بسم الله الرحمن الرحیم

پرویز مشرف د پاچاهی پرځای ذلت ته مخه شوه  

( الحاج استاذ بیانزی )

د امریکا او انګریزانو د هغه پلان له مخی چه غوښتل یی  په ۲۰۰۱ کال اکتوبر میاشت کی   زمونږ  په ګران هیواد یرغل وکړی، د دی اړه وه چه پاکستان کی فوځی جنرال د پاکتستان د حکومت  د چارو مشری په غاړه ولری . دغه وخت نواز شریف د دیموکراتیکو ټاکنو د ووټونو په کټلو د پاکستان ټآکل شوی او قانونی ریس جمهور  وو .

د پاکستان له جوړیدو ، دپاکستان حکومت له اوله ( د  انګریزانو د پالیسی له مخی ) د فوځ  په واک کی وو او دی ، مګر د پاکستان د خلکو او نړیوالو د خطا ویستلو د پاره  پکی وخت ناوخت ټاکنی هم  کیږی او ریس جمهور ټاکل کیږی خوسره  ددی زیات واک د فوځ د استخباراتو سره وی . که کله کوم اضطراری  حالات پیښ او یا راتلونکی وی  نو  فوځ د کودتا په نوم واک تر لاسه کوی ځو په هر صورت کی  د انګریزانو پالیسی چلیږی .

دا چه انګریزانو په دی سیمه کی د یرغل کولو پلان او تصمیم درلود ، مشرف ته دستور او  قومانده ورکړی شوه چه د کودتا په نوم  د  حګومت واک  تر لاسه کړی په داسی حال کی چه پاکستان کی کومه ګډوډی او بی امنی هم  شتون نه درلود . فکر مو کولو چه کومه لویه پیښه  را منځته ګیږی ، هماغسی وشوه  چه  امریکا او انګریزانو د نړی د نورو ۴۴  پرمختللو هیوادونو به نظامی ګډون زمونږ په ګران هیواد وحشیانه او ظالمانه  یرغل وکړو . دا چه د پاکستان حکومت هغه وخت د طالبانو یواځنی حامی او سپورټونکی وو پرویز مشرف ( له امریکا څخه په رشوت اخستلو) د طالبانو څخه د نه حمایی  او  هم  د امریکایانو سره د طالبانو په ضد د دوه مخی رول ولوبوو ، چه دی کار امریکایان بریالیتوب ته ورسول  ، دا ځکه چه د پاکستان حکومت د طالبانو د تولو فوځی تاسیساتو، جنګی وسایلو او مهماتو ، جنګی پلانونو، جنګی پرسونل پوره اګاهی درلوده .

د امریکا په دی یرغل کی  یواخی افغانستان نه بلکه د پاکستان مسلمانان  چه دوی ورته سخت دریځه او دهشت ګر ویل هم شامل وو . د پاکستان فوځ د طالبانو له ماتی وروسته د سوات ، وزیرستان او داسی نورو د پښتنو ازادو سیمو باندی یرغلونه او بریدونه  وکړل په زرونو مسلمانان یی شهیدان ، بی کوره  او بی اوره کړل ، مشرف امریکا یانو ته د ډرون د بی پیلوټو الو تکو د بمباری نه یواخی اجازه ورکړه بلکه د پاکستان دننه یی  ورته د هوایی میدانونو  اسانتیا وی وربرابری کړی .

  ددی په څنګ کی بلیکواټر د سی ای ای په واسطه  ددی جنګ د پاره استخدام شوی وو( چه په عراق کی  د دوی یونټونو له بی شمیره وحشت څخه کار واخست او ډیر بی ګناه خلک یی شهیدان کړل ) ،  مشرف ددی یونټونو  دری زرو کسانو ته د رسمی،  ازادو او مرموزو فعالیتونو د پرمخ وړلو د پاره اجازه او لایسنس ورکړو ،  بلیکواټر د سی ای ای سره په ګډه  د ډرون د بی پیلوته الوتکو  د پاره د هدف  د پیدا کولو  او مشخصولو لپاره  د محلی پرسونل استخدامول هم د دوی کار وو ، بلیکواټر په ګڼه ګوڼه  لکه مسجد ، بازار ، شوونځیو ، واده ، خیراته ، جنازو او نورو کی به یی د نشه توکو له معتادانو او یا له هغه بندیانو (چه د دوی په لست کی به د هغو د پاره اعدام اټکل شوی وو) د ځانوژنو  کار اخستلو چه مسلمانان به  یی پری  مړه  کړل او پړه  به یی  ( د میډیا په زور )  په طالبانو ورتپله.

سر بیره پردی ،  پاکستاتی الوتکو د طالبانو د مهمو ځایونود نښه کولو د پاره به د امریکایی الوتکو سره خوا په خوا په اهدافو کی مستقله ونډه درلودله ، د افغانستان زیات شمیر لوړ پوړی  طالبان د ملا ضعیف ( چه دغه وخت اسلام اباد کی سفیر وو ) په شمول چه شمیر یی ۶۰۰ کسانو ته رسیدو  ګوانتانامو ته یووړل د پاکستان جیلونه یی هم له طالبانو ډک کړل ، ډول ډول  شکنجی به یی ورکولی چه ډیر لوړپولی پکی شهیدان شول . مشرف د پاکستان په طالبانو پسی هم راواخستله تر دی چه د اسلام ابد په زړه کی  یو لوی اسلامی پوهنتون یی لکه د بارنی ملک په شان بمباری وکړه او د هغه پوهنتون ډیر استاذان او شاګردان یی څه شهیدان او څه بندیان کړل .

د پرویز مشرف کرکه  د اسلام او مسلمانانو سره ناڅاپی نه وه ، انګریزان  تل اوږد مهاله پلانونه جوړوی او د اوږد مهاله پلانو د پاره  هماغسی مهری  چه مغزونه یی  ورته پریمنځلی او وجدانونه یی تری ویستلی،بی ځانه او بی ایمانه وی  ، مخکی له مخکی لری  د ضرورت په وخت کی تری کار اخلی

مشرف د  ( قام ته خطاب )  په یوه وینا کی وویل ،چه  د مشرف  پلار،د اتاترک د حکومت په دوره کی ترکیه کی سفیر وو نو مشرف ډیری زده کړی هلته  تر لاسه کړی  . پرویز مشرف دا خبره ددی امله کوله چه دی هلته  د اتا ترک د  سکولریستی او غربی افکارو څخه متاثر شوی وو  زیاته یی کړه چه زه به پاکستان کی ترکی ته ورته حکومت او ټولنه جوړوم ، یعنی د اسلام نښی نښانی به ورکوم .

مونږ حیران شول ، چه پاکستان کی  خو اسلامی ګوندونه ډیر قوی دی  ،  اوبیا د پاکستان جوړیدنه د اسلام په نامه او د پاینخت نوم یی هم اسلام اباد ټاکلی او پرویز مشرف دومره لویه لاپه وکړه  چه دی به پاکستان کی اسلام له مڼخه وړی د پاکستان ډیر خلک خو د مشرف په دی خبره پوه هم  نه .

زه بیا وروسته پوه شوم  چه مشرف د امریکا د برید او یرغل له پلان له  اوله خبروو  او امریکا به  ورته ویلی وو چه ستاسی د رهبری لاندی به پاکستان کی اسلام کمزوری کړو او تاسی به هم لکه  د اتاترک  شهرت او لقب وګټی . د امریکا له یرغل وروسته  دا پته ولګیده چه پرویز مشرف د اتا ترک لاپی د امریکا په وزرو  وهلی نو مشرف ځکه دوه دوه زوره کول او د بوش په شان دی هم ډیر  مغرور وو د امریکا په سپورت یی له ډیر مغروریت څخه کار اخستلو . چه د بلوچانو یو مشر ( بخدی ) یی چه  له ده څخه یی غره ته پناه وړی وه غره کی یی په نښه  او ووژلو .

 پرویز مشرف فکر کولو چه دی به هم  د عربی پاچاهانو په شان د پاکستان دایمی پا چا جوړیږی او له ده وروسته به دده کورنی ( لکه د بو ټو د کورنی په شان ) ټول عمر پاجاهی کوی ، نو د پاکستان  قاضیان یی معزول کړل  او پرځای یی خپل ګوډاګیان قاضیان مقرر کړل او د هغو په واسطه یی د پاکستان قوانین د اسی جوړ کړل چه واک او صلاحیت د رییس جمهور سره ډیر وی  .

مګر دا چه  دانګریزانو د پلانونو هغه برخه چه ده باید لوبولی وی پای ته ورسیده  هغه د اتاترک کیدلو خوبونه یی په خواب و خیال بدل شول  ، د پاکستان ټولو ګوندونو ورپسی ملا وتړله  چه تولو کی  د پاکستان پیپل پارتی مشره بینظیر بوتو په ټاکنو کی د ګدون د پاره له لندن څخه تشریف راوړو ،   ویل کیږی چه مشرف هغه ووژله.  مشرف  فکر کولو چه د هغی په وژلو به دده مقابل کی بل څوک رقیب پاتی نه شی  ، ولی د مسلم لیک او پیپل پارتی اعتلاف  وکولی شول له مشرف  سیاسی قدرت خپل کړی مشرف چه لیری شو له ویری لندن ته وتښتید او هلته څه وخت پاتی شو او  نوی ګوند یی جوړ کړ .

اجل نیولی وو ،  یا د انګریزانو په تیروتنه ، او یا د هغه ډالرو په لرلو چه ده سره وی  فکر وکړو چه کولی شی د پاکستان د اکثریت ووتونه په دالرو رانیسی اولا به ورته انګریزانو اوامریکایانو د رښتیا  او دروغو ژمنی کړی وی پاکستان ته یی بیا سفر وکړو او د پیسو په شیندلو د نوی ګوند ( چه ډیر یی نظامیان دی ) په حمایه  ، سپورت او لاپو یی بیا د پاچاهی خوبونه لیدل چه په راتلونکو تاکنو کی به برخه واخلی .

د زرداری حکومت دده په غیاب کی په هماغه قاضیانو چه ده مخکی معزول کړی وو او زرداری هغه تول بیا په خپلو پخوانو دندو  کمارلی وو ، هغه عدالت په مشرف باندی د قانون د خلاف ورزی په جرم چه ده د خپل حکومت په دوران کی له خبل طاقت څخه  ناوړه استفاده کړی ، د توقیف امر صادر کړی وو ، چه د هغوی د قانون له مخی  مشرف  د ضمانت په ورکولو خان له توقیفه موقتی  ژغورلی وو ، خو د ضمانت د ددوری په پوره کیدو مشرف عدالت ته د ضمات د نوی کولود پاره  ورغلی وو مګر دده نوی ضمانت منظور نه  شو او د توقیف امر پری  صادر  شو ،مشرف  له توقیفه  خپلو پښو خلاص او کور ته وتښتید ، د پاکستان پولیسو کور کی لکه د غله ونیوه او د پولیسو په بس کی یی تهاڼی ته د ډیری بی عزتی سره بوت ، چه نه ورته حنرالی ، نه ورته ریس جمهوری او نه ورته د انګریزانو او امریکایانو سره قربانیو او چاپلوسیو  څه ګته وکړه او د هر یوه دریز د پاره یی بیل بیل بی عزته کړو .

د مشرف ددی بی شمیره توهینونو  او بی عزتیو چه مردار شوی وی ډیر شرف یی ورته درلود ، الله ج په هماغه ملک کی چه دی پکی ریس جمهور وو او د اتاترک  کیدلو خوبونه لیدل ، دی مقام ته د رسیدو د پاره یی څومره د امریکا او انګریزانو چاپلوسی وکړی ددی کار د تر لاسه کولو  د پاره یی  توله کورنی د امریکایانو په خدمت کی وه ، په لکونو مسلمانان یی شهیدا کړل میندی یی بوری ، کونډی او ماشومان یی یتیمان کړل ،  الله ج داسی ذلیله کړو چه د هغه ریاست او جنرالی له مقامه د مجرم مقام ته ذلیل شو ،له  همدی ذ لتونو یی لندن ته کډه وکړه هغه ډالر ،ملکیتونه او بزنسونه چه یی هلته لرل دده دلمسو او کړوسو هم کیدل ، (وایی میږی ته چه الله په قهر شی وزری وکړی نو د مرغانو خوراک شی ) دا چه دی له ذلته تشتیدلی وو الله ج ورته حرص په ککری کی واچوو په هغه شرم نه وو بیا یی د اتاترک کیدو خوبونه په مغزو کی وتخنیدل ، نوی ګوند یی جوړکړو چه د خپلی سرمایی زیاته برخه به یی د ګوندو جوړولو کی ورکړی وی څه به اوس د حکومت په کیسونو ، رشوتونو ، وکیلانو او د ځان په ساتنه لګوی .

  ټاکنو ته یی هم اجازه ورنګړه د توقیف امرورباندی  صادر شو په هماغه محکمه کی چه مشرف به یی قاضیان معزولول اوس  لکه د یو لوی مجرم په شان ولاړ وو  ، په ده باندی د زرونو مرګونو  کیسونه دی د بخدی پلوچ د وژلو ، د بینظیری د اسلام اباد د اسلامی پوهنتون اوداسی نورو او نورو يه  یوه نه په یوه کیس کی خو به خامخا مجرم او د ذولفقار علی بوټو د  برخه لیک سره به مخ  کیږی ، او بیا دا ذلت او توهین ؟؟؟؟ چه مخکی له توقیفه لندن ته تشتیدلی وو او دوهم ځل له عدالته کور ته وتښتیدلو او بیا پولیس یی له کوره لاس تړلی راوباسی او د پولیسو په لوی بس کی یی تهاڼی  ته په ډیره بی عزتی سره  بیا یی ( له دی چه په مرګ مشرف شوی وی ) ، دا خو یی لا شروع ده پاکستانیان خو د پیسوپه ټولولواورشوت کی نړیوال شهرت او مسلکیت لری ، دده کیس به اړوی را اړوی چه اول تری ټوله سرمایه خبله کړی او بیا به ورله قبر ګوری چه په کوم کیس کبی به یی اول مړ کړی .

ماته دده ددی ذلت سره د جورج بوش د عراق د بوټونو د ويشتلو وخت را په یاد شی ، بوش اولنی د نړی ظالم وحشی او فاسد انسان دی، دیر فکر کوی چه تونی بلیر به دوهم وی  خو زه وایم چه مشرف له تونی بلیر نه څه چه  په ظلم او وحشت کی له بوشه هم مخکی وو مګر د پوش ټوله قومانده په لاس کی وه نو په ظلم او وحشت کی له بوش  څوک لمړی مقام نه شی ګټلی . مګر مشرف ورپسی دیر نزدی دوهم کس دی . کله چه د عراق ستر مجاهد ، بوش  په بوټونو وویشت که څه هم بوش وکولی شول چه ځان له ویشتلو وساتی  مګر د دی پوتونو ویشتل  د تاریخی توهین له مخی   چه دده او د تولی کفری او استعماری نړی په ذلت او توهین کی وشمیرل شول د ا د یو عراقی مجاهد ویشتل نه وو دا د ټول مظلوم بشریت د حفوقو د فاع او د ماسونیزم د نړیوال مقتدر استعماری ګوند د ماتی نشانه وه ، دغه پوتونو ویشتلو دا ثابته کړه  چه دوی د نړیوال حکومت په جوړونه کی پاتی راعلل .              نصرمن الله و فتح قریب