ډاکتر عبدالجمیل الکوزی

راځی چی دتلی پر تول یی وتلو چی آیا پاکستان دشهید ډاکټر نجیب په وخت کی ډیر مالی، نظامی او ساسی امکانات درلودل او که اوس یی لری؟ همدارنګه دابه هم وتلو چی افغانستان دډاکټر نجیب په وخت کی ډیر نظامی، مالی او سیاسی قوت او همدارنګه پشتوانه درلوده او که اوس یی لری؟

دی دواړو سوالونو ته به لیونی او ړوند هم داسی ځواب ورکړی چی:

په هغه وخت کی پاکستان پياوړی اقتصاد نه درلوده، بلکه افغان مهاجرو ته به دنړیوالو لخوا چی کوم کومکونه راتلل هغه یی هم ځانته غلاکول چی ګوندی اقتصاد یی پیاوړی شی. لکه غنم، پیسی، اسلحی… اوداسی نور. هو، دا می په یاد دی کله چی ځوان ووم په پاکستان کی پولیسو یواځی یو لرګی درلوده او دپولیسو مشر یو پنځه ډزی ټوپک درلوده او اردو یی هم همداراز وه. ولی په څو کلونو کی د بډه بیری پولیسو هم ښکلی روسی او چینایی کلاشنکوف ترلاسه کړل، دا ټول دافغان مجاهدینو اسلحی وی. اقتصاد یی دڅو کلونو په موده کی ډیر پياوړی شو. ولی دبل اړخه یی ځینی کومکونه افغان قومندانانو ته هم ورکول، دا خو مونږ ته وروسته جوته شوه چی همدغه قومندانان خو دهمغی ورځی راهیسی دپاکستان ګوډاګیان وو او نن صبا بهترین کورونه او تجارت لری. ځینی یی تر اوسه هم په پاکستان کی لوړی پانګونه لری او بی له کوم ډار او ویری دپولیسو څخه آزاد ګرځی او دلاهور او نو ښار په مارکیټونه کی کاروبار لری. په هغو ګوډاګیانو به نه غږیږم چی او په دبی او نړیوال مارکیټونو کی کاروبار لری.

رابه شو دشهید ډاکټر نجیب خواته: په هغه وخت کی دډاکټر نجیب داسی اردو وه چی په سیمه کی یی ساری نه لیدل کیده، اردو تعداد یو میلیون ته رسیدلی وو، او دوی په جنګ کی روزل شوی عساکر وو چی ډیر لوړ جنګی مورال یی درلوده. ددی سره پخواکی دهغه وخت افغان اردو په دماغونو او ذهنونو کی دا انګیزه ډیره قوی وه چی خپل وطن مور عزت او غیرت ده او دخپلی مورڅخه په هرحالت کی باید دفاع وکړم. دډاکټر نجیب اردو سره دا انګیزه نه وه چی دخپل موټر په بوشکه کی تیل غلاکړی، دقاغوش کمبله غلاکړی. دا انګیزه ورسره نه وه چی یوه موټر راونیسی او بیرته یی خارجی کمپنی ته په کرایه ورکړه. دا انګیزه ورسره نه وه چی قیمتی عطر او سپری ووهی او ښه غوړه ډوډی خپل قومندا ته برابره کړی چی ویسکی او شراب هم پکی وی ترڅو لدی لار څخه دملی دفاع یوه داسی پوسټ ته لار پیدا کړی ترڅو ونډ پکی زیات ووهی. دډاکټر نجیب اردو سره دا فکر او خیال نه وو ترڅو عسکر موټر دځانه سره واخلی او خپله ښځه او ماشومان پکی سپاره کړی ترڅو دخپلو دوستان دواده محفل یی پکی بوځی او یا دواده دهوټل مخته خلکو ته ځان ښکاره کړی.

دډاکټر نجیب داردو یواځینی فکر اوخیال پخپل فوځی تقدس او وظیفه کی وو اوبس. داسی اردو وه چی غوره روسی سلاح یی درلودله چی هیڅ درد او مرګ یی نه درلوده، په خټو، اوبو، یخ او باران کی یی کار کاوه. داسی سلاح یی نه درلوده چی دیوڅو فیرونو څخه وروسته بنده شی. یا داسی سلاح یی نه درلوده چی له پلاسټیک څخه جوړه شوی وی. داسی اردو وه چی له ډبرو څخه جوړ شوی قاغوش کی اوسیدل، داردو په خړه کمبله کی څملاستل، په یخو اوبو یی غسل کاوه. داسی اردو نه وه چی دلرګیو څخه جوړشوی قاغوش کی ویده شی، په کوریایی سرو او شنو کمبلو کی ویده شی، په ګرمو اوبو غسل وکړی…..

دهغه وخت په اردو پسی ډیر پياوړی اقتصاد وو کوم چی دګاونډی سوپر پاور روس لخوا حمایه کیده. موټرو لپاره یی دتیلو پايپ راتیر کړی. خوراکی مواد پریمانه وو، دعساکرو کورنیو ته هم کوپون ورکول کیده ….

په هغه وخت کی فینانس، فورمونه، ډیټابیس او اکونټ نه وو. ځکه چی دهیچا سره دغلا فکر او خیال نه وو او هرچا دخپل ضرورت سره سم کار کاوه.

نو نو نو… که په هغه وخت کی ډاکټر نجیب غوښتی وای چی دډیورنډ کرښه ترلاسه کړی او پاکستان وځپی نو نه یی شو کولای؟ بلکل کولای یی شو، ځکه چی ډاکټر نجیب هاخواته دهندوستان سره هم ډیر قوی اړیکی درلودلی، اوافغان استخباراتو په پښتونستان کی میشت پښتنو سره هم کلکی اړیکی درلودلی لکه ولی خان او په کوټه کی محمود خان سره ډیر دورورولی اړیکی یی جوړی کړی وی، او حتی هغوی دی ته حاضر شوی وو ترڅو پښتونستان له پاکستان څخه جلا کړی.

نو دلته پاکستان څه وکړل!!!!!!! خپل ځان یی بلکل په خطر کی ولیده، ځکه یی په پاکستان کی دمهاجرو په نوم میشت افغانان یی دځان په ګټه وکارول ترڅو دډاکټر نجیب الله اردو او دهغه زور له منځه یوسی. جهاد خو ترهغه وخته وو ترڅو چی روسان په هیواد کی وو. ولی که په حقیقت سترګی پټی نکړو او ځانونه ړانده نکړو نو دډاکټر نجیب الله په وخت کی جهان نه وو، بلکه روان جنګ دخپل هیواد بربادول وو. ولی هغه مهاجر افغانان وو چی په سترګو ړانده او په غوږو کاڼه وو چی حتی کله چی جنرال ضیا الحق مړ شو نو دافغان مهاجرو په کمپونوکی دغیاب جنازی ورپسی وشوی او حتی افغانانو یی فاتحه واخستله، پدی نوم چی دافغانستان دجهاد مشر جنرال ضیاالحق شهید شو. او داجنازی او فاتحی هم دهمغو افغان قومندانانو په اشاره ترسره شوی کوم چی نن په دبی او لاهور کی تجارتونه لری او نن پدی دولت کی زما اوستا دسر سودا اوس هم کوی.

آیا جنرال ضیا هغه دآی اس آی جنرال نه وو چی دجهاد په پيل کی یی اوه افغان لیډرانو ته دفعالیت امر ورکړی ترڅو په آینده کی یو دبل سره وجنګیږی او کابل برباد کړی؟

اوس نو چی پلاستیکی اسلحی لرو، روسی سلاګانی مو د ډی ډی آر پنوم ټولی تخریب او اره کړی چی زه یی هم شاهد یم. دلرګیو څخه جوړ شوی قاغوشونه لرو، اردو مو عطرونه وهی، په عسکری رنجرو کی ودونو ته دخپلی مایندینی سره ځی، یواځی دښه کور او کرولا په فکر کی وی. ایا کولای شو ډیورنډ ترلاسه کړو؟ آیا دډاکټر نجیب په وخت کی مو لویه تیروتنه ونکړه؟

تاسو پدی اړه څه وایاست؟ که په پاکستان کی میشت افغانانو په هماغه وخت کی ډاکټر نجیب الله لاس ورکړای وای نو هغه به نور هم نه وو پیاوړی شوی؟ ایا کابل به په کنډواله بدل شوی وو، په زرګونه خلک به شهیدان شوی وو. په هماغه وخت کی مو دا خرڅ شوی او دپاکستان د آی اس آی قومندانان دډاکټر نجیب الله داستخباراتو یا خاد پواسطه یو یو په پاکستان کی وژلی وای نو طالبان به راغلی وو او نن به مو داحال وو او که بل حال؟