوو  رهبرانو نه یواځی مخالفت ونکړو بلکه په خپلو لیکنو او وینا ګانو کی  به دوی هم د سوړ جنګ نوم یادوو  ،( د دوه میلونو افغانانو وینی سړی وی  ؟ ). زمونږ  ګران وطن په کنډواله بدل شو،  څو میلونه خلک مو  ابدی معیوب ، بی کوره ، بی اوره ، بی زده کړی او بی وزلی پاتی شول . د ا لوی نړیوال جنګ  چه  لویدیز یی په مقابل کی ځانونه مات شمیرلی وو  د اسمان په اړخ یی د تیښتی د پاره یی  سفینی جوړولی  مګر برخلاف د ستورو سفر یی  پای ته ورسیدو او  د افغانانو د سپیڅلی جهاد  ویاړنی هم د  لویدیز په نوم ( بی له دی چه پکی وینی شوی او یا ګریدلی وی ) ثبتی شوی.دوهم  عامل یی هم د نړیوال حکومت د تاسیسولو  هڅه وه .

د لویدیز استخباراتی  کړیو ، د جهادی ګوندونو سره  د کمونیزم په مقابل جنګ کی د مرستوسربیره  ، د مجاهدینو د نفاق پلانونه په کار واچول او په دی کار یی  بیشمیره  پانګهونه وکړه   په لنډ ډول به ووایم   دوی د  روسانو د ماتی په څنګ کی ، مجاهدین هم مات کړل  ، د جهاد رهبری  استعمار تر لاسه کړه  ، د جهاد قوماندان یی له  رهبرانو مستقل کړل د غرب له خوا به ورته وسلی او پیسی ورکړی کیدی قوماندانانو کی یی تصفیه رامنځته کړه  هغه قوماندانان چه د لویدیز د پالیسیو سره یی ځان نه شو برابرولی  یا به معزول او یا به یی  په یوه یا بله بهانه شهیدان کړل  . تر څو چه روسان مات او ووتل .  استعمار کمونستانو ته هم پناه ورکړه  د ژبی ، قوم اوسمت په حساب یی د مجاهدینو سره ګډ کړل ، نوی ټولنیز جوړښت یی  رامنځته او  د دوی په واسطه یی  د خلکو ترمنخ یوه لسیزه جنګ  چاری وساتو  چه د خلکو ابرو ، عزت ، ناموس ، ژوند  هر څه په خطر  کی وو  . له الله ج غیره  بل څوک د ژړا او شکایت اوریدلو نه وو . د وحشت له لاسه  خلک حیران پاتی وو  چه په زمکه ننوځی که اسمان ته والوځی  .

د  ناامیدیو طوفانونو کی الله ج د خپل رحمت ملایکی راولیږلی  ، دا د هغه  اسلامی مدرسو طالبان  وو چه د همدی  اسلامی ګوندونو په واسطه پاکستان کی جوړی شوی وی  چه څه  یی طالبان او څه یی د علماوو کچی ته رسیدلی وو  ، د همدی مجاهدینو پجیان  وو  له بل کوم ستوری نه ووو راغلی د  ډیرو عمر د  ۱۸  او ۳۵ کلونو تر منخ ټاکل شوی وو، دوی خاص د الله ج  د رضا په خاطر او ددی مظلوم ولس د اوښکو وچولو  او اسلامی ارمانونو د ترسره کولو په خاطر د قربانی ډګر ته  راودنګل ،  او داسی وخت وو چه  د هغه وحشی قوماندانانو له لاسه خلک تر پوزی رسیدلی وو چه که روسانو د ا مظلوم خلک ددغه  وحشی قوماندانانو له  وحشت ژغورلی نو دی خلکو ته به روسان  د مسلمانانو په شان خوښ کړی وی او ورسره ملګری شوی به وی ، او دا چه  طالبانو دوی د هغه وحشی  قوماندانانوڅخه و ژغورل او د هغه وحشی قوماندانانو د وحشت په مقابل کی ورته  سپر شول  نو ډیر ژر خلک د طالبانو  تر شا ودریدل. دا چه استخباراتی کړیو  د طالبانو څخه د خلکو ملاتړ و لیدلو  لږبی هیلی شول خو طالبانو ته  د نوو پلانونو  د جوړولو اوعملی کولو په فکر کی شول چه طالبان په بیه واخلی او  که له منخه یی یوسی .

طالبانو د اسلامی امارت د رهبری لاندی دګران وطن  د ۹۰ په سلوکی  د خاوری  بشپړتیا راسمه  کړه چه په هره سیمه کی بیل پاچا ، بیل حکم او بیل  قوانین چلیدل او خپلو کی به یی خلک  جنګول د  خلکو وینی به یی تویولی  قوماندانان اوملګری  یی د هر ډول بد اخلاقیو ، شرابو، نشه یی توکو  ، لوڅو رقصونو ، زنا او تر  لواطته روږد شوی وو چه د جلال اباد اوسنی والی صاحب ګل اغا شیرزوی  د یو هلک سره ( خلک وایی ) ښکاره واده وکړو استعمار نازول او تشویقول.   په هر صورت تش لاسو طالبانو د ملوک الطوایفیو په ختمولو سربیره  ، په ټول هیواد کی پوره امنیت ، د بداخلاقیو مخ نیوی ،  حکومتی سیستم ،  د زده کړو ، د شرعی نظام  جوړول او نافذول ،  او بیا رغونی او داسی نور داسی کارونه وکړل چه کفری نړی د یوولس کلونو په دوره کی د ډبرو امکانانو لرلو سره سره  ونکړی شول ، ترسره کړی .  سره ددی چه کفری نړی په ټوله نړی فشار اچولی وو چه په رسمیت یی ونه پیزنی ، اقتصادی بندیزونه ورباندی لګولی وو  ، خو سره ددی  د دوی بی شمیره  لاسته راوړنی خارق العاده معلومیدلی .

نړیوال استعمار ورسره د ظاهرشاه  د  پاچا کولو تعامل مطرح کړو ،  چه  په دی  واسطه به طالبان په بیه واخلی   نو د ظاهر شاه  په رامنځته کولو به دیموکراسی د اسلامی نظام ځای ونیسی  ، طالبانو په اوایلو کی  ورسره  له اسلامی حکمت کار اخستلو مګر اخره کی یی منفی ځواب ورکړو ، کله  چه  استعمار بی هیلی شو زهرجنه میدیا یی ورته  مخامخ کړه ، هڅی یی  وکړی  چه ځینی طالبان  تری په بیه رانیسی تر څو طالبان و ویشی او بدنام یی کړی ټولو وحشی قوماندانانو سره  چه طالبانو د  پنجشیر ولسوالی ته راټول کړی او څه تښتیدلی وو،  د روسانو د وخت ایزمیان ، اخوانی او غیراخوانی  جهادی رهبرانو سره  اړیکی ونیولی . تر دی چه  په امریکا کی د طالبانو نماینده  عبدلحکیم مجاهد یی هم په بیه رانیوه . خو طالبان د خپل  ایمان په لرلو سره د امریکا  هر ډول فشارونو او اخطارونو ته تسلیم نه شول  نو امریکا  بی له دی چه نظامی یرغل وکړی  بله  چاره پاتی نه شوه .

که څه هم امریکا د مسلمانانو له ایمان او بیا د افغانی غیرت او شهامت څخه اګاهی درلوده او دایی پیش بینی کړی وه چه  امریکا به حتمی نظامی یرغل ته اړه پیدا کوی ،نو ځکه یی مخکی له مخکی یی د سپټمبر پیښه په نظرکی نیولی وه  او ماسونیستی مشرانو  د نړی د ټولو ماسونیستی غړو سره ګډه مفاهمه شوی وه او د ټولی نړی د هیوادونو  ملتیا یی خپله کړی وه .  نو د سپټمبر د پیښی پلان په میز پروت وو ، نو دا چه د پنجشیرولسوالی  د طالبانو اخری فتحه وه لدی وروسته  به د نظامی یرغل د پاره  د پښو کیښودلو ځای   پاتی نه وی  نو د سپټمبر د پیښی په رامڼخته کولو یی له عچلی کار واخست   خو مخکی له دی یی د احمد شاه مسعود سره   د پشتون  ریس جمهور  په رامنخته کیدو یو بل سره قانع نه شول ،  دا چهد مسعود  قوماندانان هم  د ډالرو په زورخپل شوی وو د احمد شاه نزدی  ساتونکواو ملګرو  ته امر وشو چه مړی یی کړی . نو نن احمد شاه او صبا ته د امریکا پیښه ( چه دری زره  بیګناه امریکایان پکی ووژل شول ) تر سره شوه . او بی له دی چه وګوری دا کار چا وکړو ، دا پیښه  یی په هغه القاعده چه افغانستان کی وه وتپله  ځکه بیا  پنجشیر فتحه کیدلو .  په دی ډیر کتابونه لیکل شوی دی او امریکایان وایی چه دا داخلی کړنه وه ، مګر ماته یی دوه ډیری د خندا خبری دی  یوه یی داچه  په دغه تعمیرونو کی داسی مواد کاریدلی وو چه د اوسپنو دومره پیړ بیمونه (چه هغه په دری زړه  فارنهایت کی  باید ویلی شوی وی) ویلی شوی وو  خو د ۱۹ کسانو پاسپورتونه یی پکی پیدا کړل چه سوځیدلی نه وو  معجزه وه  ، او بله معجزه دا چه په دوه  غبرګون ټاورونو  خو الوتکی ننوتی  دروغ یا رشتیا قبولی به یی کړو  چه په یوه یا دوه  ډقیقو کی یوسل او څو منزله  تاورونه  یو ناڅابه عمودی  راولویدل خو  دریم تعمیر چه له دی  دوه تعمیرونو یی  څه ناڅه فاصله هم درلودله او  ۴۷ منزله وو یعنی له دی دوه تعمیرونه ډیر ښکته هم وو خو هغه غریب د ویری  په هماغه شکل په یوه دقیقه کی عمودی  په  زمکه  ولوید . دا چه پنتاګون کی د الوتکی د ننوتلو سوری قطر د الوتکی له قطر کوچنی وو ، هغه خو لا نوری وړی معجزی دی . پخوا به غریبو له مجبوریتونو دروغ ویل خو نن ماړه بیلونر  ظالمان د وحشت او دانسان وژنو د پاره دومره لوی ،بربنډ او  شکرور دروغ وای چه لوی تعمیر کی هم نه ځاییږی  او ددی سره سره بیا د ملګرو ملتونو غلامه اداره ورته د ا غیرمشروع عمل مشروع کوی او د غچ اخستلو امر او جواز ورکوی ؟.

 لنډه دا چه ، په دی ډول  د اسلامی  امارت اداره  نسکوره او د امریکا لاسپوڅی ، فاسده ، بی کفایته او پلورل شوی  اداره رامڼخته شوه  ، دا چه استعمار په څومره وحشت طالبان او بی دفاع خلک یی   شهیدان کړل ، د جنګ د مصارفو د پوره کولو د پاره یی د نړی له ۹۰ ٪ څخه زیات نشه یی توکی  زمونږ په ګران هیواد کی تولید او د هیروینو کارخانی یی ورته  جوړی کړی  چه ډیره برخه یی اروپا او امریکا ته په نظامی الوتکو کی نقلوی  او یوه برخه یی د ځوانانو د روږدولو د پاره  دلته  په ځوانانو ویشی چه شمیر یی اوس له یو میلون اوښتی دی  .

  زمونږ به ګران هیوا کی یی قصدا د ګوتو شمار خلک اول بی ځانه ، بی وجدانه او بی ایمانه  او بیا یی بیلونران د همدی د پاره کړل چه د دوی لمسی او کړوسی به میراثی  پاچاهی کوی او د لویدیز پالیسی به تعقیبوی  او بلمقابل  په سلو کی  له نهه نوی برخی زیات خلک  سهار او ماښام د مړی پسی ورک دی  ، دیوه سرمایدار په سرمایه دغه ټولو افغانستان غریبانو ته مړی رسیږی  دا کار دوی یواځی په افغانستان کی نه بلکه په ټولو سرمیداری ملکونو  همدغه سیستم  دی چه  د خبل استثمار او د ټولنی د کنترول د پاره طبقاتی  ټولنی رامنځته کوی  .

دا کار چه افغانستان ولی په فساد او نشه توکو کی د نړی اوله درجه تر لاسه کړی ده  دا د لاسپوڅی اداری واک  ، کړنی  ، زیرکتیا او ابتکار  نه دی بلکه د لویدیز  د پالیسیو یوه برخه وه  چه  په دی واسطه  د همدغه لاسپوڅی بی وجدانه ، بی ایمانه  او بی ځانه کړی او هم یی مغزونه پریمنځی او د طالبانو له ویری یی  په ډار کی وساتی چه د الله ج پرځای د لویدز وحشیانو ته خدای   و وایی  لکه د ۲۰۱۴ کال د استعمار وتل ځان وژنه ګڼی  او شاید له امریکایانو مخکی وتښتی او لا به له ډاره مړه وی  .  نور بیا                           و من الله  التوفیق