بسم الله الرحمن الرحیم

ــــ  لمړی برخه ـــــ

( الحاج استاذ بیانزی )

          پښتو کی وایی ( چه انسان له اوسپنی کلک او له وریښمو نرم دی ) ، پر ځای متل دی یعنی انسان د فزیکی جوړښت له مخی  کمزوری ولی د عقل په لرلو تر ټولو پیاوړتیا لری. همدارنګه  الله ج فرمایی چه انسان په خسران کی دی او ددی ناروغی د تداوی د پاره ایمان او نیک عمل تجویزوی ، دا فرموده بنیادی معنی لری چه انسان د  عقل له لرلو ناوړه ګټه پورته نه کړی ،  انسان دعقل د لرلو سره  لوی دشمن چه هغه شیطان دی، هم لری. چه انسانان د شیطانی او خدایی اړخونو تر منځ کوم اړخ  په خپله خوښه غوره کوی .

 الله ج  د انسان په فطرت کی ( د شیطانی  وسوسو اچولو د پاره ) حرص وسله د ازموینی د دوام دپاره ځای په ځای کړیده . دا چه نن صبا یی ټول خلک په ظالمانو او مظلومانو ویشلی ، همد ا حرص دی  ،  ( ظالمان له افراطه او مظلومان له تفریطه کار اخلی ) .  دوی له اوله  ظالمان او مظلومان خلق شوی نه دی ، وروسته  د مادی امکانانو او وسایلو په لرلو او نه لرلو بیا دوی ظالمان او مظلومان جوړ شی  د وی د افراط او تفریط خواته مخه کړی (  د الله ج اراده په ښو او بدو دواړو کی مګر رضا یی  یواځی په ښو کارونو او بد کارونه د شیطان په خوښه رامنځته کیږی ).

 د مثال په ډول  زمونږ په ګران هیواد کی د  شاهی کورنیو د بی کفایتیو ، بی سوادیو او عیاشیو له امله کمونستی استعمار په مونږ مسلط شو ، د مادی امکاناتو او وسایلو له مخی هغوی هر څه او مونږ هیڅ نه درلودل ، مونږ له هجرته پرته بله لیار نه وه  ، زمونږ د نهایی مظلومیت شپی وی ،هجرت مو وکړو . په ډیرو کمو مادی وسایلو مو جهاد پیل کړو  ، مونږ پوهیدو چه مونږ کمزوری یو ، نو مونږ سره د الله ج مرستی وی ، زمونږ دمقاومت او شهامت اوږدوالی ددی وسیله شو چه  د لویدیزاستعمار  په مونږ حساب وکړی .

الله ج فرمایی چه کفار مو خپلو کی یو دبل دشمنان جوړ  کړی چه د دوی له دشمنیو مسلمانانو ته  ګټه ورسیږی ، د لویدیز هیوادونو د کمونستی بلاک په مقابل کی  زمونږ سره مرستی پیل کړی مګرمونږ د مادی وسیلو د زیاتوالی له امله  د لوی ازموینی لاندی راغلو . که مونږ د اسلام د سپیڅلی دین  لارښودنی او  پولی نه وی ماتی کړی نو د مادی وسایلو په زیاتوالی به  د الله ج مرستی نه بندیدی له بده مرغه د لویدیزو هیوادنو وسلواو پیسو مونږد هغو غلامان کړو،  له څڅوبی باران  ته کیناستو.  دیموکراسی مو دین او لویدیز وال مو خدای جوړ شو، ددی پرځای جه مونږ هم کمونستی او هم دیموکراسی ته ماتی ورکړو د دیموکراسی مدعیانو او پلویانو هم کمونستی او هم مسلمانانو ته ماتی ورکړه .

کله چه نړیوال استعمار په دی وتوانید چه د ماسونیزم ( فریمسنری )  نړیوال ګوند رامنځته کړی آو بیا نړیوال ګوند ددی جوګه شو چه د دیموکراسی شیطانی دین خلق او د دیموکراسی د سیوری لاندی کمونیزم ، کاپیتالیزم ، نشیلیزم ، سکولریزم او داسی نور ایزمونه  رامنځته کړی ، نو کمونیزم د        ( دیموکراسی د چتری لاندی ) د مظلومو خلکو د تیر وتلو وسله او وسیله وه چه مظلومو او غریبو خلکو ته به یی د (  کور ، کالی  ، ډوډی ) ژمنی کولی خو له تسلط وروسته به یی  له خلکو ( کور ، کالی ، ډوډی ) اخستله .

د حیرانتیا وړدا چه  ،  مونږ د کمونستانو مقابل کی جهاد کولو خو د دیموکراسی د پلویانو او مدعیانوسره ملګرتیا کوو ، ولی ؟؟؟ سیاف او نور ځواب راکوی: چه امریکا ته  د ملګرو ملتونو او یا د امنیت شوری زمونږ د وژلو او غلامولو اجازه ورکړی وه ؟؟؟؟؟ همدا زمونږ منطق دی ؟  افسوس .  د بیا جوړونی ، د امنیت او سولی د راوستنی ، د خپلواکی له لرلو د پاره د یوی مصلحی ، خپلواکه ، مخلصی او با کفایته اداری ته اړه وه  فرض کړه مونږ نه درلوده  ، د ملګرو ملتونو ( د امنیت شوری په مشری) زمونږ ددی خالیکاه د ډکولو د پاره  بلواکه ، بی کفایته ، مفسده او بی سواده اداره  په مونږ په زور تحمیله کړه ( چه زمونږ  مشکل لیری شی که لا زیات شی ) ؟؟؟  زمونږ جهادی رهبران د هماغه کمونستانو سره چه پرون یی زمونږ ورونه پری وژل  چه دوی ملحدین دی خو نن په ګډه د پرونی  کمونستی او د نننی دیموکراسی د خدایانو د سیوری او رهبری  لاندی  د هغو په جنتونو کی هر ډول عیاشیو او فحاشیو ته دسترسی لری که داسی نه ده ؟  اوس یی شرعی قانون او که د دیموکراسی او کمونستی د قانون لاندی ټولی چاری تر سره کیږی؟؟؟  خوسره ددی هم دوی حق لری چه دمجاهدینو پښی او لاسونه قطع او د ښار په دروازو کی یی وځړوی ؟؟؟  د هیواد په شارونوکی کومه بد اخلاقی شتون نه لری ؟  ایا  خلکو ته کور ، کالی ، ډودی ورسیده  او یا لږ تر لږه په خیټه ماړه شول ؟؟؟ ، ایا د خلکو مال،  ځان اوناموس د همدغه خدایانو له وحشت څخه په امن کی دی ؟؟؟  او که یواځی دوی په امن کی دی چه  لس او شل کانکریتی دیوالونه یی  شاوخوا او هر کس ته لس او شل پیری کوی چه د ملت او د الله ج له څپیړو  یی بچ ګړی؟؟  خو ددی سره د ربانی په شان د خپلو اعمالو سزا ګوری .

د کمونستی فلسفه د دیموکراسی د شیطانی دین  زیږنده ،  دواړه  د اسلام د مقدس د ین په مقابل کی رامنځته شوی ، په کفر او الحاد کی یی توپیر دادی چه  کمونستی کی له اوله ملحد جوړیږی  او بیا د کمونستی غوا غولانځ روی،  مګر په دیموکراسی کی  اول د دیموکراسی غوا  د غولانځی رودل پیل کیږی ،په شدو کی داسی نشه توکی وی چه په خپله خوښه او خپله غوښتنه ملحد شی  او خبر هم نه وی چه دی ملحد دی .  ترکی  او ملګرو به یی  جبری د کفر او الحاد اظهار او اقرار  اول کولو بیا به یی د کمونستی نور ارکان عملی کول خو کرزی ، سیاف ، ربانی اونور د الحاد پرځای امریکایی اسلام خلکو ته تبلیغوی د امریکایی اسلام د پاره د دعوت او ارشاد پو هنتونونه او تلویزونونه لری خرڅ یی هم استعمار ورکوی  د فاسدی لاسپوڅی اداره  د ږیرو ، چپنو ، پګړیو او پکولونو سره د عیدګاه  په لوی مسجد کی د امریکایانو د امنیت لاندی د الله ج پرځای اوباما ته سجده کوی  ، هماغه ایتونه او حدیثونه چه پخوا به یی  د کمونستانو په مقابل کی په دیر شد او مد  او په ډیرو چیغو او منافقانه ژړاګانو کی ویل اوس یی  د رښتینو مجاهدینو په مقابل کی په هماغه مد او شد او یا تر هغیی زیات په شعارونو کی  کاروی او وایی چه د مجاهدینو لاس او پښی قطع او د شار په دروازو کی یی  وځړوی چه دوی باغیان دی ، چه خلک درس واخلی چه نور څوک د دیموکراسی دین په مقابل کی قیام ونه کړی  له دی وروسته دیموکراسی مودین او استعمار مو خدای دی ( نعوذو باالله )  .

افراط  ، له حده زیاتوالی او یا په بل عبارت دهشت ګری ته وایی  افراط کی چه څومره زیاتوالی کیږی په هماغه اندازه له ظالم څخه ظالمتر، تروریست او  دهشت ګر جوړ شی دهشت ګری د مادی وسیلو ، پیسو او وسلو د کمیت او کیفیت له مخی  توپیر لری مثلا امریکان ددغه وسیلو د کمیت او کیفیت له مخی  د روسانو پر تله څومره زیات  تروریست ، ظالمان او دهشتګر دی .  افراط په کفارو کی عمومیت لری خو په ځینو مسلمانانو کی  هم شته  مګر کچه یی له کفارو ښکته ده . په خبرو کولو ،ډوډی خوړلو او د ژوند په ټولو معامالاتو ، خوځښتونو او سکناتو کی افراط  شتون لری .  افراط کله مباح  ، کاله خطا ، کله ګناه  او بیا د ظلم ، وحشت او الحاد تر کچی رسیږی ، د کفر یوه معنی د حق پټولو ،  تیری کولو او دهشت ته وایی یعنی کفر په خپله دهشت او افراط  دی .

دهشت د حرص زیږنده یا داسی ووایو چه حرص د ټولو فسادونو مور او د  شیطان د پاره د انسانانو په مقابل کی د وسوسی اچونی، قوی وسله ده   ،  د حق پټولو ، کبر، برتریو او منفی ویاړنو په واسطه رامخی ته  کیږی ( نشنلیزم او هر ایزم  افراط او د هشت ګری ده ) حرص د هر انسان په فطرت کی شته مسلمانان هم د حرص او دهشت څخه بی برخی نه دی د حرص له منځه وړلو نسخه او معالجه د خلافت مقام دی  خلافت کی مالکیت او شریعت د الله ج په واک او یواځی د هغه حق دی.  دا چه څومره ددی فارمول په پيروی او لارښودنه خلک عمل کوی د انسانانو تر منځ سوله او هوساینه رامنځته کیږی ، مګر برخلاف  څومره چه  ددغه فارمول خلاف ورزی کیږی په نړی که هر ډول فسادونه او وینی تویدل رامڼخته کیږی ( کوم چه ملایکو یی پیش بینی کړی وه ) ، حرص ، استثمار ، دهشت او افراط زیاتوالی کوی ،  چه د مادی وسایلو په کمیت او کیفیت یی کچه ښکته او پورته کیږی.

 فکر کوم دا موضع ډیره مهمه او ډیر بحث ته اړه لری ، په یوه لیکنه کی به مناسبه او کافی نه وی چه په ډيرو برخو یی رڼا واچول شی  ، د افراط  او تفریط  په هکله به انشالله   په راتلونکو لیکنو کی بحث وشی.    ومن الله التوفیق

                                               ــــ لمړی برخه ــــ