بسم الله الرحمن الرحيم

 عبدالسلامضعيف

ZAEEF

خودګوښتې په سېمه کې د افغانستان او پاکستان جګړه هغه څه ده چې پاکستان يې له ډيره وخته هڅې کولي

زه د پاکستان له خوا د افغانستا ن په ځيني خاورې د لاندې کولو او د ډيورنډ ليکې ديخوا ته د پاکستاني پوځيانو تاڼي او پوستي جوړيدل يوه لويه دسيسه ګڼم، او دپاکستان دغه ډول تګلاره د افغان ولس له پاره د منلو وړ نه ده

پاکستان به هڅه کوې چي په دغه ډو ل کړنو سره د نړيوالو او ملګرو ملتونو پام ودغه حساسي نکتي ته واړوي، او له دغه ډول کړنو څخه په داسي حالت کې چي افغانستان کې دننه د يو بې ساري کمزوري دولت شاهدان يو، پاکستان هڅه کوي چي دحکومت له کمزورتيا، او دحکومت څخه د ولس د نه ملاتړ له تشي د ځان په ګټه استفاده وکړي، د ډيورنډ په اړه افغان ولس ته د نه منلو او ناسمه تګلاره خپله کړي

زما په آند دپاکستان له خوا په کونړ او سرحدي سيمو د راکټي بريدونو، او په وروستيو وختونو کې د ننګرهار ولايت د ګوښتي ولسوالي په سرحدي سيمه کې د افغانستان لورته د پوستو او دروازي جوړول ټول هغه څه دي چې د پاکستان سياسي مشران، او ممکن چي په دي کې به د ځينو نړيوالو استخباراتي کړيو لاسون همدارنګه دځينوداخلي واکمنولاسونه هم دخيل وي، ترڅو په دغسي کړنو سره په سرحدي سيمو کې جنجالونه او مشکلات راپيداکړي، وخت ناوخت جنګ جګړه ؤشي، ولسونه ياپه تنګ سي اودهغه چاننګه وکړي چې دولس دملاتړڅخه برخمن نه دي ددې مثال به داسي وي چې څوک غله ته وايي غلاکوه اوکوربه ته وايي بيداره اوسه.

ددې دسسي په اخرکې امکان لري چې دخيل اړخونه دواړه اويا يواړخ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړي، چي د ډيورنډ ليکې په اړه چې ډيره حساسه ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ مداخله وکړي، او دغه ستونزه د ملګرو ملتونو له خوا حل کړای سي.

که څه هم ډير پخوا او داډول په نږدې تيرو وختونو کې امريکا او بريتانيا د ډيورنډ لاين په اړه د پاکستان په ګټه څرګندوني کړي دي، بل خوا ملګري ملتونه هم د امريکا او بريتانيا تر تاثير لاندي دي ،اودوی فعلادافغان په حاکميت پوره واکمن دي، که چيرته افغان حکومت ديته زمينه برابره کړي او يا له پاکستان سره هوکړه وکړي چي ملګري ملتونه په دي مسئله کې دخالت وکړي او يا پريکړه وکړي، بې له شکه چي د ملګرو ملتونو هر ډول پريکړه به د افغان ولس په زيان وي.

زه د يوه افغان په حيث وايم چې پاکستان بايد له دا ډول مداخلو څخه لاس واخلي، او د اوسني کمزوري افغان حکومت له ضعف څخه ناسمه ګټه پورته نه کړي، تر څو زموږ پر خاوره باندي په ناځوان مردانه ډول خيټه واچوي، د ډيورنډ مسئله ددو هيوادونه مسئله نه ده، دا دواړو هيوادونو د ولسونو حق دی او د دواړو هيوادونو په ولسونو پوري اړه لري، دغه مسئله بايد چي افغان ولس چې دډيورنډ دواړوغاړوته پروت دی په خپلو منځونو کې هغه وخت حل کړي، کله چې افغانستان يو مستحکم، قوي او د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ولاړ حکومت ولري.

پاکستان بايد چې افغانان تر خوږ ګوتي ونه نيسي، په افغانستان کې د ناټو له يرغل او ناامني څخه ناروا ګټه پورته نه کړي، او د افغانستان په دغسي بحراني حالت کې بايد چی د ډيورنډ مسئله يوې خواته کړل سي، او ددي مسئلي په اړه خبره او د افغانستان د خاوري لاندي کول ونه کړي

له ډيرې مودې راهيسي دالړۍ روانه ده چي د ډيورنډ په اړه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ ستونز ي او شخړي را پيداسوي دي، کله چې د ذوالفقارعلي بهټو په وخت کې د افغانستان او پاکستان اړيکې د سرحدي سيمو د جنجال پر سر اوج ته رسيدلي وې، هغه وخت د پاکستان او هند جګړه ونښته، په دغسي حساس وخت کې د وخت افغان حکومت کولای سول چي د ډيورنډ لاين ټولي سرحدي سيمي په ډيره اساني سره تر خپل کنټرول لاندي راولي، ځکه دپاکستان پوځ له هند سره په سرحد د جګړي له پاره تللی وه، خو د وخت افغان حکومت د پاکستان د بد حالت څخه ناسمه استفاده ونه کړه، او برعکس د پاکستان تر څنګ ودريدی.

موږ له پاکستان څخه هم ورته عمل غواړو چي په دغسي حالت کې چي افغانستان يو فاسد، ناوړه او کمزوري حکومت لري، ناټوچی په سرکې يې امريکا ده يرغل کړی، په هيواد کې له دريو لسيزو زيات وخت کيږي جګړه روانه ده، افغانان له هرپلوه کمزوري او په بد حالت کې دې، په دغسي حالت کې پاکستان ته نه ښائي چی د افغانستان خاوره کې پوستي جوړي کړي او لاندي يې کړي.

په اخر کې وايم چې که بيا هم پاکستان د افغان خاوري لاندي کولو او ډيورنډ مسئلي راپورته کولو ناسمي تګلاري ته ادامه ورکوي، نو افغان ولس غيور او پر خپله خاوره مين ولس دي، په هيڅ ډول به د پاکستان دغه ډول تجاوز ونه مني

څوکلونه وړاندي دافغانستان داسلامي امارت د حکومت پر مهال هم پاکستان د افغانستان د خاوري دځينوبرخود نيولو او لاندي کولو هڅي وکړي، په ميرام شاه کې، د هلمند سره پر پوله چاغي او چکول په سيمه کې دا ډول د ننګرهار د لعل پوري په سيمه کې يې خپل پوځيان افغان خاوري ته ننويستل.

د افغانانو له خوا داسي ځواب ورکول سو چې بيا يې هيڅکله هم دغه ډول تيروتنه ونه کړه، او د لعل پوري په سيمه کې خو اوس هم هغه پوسته چې د پاکستاني پوځ څخه ونيول سوه د مولوي عبدالکبير په نوم ياديږي.

زه په افغان ولس ژغ کوم چی په ملي مسايلواوو د خاوري د تماميت اود خپلواکي په مسئلو کې خپل منځي اختلافات يو لورته کړي او په ګډه د پاکستان حکومت ورسره په دسيسه کې دنورودخيلواړخونو دغه ډول ناروا عملونه چې په سيمه دملتونه په ځانګړي توګه دډيورنډ دواړو خواوو ملتونوته دځوراوبدمرغی سبب کيږي وغندي،داسي پلاني دسيسوته ويښ اوبيداره اوسي او په مقابل کې يې لاسونه سره يو کړي.

د خپلواک او ازاد افغانستان د ليدو په هيله

عبدالسلام (ضعيف)

خوشال خان مينه کابل

نيټه: ۱۵ غويي ۳۱۹۲