اسدالله غضنفراسدالله غضنفر

دا لسم کال دی چې هره دوشنبه په دوو غونډو کې ګډون کوم. په یوه غونډه کې په تیرو اوو ورځو کې جوړ شوي راډيویي فیچر پروګرامونه اورو او په بله کې د راتلونکو اوو ورځو لپاره د څو فیچر پروګرامونو لپاره د موضوع په انتخاب غږیږو.

دې اوږدې تجربې په دې باوري کړی یم چې د موضوع په انتخاب کې بې دقتي داسې ده لکه په هوا کې چې څوک محل جوړوي.

د موضوع په انتخاب کې دې ته پام پکار دی چې ایا غوره کړې موضوع تر ټاکلې مودې پورې بشپړیدلای او د فیچر لپاره په ټاکلی وخت کې ځاییدلای شي؟

مثلا که د اتو دقیقو پروګرام جوړوو او د ماشوم د مناسبې روزنې موضوع ورته غوره کوو، د دې پروګرام کامیابول به خورا مشکل وي، ځکه د ماشوم روزنه ډیر اړخونه لري، خو د همدومره وخت د پروګرام لپاره که په ماشوم باندې د مناسب نوم کیښودلو موضوع انتخاب کړو، خپرونه مو په غالب ګومان کامیابیدلای شي. په اتو دقیقو کې د مناسب او نامناسب نوم پیژندل او د ښو او بدو اغیزو په باره کې یې په کافي اندازه غږیدل، مشکل نه دي.

د مبهمې موضوع انتخاب د کار د کامیابۍ په مخ کې بل لوی خنډ دی. که موږ په دې باندې راډیویي یا تلویزیوني پروګرام جوړوو چې په ژوند کې اعتدال پکار دی، دا مبهمه موضوع ده. اعتدال ته هر څوک له خپلو عینکو ګوري. په اجتماعي روابطو کې نزاکتونو ته توجه کول هم مبهمه موضوع ده. نزاکت څه ته وایي؟ موږ په عادي خبرو کې داسې ډیرې کلمې او عبارتونه استعمالوو چې واضح تعریف یې راسره نشته خو ګومان کوو چې ورباندې پوهیږو.

که له یوې موضوع دوه کسه دوه بیلې معناوې واخلي، نو په غالب ګومان مبهمه ده.

ځینې کسان نوې موضوع ته اهمیت ورکوي، خو نوې موضوع ډیره کمه ده. د موضوع نوښت مهم نه دی، مهمه دا ده چې له نوي لید لوري ورته وکتل شي. خلک چې له کومې موضوع سره بلد وي او په هغې کې نوي ګوټونه وویني، ډیر یې په خوند اوري. موږ نااشنا سړي ته د ورپیښې حادثې له اوریدو سره دلچسپي نه لرو خو د اشنا سړي په باره کې نوې خبره په دلچسپي اورو. البته، زموږ په ټولنه کې بې شمیره داسې نوې موضوعات هم شته چې لا سپړل شوي نه دي او سپړل غواړي.

د ښې موضوع بل خصوصیت دا دی چې د اوریدونکو او په تیره بیا د ګڼ شمیر اوریدونکو په ژوند اثر کولای شي. موږ کله کله داسې فیچرونه اورو چې د خلکو وس او امکاناتو ته له پامه پرته توصیې پکې کیږي. دغسې فیچرونه که تکړه کسانو برابر کړي وي، ممکن ښکلي وي خو ګټه یې نه رسیږي او بلکې په ښکلا کې یې هم شک دی، ځکه هغه فرمایش چې په اقتصادی یا نورو علتونو یې خلک د عملي کولو وس نه لري، ممکن هغوی ته د خوند په ځای د حسرت احساس ورکړي. د ښکلا په باره کې ویل شوي دي چې په سړي ښه لګیږي او طبعه ورسره غوړیږي.

که د فیچر په موضوع پخپله پوه نه یو، بل هم نه شو پوهولای؛ که متضادو اړخونو او انتقادونو ته پکې پام ونه کړو، تجارتي اعلان ته به ورته شي او که د پیغام د رسولو لپاره د وګړیو په تجربو او ژوندیو مثالونو تکیه ونه کړو، اوریدونکي به یې د وچ نصیحت یوه بله بڼه وګڼي.