لیکوال:جمال کټوازی

katawazi

 په دي ورستیوو کې د یو شمیر افغا ن سیا ستوالو او همدارنګه د ډیرو افغا ني رسنېو له خوا د ملي همغږي په هکله تودې خبرې اتري رواني دي.

 ملي همغږي د لمړي ځل لپاره د راتلونکو ټا کنو په هکله ښا غلي زلمي خلیل زاد یاده کړه،چې بیا وروسته ځیني نورو سیا ستوالو، لکه: ولسمشر حا مد کرزي، د بلخ والي عطا محمد نور او نورو سیا ستوالو له خوا ور با ندي خبرې اتري وشوي.

خو تر دا مهاله هیچا د”ملي همغږي“ ځا نګړی تعریف نه دی کړي او نه هم د ملي همغږي په هکله عا مو خلګو ته بشپړما لو مات او تو ضیحات ورکړشوي.

خو مخکې ددي نه چې په ملي همغږي (اجماع ) با ندي خبري وکړو با ید پوه شو،چې اجماع څه ته وایې؟

اجماع (همغږي)  د نظر یووالي ته وایې.

همغږي هغه مهال را منڅ ته کیدی شي، تر څو ټول ګډونوال د زړه له کومې او پاک نیت  په در لودلو سره د یوې موضوع په هکله خپل لید لورونه د نورو سره شر یک کړي او په پائ کې یوې ګډي پر یکړي ته ورسیږي.

ملي همغږي (ملي اجماع) هغه همغږي ته وایې، چې ګډونوال یې په ملې کچه د هیواد درا تلونکي په هکله، په  مختلفو بر خو کې خپل اندونه سره شریک کړي او په پا یله کې د ملې ګټو په نظر کې نیولو سره په ګډه  یوه پر یکړه وکړي.

 اوس به راشم په افغا نستان کې د ولسمشرۍ را تلونکو ټا نکو په اړوند، همغږې

(اجماع ) په هکله خپلو پو ښتنو ته:

۱- د ملې همغږي خبری د ځینو داسي کسا نو د خولې څخه اوریدل کیږي،چې هغوئ پخپل ملې هو یت با ندي شک لري، ځان افغان نه ګڼې، شخصې ګټو ته د ملي ګټو په پرتله لومړیتوب ورکوي، د خپلو شخصي ګټو په خا طر په لوئ لاس قو مې تعصبو نه ته لمن وهې.  نو اوس پو ښتنه داده، چې داسي کسان به څنګه ملي همغږي را منځ ته کړي؟

۳-  د ملي همغږي کاري ډله به کومه  اجنډا ولري؟

۴- د ملي همغږي کاري ډلې مشر توب به څوک کوي؟

۵- په دی اجماع کې به ملي ګټو، ملي یوالي، ددولت وسلوالو مخا لیفینو سره د سولي پړاو، کار مسلکې کسا نو ته ور سپارل او د ښځو حقونو ته به تر کومې کچي پا ملر نه کیږي؟

۶- د ملي همغږي تر نا مه لاندي به د یو کس (کا ندید) لپاره کار کیږي او که به ددرغلیو څخه  پاک پراخو ټا کنو ته کار کیږي؟

۶ – د ولسمشرۍ ټا کنو لپاره په د همغږي یوه کاري ډله وي  او که څو کاري ډلي؟

 که چیر ته څو دهمغږۍ (اجماع) کاري ډلې وي، نو بیا به مونږ افغانان کومې دهمغږي ډلې پر یکړوته ملي همغږي وایو؟ که چیر ته دهمغږي (اجماع)  یوه کاري ډله وي، نو بیا به د هغې اجماع ګډونوال څوک وې؟ بیا به هغه کسان وي،چې لا سو نه یې دافغا نانو په وینو ککړدې، لکه دا ځینې جګړه ماران او زور واکې، د ځمکو لوټماران، چې اوس هم پوره واک ورسره دی.که چیرته داسي وشي نو هغه وخت به بیا هغه ملي همغږي نه بلکې د پخوا په شان د واک د ویش په سر به مافیايي مصلحتونه وي.

Door Guest