بسم الله الرحمن الرحیم

( الحاج استاذ بیانزی )

مونږ به اوریدل چه د پاکستان غلام حکومت زمونږ په ختیزو ولایتونو لکه په  کنړونو  اود  جلال اباد په سرحدی سیمو بی هدفه  او بی مورده توغندی  وروی ، چه له امله یی ډیر ګسان  زخمیان او  ځینی  له خپلو کورونو  بی کوره شوی دی  . هر چا به هر څه ویل چه ددی توغندیو د ورولو مقصد څه دی ، اشغلګراو د کابل لاسپوڅی به چوپ  پاتی وو ،او کله به یی سرسری یاده کړه . دا چه زمونږ د هر څه واک د اشغلګرو په لاس کی وو  زمونږ خلک تر اخری کچی بی هیلی وو  ځانونه بی یی له توغندیو ساتل . ځینو بیا له دی چوپوالی دا احساسوله  چه هر څه د اشغلګرو په مشوره او دستور تر سره کیږی او دا سمه هم وه .

د پاکستان دا  یرغلونه په بی پلاره  وطن د ګوشتی تر یرغله دوام درلودل په راتلونکی کی به هم ( د کمیت او کییفیت په توپیر ) دوام لری ، افغانستان د ټولی نړی د استعماری هیوادونو د پاره  د نظامی تجربو ، د هر ډول وسلو، بمونو او د ډرون الوتکو د بمباریو  مرکز او لابر اتوار  ټاکل شوی پاکستان خو تر بل هر چا ځان په حقه ګڼي ،  ډیره سرمایه ګذاری یی کړی او د هر ډول  لاسوهنو  او جنګونو زمینه ورته مساعده ده  .

یوه اونی مخکی د قدیر زوی دا خبره  په خپلو خبرو کی څو ځلی یاده کړه چه  د ګوشتی ولسوال د  شیرزی په ګډون دګوشتی د ولسوالی څه برخه په پاکستان خرڅه کړی دا چه  د قدیر زوی د فاسدی اداری د لوړپوړو او رازدارو یا د ملی مافیه د غړوڅخه  دی  خو کله بیا د اقتصادی رقابتونو له مخی ټکر کوی .  همدارنګه څو ورځی مخکی د جان کیری په مشری بروکسل کی د کرزی او کیانی تر منځ خبری وشوی ، له خبرو وروسته دا هم وویل شول چه خبری ډیری موثری او مثمری وی . پکار خو دا وو چه د فوځی پر ځای سیاسینو ګډون کړی وی ، ماته پوښتنه رامخی ته شوه چه ددی مجلس د کاسی لاندی ضرور نیمکاسه ده .

وروسته  د پاکستان د نظامی پوستو خبره نوره هم ګرمه  او ددی سبب شوه چه غلامانو یو پربل یرغل وکړو ،(په داسی حال کی چه دوه ورځی مخکی  ددوی اړیکی بروکسل کی  موثری او مثمری وی ) . د اوس وخت سیاستونه دومره ساده  چه ماشومان یی هم احساسولی شی چه د ګوشتی جنګ د بروکسل د موافقوپلان او ثمره وه .

ددی جنک کولو هدف او علت څه وو ؟

ځینی پلان یو مګر ځینی بیا څو هدفونه لری  ، ځینی په نزدی او ځینی بیا په لیری وخت کی په کار اچول کیږی . دا موافقه بیا  د لوی بادار ( امریکا ) او دوه( مشر او کشر) غلامانو تر منځ وه ، ددی جنګ له ځینوهدفونو به غلامانو ته ویل شوی مګر له ټولو غلامان نه خبریږی .

د ګوشتی د جنګ کولو اولنی او علنی هدف  دواړو غلامانو ( پاکستان او افغانستان ) د پاره   د کابل د غلامی اردو نظامی ازموینه او نظامی تمرین وو اول دا معلومه شی چه   اجیره اردو  یا پولیس د قدرت اخستلو  جوګه شوی دی که نه ؟  او په عین حال کی  دا جنګ د دوی د مورال د اوچتولو د پاره یوه وسیله شی ، او د هغه باور ایجادول ، چه  د غلامی اردو نوم  ملی اردو وپیژندل شی ، په عین حال کی د پاکستان د یرغلونو ویره خلکو ته ګواښ او اړتیا وښودل شی یعنی افغانان په دی باور پیدا کړی  چه که افغانی اردو او دا لاسپوڅی اداره نه وی نو مونږ به د پاکستان د نظامی جنګ په مقابل کی څرنګه مقابله وکړو.

د ګوشتی د جنګ دا هدف د  دواړو غلامو حکومتونو ملکی او نظامی لوړپوړو  ته معلوم وو ، کرزی ته خو د ګوشتی د جنګ دا هدف ډیر حیاتی او مهمرول درلود   اودا  به د کرزی وړاندیز هم وو مګر د  پاکستان اړخ ته یی دومره ګته نه بلکه  دا چه ځانته ماته ورکړی، خپل مورال د ا فغانانو په مقابل کی راټیټ کړی، دومره تاوان چه دروازی جوړی او بیا ورانی کړی ، د بل په خاوره کی د پوستو جوړول لویه خلاف ورزی او غلا شمیرل کیږی او بیا په شا کیدل یی لوی تاریځی شرم ،  فکر کوم  چه پاکستان د ډالرو په مقابل د خپل ناموس نه هم تیر  او تیار دی شاید  څو میلونه  ډالری یی څه د پاکستان حکومت او څه یی هم  کیانی ته په دسترخوان کی ورکړی وی .

د  ګوشتی د حملی سره سم ، د اشغالګرو میدیا چه افغانانو  پکی کار کوو د ګوشتی  جنګ یی ډیر  احساساتی او د  ویاړنو وړ وښود (چه مونږ افغانانو پاکستانیانو ته ماتی ورکړه ) ، په داسی حال کی چه پاکستانیان د دستور له مخی په شا شوی وو ، نو تلفات له کومه شی؟ مګر دا که د هوا مرغی لګیدلی وی د جنګ ساحه یی هم غرنی او داسی ځای ټاکلی چه هلته کلی او کورونه نه وو ،  مخکی له مخکی ددی جنګ سروی شوی وه . مګر بیچاره قاسم جان د شا له خواسهوا او یا قصدا ( چه دا جنګ خلکو ته ډرامه ښکاره نه شی ) ووژل شو . د شیهد قاسم جان په مړینه یی د جنګ اصلیت خلکو ته په ډاګه کړو .  د پاکستان له خوا د ۷ مړو دعوه کیدله خو وروسته ځکه غلی شوه چه  پاکستان د کوم تلفاتو خبر نه وو خپور کړی ، نو که دوی یادولی دروغ او  د جنګ ډرامه توب رامنځته کیدلو .

مونږهڅی وکړی چه حقایق په ډاګه او ددی زرګری جنګ اصلی څیره او  ماهیت خلکو ته په ګوته کړو  ، مګر د میدیا پلورل شوو افغانانو سره په داسی وخت کی څوک استدلال ویلی شی  په داسی وخت کی له هر ډول توهین ، کنځلو او له ویری اچولو هم  کار اخلی  .

د ګوشتی جنګ یوه سیاسی مانوره او استعماری دسیسه وه ، او د کومو هدفونو  د پاره چه دا دسیسه پلان شوی وه تاسی ته مو په ډاګه کړل په کومو چه د افغانستان او پاکستان غلام حکومتونه هم اګاهی درلوده  ، اوس به د نړیوال استعمار د پاره  ددی جنګ د مرموزو  راتلونکوهدفونو په هکله احتمالی څیړنی افغانانو ته په ګوته کړم :

لمړی : نړیوال استعمار غواړی چه د خلکو پام له اصلی او لوی یرغلګرو څخه نسبی کوچنی یرغلګرو او دشمنانو ته واړوی چه زمونږ ګاونډیا ن دی  .

دوهم : د خپلو مظالمو او وحشتونو په  ګڼدګی  پرده واچوی ، یرغلګر دوستان وشمیرل شی یعنی که دوی نه وی او دوی راته اوسنی اداره په پښو نه وی درولی او یا دوی راته اوسنی اردو او پولیس روزلی ، تمویل کړی او مجهز کړی نه وی نو مونږ به د ګاونډیانو د حملو مقابل کی څه کول .

دریم : که مونږ د  دوی له وتلو وروسته د داخلی جنګونو سره  ( د دوی له لاسه ) مخامخ کیږو نو زمونږ د خلکو د مهاجرت د پاره به د ګاونډی ملکونو دروازی زمونږ په مظلوم اولس وتړل شی ، نو په هغه وخت کی  به یا مرګ قبلوو او لا به د جنګ سالارانو غلامی  او د ذلت ژوند .

څلورم  : که  له یرغلګرو وروسته  اوسنی فاسده  اداره  بیا هم په قدرت کی پاتی شی ، نو خلک به تری د تیښتی وسه او هڅه نه شی کولی نو جبرا به د فاسدی اداری په څنګ کی د غلامی بی ننګه ژوند تیروی چه دا به د اشغلګرو د بریالیتوب یوه نښه وی .

پنځم : دا چه افغانان ډیر سرکشه اومجاهد  خلک دی ، د غلامی څنځیرونه غاړو کی نه پریدی ، نو که د  اشغلګرو له تیښتی وروسته  اوسنی اداره  نسکوریږی  نو پاکستان به د اشغلګرو د پاره  بل بډیل وی چه د پاکستان غلامان یی کړی  نو د دواړو هیوادونو  تر منځ یی د دشمنیو د بنیسټ ډیره کیښودله.

شپږم : دا چه د انګریزانو هدف  د اسلامی نظام مخنیوی دی  پاکستان کی هم  د اسلامی نظام د پیاده کولو ډیری هیلی دی ، انګریزان غواړی چه په  دی سیمه کی د جهاد جذبه په قومی تعصباتو بدله او د قومونو په اساس نوی جغرافیا او نوی سرحدونه رامنځته کړی ، نودا به د افغانستان او پاکستان د تجزیی د پاره یوه مقدمه وی .

اووم : له دی قومی  بی امنیو به  نړیوالو او  د سیمی خلکوته  د خارجی قواوو شتون په دی سیمه کی جدی اړتیا ښکاره شی ،نو مونږ به ورته ننواتی کوو چه نظامی بیسونه ولری او  د بیسونو شتون د پاره به لکه جاپان  خرڅه هم ورکوو او دهغی خرڅی د پاره به زمونږ طبیعی زیرمی او معدنیات د دوی په واک کی وی  او زمونږ خاوره به د نشه توکو دلاسته راوړلو دپاره  هم کاروی .

اتم : اشغلګرو ته به زمونږ د ځوانانو او ټولنی د هر ډول بد اخلاقیو، نشه توکو روږدلو ، ګډوډیو ، د ټولنیز جوړشت ورانولو زمینه برابره شی .

نهم : اوس یی د دیموکراسی نظام د پیاده کولو  د پاره څو لکه نظامی قطعات راوستی او څومره مالی او جانی تلفاتو سره مخ دی ، خو هغه وخت به  خلک په خپله د دیموکراسی نظام په پیاده کولو کی هلی ځلی کوی لکه نن صبا چه نشنلستان ، کمونستان او سکولریستان په  دیموکراسی سر ورکوی او دین یی ګڼی  .

لسم : که په دی سیمه کی اسلامی مقاومت ماتیږی نودا به د دوی  د پاره د  نړیوال حکومت د  تاسیسولو  او د خدایی دعوی کولو وخت او زیری  وی.

یوولسم : د ډیورند د لیکی دواړه خوا پشتانه او د دواړو هیوادونو مسلمانان به  یوله بله ددی پرځای چه د پشتنوالی  او اسلامی ورورولی ولری  یو د بله سره به  دشمنی کوی ( وویشه حکومت وکړه ).

 ومن الله التوفیق