ایران ته ځم

اسلام علیکم وروڼو او خویندو:

ما غوښتل چی د نوموړی مقالی عنوان زوړ نصاب او زاړه خره او یا هم  د کابل پوهنتونونه او د استاذی شرایط کیدم خو بیا می ذهن کی پورتنی عنوان را وګرځیده په هر صورت:

۱۳۹۰کال وه چی زه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی څخه د ۷۲ مضامینو په ویلو سره می ۸۶٪ فیصدی هم واخستله او په کدر کی تری فارغ شوم. غوښتل می چی د خپل بی چاره، بی وزله، بی وسه او د علم د تږو وطنوالو لپاره  یو څه نور علم هم ترلاسه کړم نو په همدی خاطر د ډیرو مڼدو ترړو له وجهی څخه می څه باندی یوه میاشت کی په خپلو شخصی پیسو د ماسټری پروګرام برابر کړ. دا چی ما د ننګرهار پوهنتون د زده کړو سره خارجی مطالعه هم درلوده یعنی پدی مسلک کی می انګریزی کتابونه هم کتل نو د ماسټری ((M-Phil لپاره می دوه امتحانه په یوه څه ستونځو درلودلو سره بریالی کړه خو تاسو باور وکړی کله مو چی د ماسټری ((M-Phil پروګرام درسونه شروع شول په ولله ما ورته ژړل ځکه هغه ۷۲ کتابونه چی مونږ د ننګرهار په پوهنتون کی لوستلی وه ځما اوښکوته  دارو نشول اګر چی ما د ننګرهار پوهنتون په ضمن کی  په نوموړی مسلک کی انګریزی کتابونه هم مطالعه کول، د هغو محصلینو به بیا څه حال وی چی د افغانستان د پوهنتونو څخه فارغ، نه په انګلسی حاکمیت لری او نه هم کومه خارجی مطاله کوی. په هر صورت ګرانو ما ځان سره داسی فکر کاوه چی ما په ننګرهار کی ۴ کاله بی ځایه تیر کړی. ماسره په ټولګی کی یو بل افغانی هم وه نوموړی خپل لسانس په نوموړی هیواد کی تر سره کړه وه هغه ته لاړم او دغه موضوع می ورته کیښوده ؟

هغه راته وویل: ګرانه تکړه انسان هغه څوک دی چی کندی ته ولویږی او بیرته ځان راوباسی داسی نه چی کندی ته وغورځی او داسی فکر وکړی چی اوس د را وچتیدو امکان نشته

دا خبره می ذهن کی وه او همت می دلاسه ورنکړ ما به په شپه او ورځ کی تقریبا ۱۲ ساعته زده کړه کوله تر دی چی ما د4GPA څخه 3.7 نمری تر لاسه کړی او په بریالتوب سره می سند تر لاسه کړ او خپل هیواد ته ډیر په خوشحالی راستون شوم.غوښتل می هغه څه چی ما  په خارجی هیواد کی زده کړی هغه په مختلفو پوهنتونو کی هیوادوالو سره شریک کړم ځکه چی دوی په ما حق درلود او لری یی خو دا هیله می د خاورو سره خاوری شوله هغه داسی چی یو پوهنتون (کاروان) ته ورغلم او دا چی ما واسطه هم ندرلوده او نه یی لرم بغیر د الله څخه. کوشش می دا وه چی د پوهنتون ریس صاحب سره ووینم خو بلاخره د ډیرو هلو ځلو څخه وروسته دا موقعه په لاس راغله چی د جناب ریس صاحب د دفتر د دروازی تر څنګ کینم او سکرتر صاحب چی په قوم وردګ وه غوښتنه می تری وکړه چی ماته د جناب ریس صاحب سره د ملاقات موقعه راکړی ؟ هغه راته وویل: چی ریس صاحب په غوسه ده.  تقریبا نیم ساعت ورته ناست وم د یو ګارډ راباندی زړه ودردیده یوه پیاله چای یی هم راته واچوه او سکرتر صاحب څخه یی غوښته وکړه چی دا ځوان له کله څخه دلته ناست دی تاسو ولی اجازه نه ورکوی چی ریس صاحب ته ورشی. سکرتر صاحب مجبور شو چی ریس صاحب ته خبر ولیږی. ریس صاحب وویل: لږ وروسته یی را راولیږی هماغه وه چی ریس صاحب په ناګانه توګه بیرون را ووته او زه ور ولاړ شوم دواړه په لاره کی سره ولاړ وه ځما په لیدو سره یی نه کومه مسکا په خوله راغله او نه یی د کیښناستلو کومه پوښته وکړه په هر صورت جوړ په خیر مو سره وکړه .

ریس صاحب : ماسټری دی چیرته کړی ؟

زه: په دی هیواد کی .

ریس صاحب: مخکی دی چیرته درس ورکړی او کنه ؟

زه: نه همدا اوس فارغ شوی یم او په کورسونو کی می درس ور کړی .

ریس صاحب : نو ته په مونږه زده کول کوی .

زه : حیران پاتی شوم.

ریس صاحب : ځه اسناد دی سکرتر ته ورکړه .

د جناب ریس صاحب نوموړی خبری ځما په وطنی احساس د چاقو ګزار وه . په هر صورت یو ملګری راته وویل چی داستاد سیاف پوهنتون ته ورشه زه نه ورتلم خو ملګرو دی ته اړ کړم چی نوموړی پوهنتون ته ورشم. یو ساعت خو مود مدیر صاحب د پیداکیدو پشی ضایع کړ خو پیدا مو نکړ د هغه یو بل نماینده مو پیدا کړ خو داسی څه یی وویل چی د دی امکان نه وه چی زه باید نوموړی پوهنتون کی نور پاتی شوی وم. دی نه وروسته چا راته دمشعل پوهنتون ادرس راکړ. هلته چی ورغلم ریس صاحب بابکر خیل خپله ډیر ښه سړی وه ما ورته د خپل علمی سویه په اړه معلومات ورکړ ډیر خوشحاله او تشویق یی کړم ... ماته یی وویل: چی مونږ ته یو علمی سمینار راکړه او موضوع به هم ته انتخابوی ؟ ما ورته وویل: ریس صاحب یوه هفته وخت راکړه زه څه کار لرم هغه وویل صحیح ده. څه وخت وروسته بیا ورغلم هماغه رقم یی ځما ښه راغلاست وکړاو یو استاد یی را وغوښت چی دا د حقوقو د پوهنځی استاد او یا هم ریس صاحب دی تخلص یی وردګ کاوه. ما ته یی وویل: چی استاده! ته به یو سمینار ورکوی او موضوع بهعمومی بین الملی حقوقو منابع وی وی او بل استاد هم تاسره مقابله کی ده چی په ایران کی یی ماسټری کړی او د تخار ولایت څخه ده ، وخت یی هم یوه ورځ راکړ ما ورته وویل: چی ریس صاحب ما مخکی نه په دی(…) موضوع کی تیاری نیولی زه باید په نوموړی موضوع کی سمینار ورکړم هغوی وویل: زه صحیح ده خو پښتو او انګریزی الفاظ یا جملی به پکی نه استعمالوی ما وویل: دا ولی ؟ هغه وویل: چی مونږ شاګردانو ته ګورو هغوی نه په پښتو او نه هم په انګلسی پوهیږی. خو ماورته قناعت ورکړ دا څرنګه کیدی شی جناب ریس صاحب چی ته به خارجه وزیر، سفیر او ډپلومات وواوسی او په انګریزی به نه پوهیږی ، بیا می ورته وویل چی ماته د ننګرهار پوهنتون یو مضمون هم په کار ندی راغلی اګر چی زه د اداری او ډپلوماسی د څانګی څخه فارغ شوی وم دوه دری استادان نور هم ورسره ناست وه زما دی خبرو پری ډیر تاثیر وکړ، شونډی یی په ژبه راښکته شوی او د څه وخت لپاره یی خاموشی هم اختیار کړه، او دا وعده می هم ورسره وکړه چی زه به هیڅ غیر حاضری نه کوم او په هر میاشت کی به په یوه نوی موضوع باندی سمینار هم ورکوم تر څو د محصلینوعلمی سویه لوړه او په آینده کی چی دوی د ماسټری او یا هم د دوکتورا لپاره کوم هیواد ته ځی نو د هغو مضامینو په اساساتو څه نا څه پوهه ولری. زه څومره فکر کوم زما دا خبری په استادانو باندی ناوړه اغیزه وکړه خو ماته ریس صاحب وویل: که ته په سمینار کی ( یعنی د استادانو څخه ) بریالی شوی نو بیا به درته ډیر زر وظیفه درکړم. ورځ تیره شوه او سمینار را نږدی شو ګورم چی څو استادان یی را ته معرفی کړل او یو ټولګی ته یی بوتلم یو استاد همدا وردګ ، بل یی یو استاد چی ډیر ویښتان یی پریښۍ وه ، یوه جلکی استاده او یو هزاره استاد هم را ته کیښناسته. سمینار می شروع کړ ما درس ورکاوه دا چی دوی مانه پوښتنی نشوی کولی امکان د دی وه چی دوی پدی مضمون نه پوهیدل چی دا مضمون یعنی څه  ځکه مخکی می عرض وکړ چی دوی هماغه د امیر پتنوس د وخت نصاب تدریس کوی. څه وخت بعد یی غږ وکړکافی است استاد. دوی یو کس پوه کړی وه او نورو خبری نه کولی نوموړی شخص کومه بله  نمګړتیا پیدا نکړه دا خبره یی وکړه چی ته بایددری ادبیات صحیح کړی او دا یی هم وویل: چی ته په ننګرهار ولایت کی ښه چلیدلی شی نه په کابل کی ما ورته وویل: ځما پیدایښت د هجرت په دیارکی شوی او هملته می ماسټری تر سره کړی دا چی زه اوس تا ته په دری ژبه تدریس کوم دا هم ځما یوه قهرمانی ده. هغوی زما نمبر واخسته او وویل چی مونږ بیا تاته احوال در کوه ؟

په پایله کی د کابل په پوهنتون کی د استاذي کولو لپاره د ماسټری سند شرط هغه هم په دری ژبه کی، فکر کوم یوازنی هیواد به ایران وی چی هلته دغه رقم زده کړی ترسره کیږی نور د نړی ټول هیوادونه د افغانستان پوهنتونو لپاره د صفر حیثیت لری ځکه هغوی ټول په انګریزی ژبه تدریس کوی او دلته صرف او صرف دری ژبه او بس. دا پدی معنی کوم تعلیم چی ما په ننګرهار او په بل هیواد کی (ماسټری) ترسره کړی دوی ته ټول عبس او بی هوده دی .

 نتیجه: ځما په آند ټول هغه افغانان چی په خارج کی البته علاوه د ایران څخه په نوموړی او دی ته ورته مسلک کی خپلی زده کړی کوی خوشی عبس او کابلوال یی دی ته مجبوره کوی چی په آینده کی ټول تعلیم او خصوصاٌ ماسټری په ایران کی تر سره کړی تر څو فارسی او دری  ادبیات  یی پیاوړی شی او خصوصاً زه یی مجبور کړم ترڅو د خپلو دری او فارسی ادبیاتو د تصحیح کولو په خاطر یو ځل بیا په ایران کی خپله ماسټری وکړم .

 د بښنی په غوښتنی سره په هغه صورت کی چی کومه املای غلطی را څخه شوی وواسی .