بسمل

nakhtar

ګلاب رنګ جانان ویده زه ورته ناست یم

سر یې زما په زنګانــــــــــه زه ورته ناست یم

په خواږه خوب اړخ په اړخ واوړي راواوړي

لږ را پورته کړي باڼــــــــــــــه زه ورته ناست یم

خوشبويي یې دبــــدن له مانه تاو ده

ورته غورځي مې دازړه زه ورته ناست یم

دښایسته مخ پلوشویې ملک نیولی

لکه لمر په لمرخاته زه ورته ناست یم

تورې سترګې یې له ځایه ښایسته دي

پکې نه ښکاري رانجه زه ورته ناست یم

په اړخ واوښت لب یې وروپه خوله کې راکړ

نی شکر څه دي لا څــــــــــــــه زه ورته ناست یم

دکورسي ایت مې څـــوځلې پرې ووېل

وخت نږدې دی دلمانځه زه ورته ناست یم

که لمانځه ته ځم ګران ښوري راویښیږي

زړه مې نه ځي له خواږه زه ورته ناست یم

بس همدلته یې په سپین مخ سجدې ږدمه

نور نو وکړم خدایــــــه څه زه ورته ناست یم

ای دزړو مالکـــه ته خو ښه خبر یې

چې تر تا دروستم ده زه ورته ناست یم

ښکولوم په بسم الله دجانان شونډې

زه بســـمل په اوداسه زه ورته ناســـت یم

ګلاب رنګ جانان ویده زه ورته ناست یم

سر یې زما په زنګانــــــــــه زه ورته ناست یم

Door Guest