جمیل الکوزی

داپسرلی اوس بیګانه غوندی شول

یا زه زوړ شوی یم بی تابه یمه

 

په ګودرو کی به کیسی زما دښکلا کیدلی

اوس رټل شوی دښایست له هر کتابه یمه

 

چی کله ځوان ووم پسرلی می سرو لمبو سوزول

اوس تش آدم یم بی درخی او بی ربابه یمه

 

زه رالوی شوی په بارودو او چاودنو کی یم

لکه یتیم په ژړه پوخ له هره بابه یمه

 

داپسرلی به زما دزړه ګلونه څه زرغون کړی

چی راوتلی دخزان له پيچ او تابه یمه

 

تیر جنتی خویونه خاورو سره خاوری شوله

هرڅوک دعوا کړی چی راغلی له  کولابه  یمه

 

پټ پټ ګرځیږم چاته حال دزړه ویلی نشم

لکه غلام چی تښتیدلی له اربابه یمه

جمیل الکوزی