همیم جلالزی

Hamim

کوچنی وم، د ارگ يا مرگ خبره مې اورېدلې وه، نه پوهېږم ولې مې ډېره تکراروله. اوس سوچ کوم چې وزن يې درلود او کېدای شي د وزن د اغېزې له کبله به مې همدا کار کاوه. د ارگ مې يوازې نوم اورېدلی و، هېڅ نه پوهېدم، چې هلته دې داسې يو څوک اوسي، چې هر حکم يې د تعميل وړ وي. خير اوس دغه فورمول ډېر صدق هم نه کوي، ځينې حکمونه يې ردېدای هم شي او ځينې خو داسې مسايل هم راځي چې د ارگ په قلم کې رنگ وچ شي. د ۲۰۱۰ کال ټاکنې مې هېرې نه دي، چې د ارگ حکم هم چا نه مانه.

مور او پلار به مې د داود خان د نسکورېدو او د خلقيانو د راتګ کيسې کولې. د کيسې سر له ارگه پيلېده، وايي د قادر په امر طيارې راغلې ارگ يې بمبار کړ او د اسلم وطنجار په امر بيا ټانک راغی او د ارگ دروازه يې وويشته. داوود خان او ټوله کورنۍ يې شهېدان شول. پلار مې اوس هم وايي، چې د افغانستان بد بختي له همدغې ورځې پيل شوه. زما د مور له خوا نيکه يو وخت د ولسمشر داوود خان پر مهال د کومې لويې جرګې غړی تېر شوی و. له داوود خان سره يې څو عکسونه هم اخيستي و. مور مې وايي، چې کله به د روسانو کومه قوه سيمې ته راتله، تر ټولو لوی جنجال د هغو عکسونو د خوندي کولو و، ځکه له داوود خان سره عکس اخيستل هم د مرگ جواز کېدای شوای. ټولو به داوود خان ته ښه ويل او ترکي او ملګرو ته يې بد ويل. کېدای شي زما مور او پلار به له داوود خان سره له دې کبله هم عاطفه درلوده چې د دوی يو خپلوان يې کله خپل څنگ ته نژدې کړی و.

د ارگ افسانه وغځېده. کله چې مجاهدين کابل ته ننوتل نو دوه مياشتې وروسته په ارگ باندې بيا جنجال شو. ارگ ويشتل کېدو او تاريخ جوړېدو. په ديني متونونو کې راځي چې د ځمکې پر مخ ښې ځمکې هغه دي، چې جوماتونه پرې جوړ شي او بدې هغه دي چې بازارونه شي. د بازار تصور له بدو کارونو سره ملگری پاتې شوی دی، ځکه به ويل شوي وي، چې بدې ځمکې هغه دي چې بازار پرې جوړ شي.

خو ارگ په دې يوه کې هم نه راته، نه بازار و او نه جومات و، ارگ ، ارگ و، خو بيا هم داسې ښکارېده چې د خدای له غضب او قهر سره مخامخ شوی دی. ارگ ته د ننوتلو به زړه نه کېدو چې ترې ووځي او د باندې د پاتې خلکو بيا زړه نه درېده چې بايد ژر ور ننوځي. بس ارگ گناگار و او بايد ويشتل شوی وای. داوود خان د وطن د دفاع شهيد و، خو په وينو کې يې هغه زور نه و، چې د وطن د دفاع همدغه لومړی سنگر له نوره ناتاره وساتي.

ددغه لومړي شهيد د وينو گرمي تر هغه وخته و، چې دده سينه او مرمۍ سره مخ شوي نه و، کله چې يې مرمۍ تر سينه ووتله بيا يې په دغې وينه کې هغه تودوخه پاتې نه شوه، چې د وطن لپاره يې د اب حيات ارزښت درلود.

ارگ يا مرګ جمله اوس هم خلک وايي. په ماشومتوب کې موږ نه پوهېده، چې له ارگه سره اقتدار تړلی دی او له اقتدار سره بيا هر څه تر لاسه کېدای شي.

هغه کسان چې د ارگ او مرگ شعار يې ورکاوه، دغه دوه مفاهيم يې په شعوري ډول په يوه کتار کې درولي و. له ارگ د باندې پاتې کېدل، او يا که يې داسې ووايو، چې ارگ حريف او دښمن ته ورپرېښودل د مرگ په مانا هم دی.

نو ښه دا ده، چې ارگ ته د ننوتلو لپاره منډې ووهل شي. که ژوندی ارگ ته ننوځي نو دا خو به هدف ته رسېدل وي او که په لاره کې مړ شي نو له نوره غمه به خلاص وي.

خلک وايي، ارگ جادوګر غوندې دی، چې څوک ور ننوځي بيا يې زړه اسانه ترې نه وځي. ولسمشر کرزی د ارگ شمال لوري ته د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول څخه ځمکه اخيستې ده او کور پکې جوړوي.

ولسمشر ښه دی له ارگه يې د وتلو نيت شته، خو ځنډ هم په پام کې نيول شوی او واټن هم. ولسمشر له ارگه وځي خو ډېر لري نه ځي. ولسمشر هم د دري او هم پښتو ادبياتو ژوره مطالعه لري.

آسيا يک پيکر آب و گل است

ملت افغان در آن پيکر دل است

ولسمشر په ډېرو ويناوو کې دغه بيت وايي. په پښتو ادبياتو کې هم د مطالعې خاوند ښکاري له ارگ له لري نه تلل يې ماته د سياست، اقتصاد او امنيت تر فکټورونو ډېر پر ادبياتو ولاړ ښکاري.

دی به کېدای شي د اشرف خان هجري له برخليکه هم وېرېږي چې په تېر عمر يې بيا دغه بيت وايي، چې:

قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

سلام باد را رسوي منت يې تم دی

ولسمشر د راگ سلام نغد چغد غواړي، او يوه ورځ خو يې داسې اشاره هم ورکړه چې د راتلونکي ولسمشر تر څنګ به ناست يم مشورې به ورکوم. مشورې نو وخت نه لري، کله وخت په کار شي کله ناوخته له همدې کبله بايد د ولسمشر کرزي کور ارگ ته څېرمه وي، چې د اړتيا پر مهال ژر وکولای شي ارگ ته ورشي او له خپلو ۱۱ کلونو تجربو څخه خپل خلف مستفيد کړي.

تېره اونۍ چې مارشال صاحب غره د تګ له تابيا خبرولو نو ماته بيا را ياد شول، چې يا ارگ يا مرگ.

اورېدلي مې دي چې دا د ولسمشر د خوښې يوه وينا وه. ولسمشر پتېلې ده، چې تر راتلونکو لسونو کلونو پورې بايد د لومړي سړي په توگه د باختر اژانس خبرونه پرې مزين پاتې شي. دا چې مارشال ورته صدر اعظم پيدا کوي، دا هم هسې د يوه مجلس خبره نه وه. له دې سره په ارگ کې پاتې کېدل يقيني کېږي. بيا به نو مسکو په کابل کې وي.

له ارگه وتل له خطره خالي نه دي. اروا پوهان وايي، د ماشومانو له روغتيا ځان ډاډه کړئ او بله دا چې خطر ورته نه پېښېږي، نور يې پرېږدئ چې په توره شپه کې هم وګرځي، له بلاګانو يې مه وېروئ، چې بيا په ځواني کې په روحي ناروغيو اخته کېږي. زه کوچنی وم، زموږ کلي ته نژدې يوه بل کلي کې مړی وشو، هغه وخت په غزني کې د قاري بابا راج و. د وژنې په تور د مړي ورور ونيول شو، ما يو ځل وليد، چې په پښو کې يې ځنځيرونه و، ورو ورو يې روان کړی، رښتيا خبره دا ده، چې تر ننه ورځې مې ان د دروازې له ځنځيره هم کرکه کېږي.

ولسمشر او ټيم يې هم کوم دښمن وېرولی دی، چې له ارگه د باندې بلاگانې دي. د هغوی ورباندې ښه هوا او ازاد چاپېريال پېرزو نه دی، ځکه يې نو هڅوي چې د ارگ له انتخابه تېر نه شي.