د پښتنو ورځ دې تر دې هم بده شي!

عبدالله ابک

 

دا زه نه وايم. بلکې د لوی خدای خبره ده چې ( الله جل جلاله د هيڅ قوم حال نه بدلوي تر څو چې هغه قوم په خپل حالات بدل نه کړي. (ان الله لايغير ما بقوم حتي يغيروا ما بانفسهم] رعد- 11 [

 

نو دا بايد ومنو چې پښتانه په همدې بدو حالاتو کې خوښ دي. پښتانه همدا غواړي چې بچيان يې بې تعليمه ستر شي، ښځې، زاړه او واړه يې بې درملو مړه شي، هره ورځ يې کور ته د ملي اردو يا طالب په نامه د ځوانانو جنازې راشي، هره شپه يې په کورونو بهرنيان ورواوړي، بې ستره او بې پته يې کړي. حتی کله کله يو لنډه غر په توره شپه کې ورشي او نيم کلی ووژني او ويې سوزوي!

همدا راز پښتانه دا غواړي چې غلام او ترهګر ورته وويل شي، له حکومت اوسياست لرې پاتې شي او تارياک يې د اقتصاد بنسټ شي!

 

که نه نو د کوم منطق له مخې اوس په رسنيو او يو شمېر ولايتونو کې پښتانه راټولېږي او د کرزي د همدې فاسد او فاجر حکومت د دوام غږ پورته کوي؟

 

ناپوهي او بې عقلي خو هم خپل حد لري. که له مرکز کابل سره د لرې والي خبره وي نو د بدخشان په پامير کې ولې خلک دومره ساده او بې شعوره نه دي چې د خپلو بدو حالاتو عاملين هم نه پېژني؟

په کار خو دا وه چې غير پښتنو چيغې پورته کړې وای چې انتخابات دې نه کېږي او همدا فاسق او فاجر حکومت دې دوام وکړي ځکه چې پښتانه يې شړلي او دوی ته يې بې شمېره امتيازات ورکړې دي!

 

خو سړی حيران شي چې د همغو ځپل شويو پښتون مېشته ولايتونو نه دا غږ واوري چې دانتخابات دې نه کېږي او د کرزي حکومت دې دوام وکړي.

د اوسني حکومت په دولس کلنه دوره کې تر ټولو ډېر ځپل شوي ولايتونه کندهار، هلمند او نور پښتون مېشته ولايتونه دي خو د حيرانتيا وړ دا ده چې لومړی غږ له همدې ولايتونو راپورته شو چې د همدې حکومت د دوام غوښتنه يې وکړه.

همدا راز په ميډيا کې هم يو شمېر ورځچاري په اشارو او کنايو سره ملي اجماع تاييدوي او د همدې غل او مافيايي حکومت دوام غواړي.

 

که د پښتنو دا غوښتنې په سړه سينه تحليل شي نو بايد ومنو چې دا يو رمه يي قوم دی او هر چا چې ډانګ پرې کېښود په هر لور يې بيولی شي. دوی هڅکله هم د عقل او شعور پر بنسټ پرېکړه نه کوي نو ځکه يې ورځ نه ښه کېږي. (عمالکم اعمالکم) د دوی همدا ناوړه اعمال د دوی واکمنان دي! 

په کار خو دا وه چې تر ټولو وړاندې پښتنو مفکرينو د دې پښتون ضد او وطن ضد رژيم د بدلون لپاره چغه کړې وای او همدا راز پښتنو عوامو غږ پوره کړی وای او ويلي يې وای چې که پښتنو ته دسيسې وي هم همدومره بس دی، که د پښتنو وژل، وروسته پاتې کول او له سياسته بې برخې کول وي هم همدومره بس دی. نور دې حکومت بدل شي او سياست دې يې وربدل شي ځکه ړوند يو ځل امسا ورکوي نه هر وار، خو پښتون لالا هيڅکله هم نه غواړي چې حالات يې بدل شي. (يار ته پند ورکړه که نه يې وړي د شګو پنډ ورکړه)