ددکتور عبدالقیوم کوچی لیکنه

اوس نه یوازې دا فغانستان خلک بلکې دټولې نړئ وګړی پوهیږی چې د امریکې او نیټو پوځی او سیاسی ستراټیږیګانې اوپلانونه په افغانستان کې دناکامئ سره مخامخ شوی دی .

ددوی دناکامئ غټه وجه داده چې دوی دطالبانویوه مشروع واکمنی دپوځی یرغل په زوررانسکوره کړه او پر ځای ېې غله ، داړه ماران ، د پردیو هیوادونو جاسوسان او دبشر د حقونوتیری کونکی قدرت ته ورسول . دا غله او پر نورو خرڅ شوی جاسوسان پر خپلو سیموکې هم د خپلو کامونو د کرکې او بې باورئ سره مخامخ دی . امریکایان او د نیټو جاسوسان ورسته له دولسو کلو شتون په افغانستان کې او کړه وړه دکرزی د واکمنئ سره پوه شویدی چې د کابل واکداران ټول د سیمې او نړیوالو مافییاېې کړیو سره د مخدره موادو په قاچاق کې لویه برخه لری . نن سبا افغانستادهیروینو          په کښت اواروپاېې او امریکاېې هیوادونو ته ېې لیږدول لمړی مقام لری . د امریکې او ډیرو اروپاېې هیوادو د مطبوعاتو له خولی (قوله) دامرېکې او نیټو پوځیان هم په دې معامله او راکړه درکړه کې لوی لاس لری .

دامریکې د باوری سرچینو څخه داخبره بربڼده شوې ده چې دیوه امریکاېې عسکر دیو کال لګښت یوملیونو ډالرو ته رسیږی اوهمداسې دامریکې دجګړې لګښت په افغانستان کې دیوه کال دپاره ۱۰۰ بلیونه ډالره اټکل کیږی . تر اوسه پورې په افغانستان کې ۲۲۰۰ امریکاېې سرتیری وژل شوی دی او د نیټو د سرتیرو وژنه ۱۶۰۰ تنو پورې اټکل کیږی . دامرېکې د هغو پوځیانوپه منځ کې چې په افغانستان او عراق کې جنګیدلی اواوسمهال بیرته خپلو کورو ته راستانه شوی دی څلویښت په سلو کې په روحی مرضونو اخته شوی دی . دوی دکارکولو توان نلری اوپر خپلو کورنیو باندی په مالی او روحی وجه یو دروند پیټی دی . په تیرې اونې کې دیوه هغه امریکاېې پوځی چې  دافغانستان د هلمند په و لایت کې ېې ۱۶ ملکی وګړی چی ۹ تنه ېې ماشومان ؤوژلی او خپل جرم ېې منلی هم ؤمحکمه جوړه شوی وه . پوځی محکمې دده داعدام حکم وګړ مګر دده حقوقی وکیل دده دروحی د رنځورتیاپه ثبوت سره دی له وژنې خلاص او په عمری بند محکوم کړ. یو شمیر هغه امریکاېې بوځیان چې په افغانستان او عراق کې  ېې ماشومان ، ښځې او ملکی خلک د کرکې او یا د تعصب پر بنسټ وژلی او بیا په روحی او روانی رنځونو اخته شوی اوهم د خپل وجدانی محاکمې په وړاندې ېې ځانونه ګرم او ګنهکار ګڼلی ، پر ځان وژنه ېې لاس پوری کړی او دخپلې وژنې له لارې ېې ځان د وجدانی او ایمانی ربړونواو رنځورونو څخه خلاص کړی دی . ددغو ځان وژنو له کبله ډیری امریکاېې کورنئ له ډیرو غمونو او ستونزو سره مخامخ شوی دی او خپله کرکه  او خپګان ېې دخپلی واکنئ (حکومت ) دوړاندی څرګندې کړې دی .

د امریکې چارواکی او هغه کسان چې د افغانستان په چاروکې ښکیل دی خبر دی چې کرزی او دهغه باوری ملګری ټول په بډو او ارتشاء کې ډوپ دی او د مرستندویو هیوادونواتیا په سلو کې پیسې دوی غلا او چور کړی دی او د افغانستان ولس ته ېې ګټې ندی رسیدلی . همدا وجه اوهم د امریکاېې پوځونو دشپې لخوا د افغانانو کلیو او کورونو باندې یرغلونه او دعوام الناسو وژنه او داسې نور ډیر علتونه دی چې د افغانستان غوڅ خلک هم د کرزی د واکمنئ او هم د امریکې ، نیټو او ایساف له پوځونو څخه کرکه لری .

سره له دې چې طالبانود خپلې واکمنئ پر مهال ځنی تیروتنی کړی دی خوکله به چې ددوی په کړو وړو او قضاوت د عدالت خبره رامنځ ته شوه دوی به د اسلامی سپیڅلی ارزښتونو په رڼا کې پر هر څه او هر چا عدالت پلی کاوه اود زورور او کمزوری او بډااو غریب توپیر ېې نه کاوه . همدا وجه ده چې د افغنستان په ګوټ ګوټ کې افغانان د طالبانو ملا تړ کوی او دخپلې وسې سره مرستې هم ورسره کوی .

امریکایان چې له یوې خواه د جګړو په ډګرونو کې بری نلری او دننه پر خپل هیواد کې د مالی ستونزو سره مخامخ دی او پوځی ځوانان ېې پر ځان وژنې اخته شوی او د امریکې مقام او پرستیژ ته په نړئوالې کچې تاوان رسیدلی دی غواړی چې ورورو اوپه تدریج سره د طالبانو د مشرتابه سره اړېکې ټینګې کړی او د خبرواترو او ډیالوګ له لارې د طالبانوپه مرسته د سولې چاپیریال په افغانستان کې رامنځ ته کړی .ویل کیږی چې د ۲۰۱۰ کال څخه راپدې خواامریکیانو د طالبانو د استازو سره  څوځلی خبری کړی دی . د فرانسې دیو څیړوندوی انستیتوت چې حکومتی بڼه نلری په ۲۰۱۲ کال ددسامبر پر ۱۷ نیټې د طالبانو د استازو سره په پاریس کې ولیدل . امریکایانو ډیرې هڅې کړی دی چې طالبان د کرزی داستازو سره خبرو ته کښینوی مګر طالبان چمتوندی چې د ګوډاګی دنظام سره تفاهم وکړی . طالبانو په پاریس کې  دهغو سیاسی ډلو د مشرانو سره ولیدل چې د کرزی د واکمنئ ضد دی . ددغو مشرانو په منځ کې دوې افغانی میرمنو هم شتون درلود . ددغو سیاسی مشرانو بیلا بیلې ډلې د طالبانو د واکمنئ په وخت کې د طالبانو سره دښمنئ او جګړې هم کړې وی . دطالبانودلیدلو مخې د ددغو افغانی مشرانو او افغانی میرمنو سره داوی چې د افغانستان او دنړئ ولسونو ته دا وښي چې دې خلکو د کابل په واکمنئ کې برخه نلرله مګر دافغانستان وګړی دی او درناوی ېې باید وشی او هم دا خبره ثابته کړي چې دوي د ښځو د حقونو درناوي هم کوی او دا منی چې ښځې د افغانی ټولنې یوه بنسټی برخه ده چې حتی کولی شی په سیاسی جرګو او خبرو اترو کې بنیادی ونډه ولری . امریکایانوپه قطر کې د یوه دفتر پر پرانستلو د طالبانو سره مرستې کړی دی . د طالبانو لمړئ غوښتنه د امریکایانو څخه ددوی د پنځو تنو بندیانوخوشې کول دی چې  د ګوانتنامو په زندان کې بندیان دی . امریکایانو په دې برخه کې ژمنه کړی وه چې د طالبانو دغه غوښتنه سر ته ورسوی مګر تر اوسه پورې ېې دا کار سر ته ندي رسولی . امریکایانو ډیر ې هڅې  وکړې چې دطالبانو لیکې یو دبله سره بیلې کړی او ددوی په منځ کې بیلتون او تربګینئ را منځ ته کړي . یوه ډله ېې د حقانی ډله وبلله ، بلې ډلې ته ېې  د منځګړو نوم ورکړ او دریمه ډله ېې سخت دریځه او افراطې سرتیری وبلل . امریکایانو غوښتل چې دوی یو دبله سره بیل او کمزوری کړی خو تر اوسه بریالی شوی ندی چې د طالبانو پر پیوستون کوم اثر او نفوذ وکړی .  امریکایان اوس پوهیږی چې طالبان نه یوازی دجګړې په ډګر کې غښتلی او نه ماتیدونکی دی بلکې د خبرو اترو او ډپلوماسئ په هنر اورمزونوکې هم تکړه او ښه مرکچیان دی .د افغانانو او په خاصه توګه دپښتنو په فرهنګ کې ټولې ټولنیزې او سیاسی شخړې او تاو تریخوالی د خبرو اترو او جرګو مرکو له لارې له منځه ځی .

دامریکې په مطبوعاتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوی دی چې د افغانستان جګړه د امریکې په تاریخ کې تر نوروټولو جګړو چې امریکایان ور سره مخامخ شوی دی ډېره پیچلې او سخته جګړه ده . اوباما د امرېکې ولسمشر پر دغه واقعیت پوهیږی نو ځکه هڅې کوی چې دافغانستان څخه خپل پوځونه وباسی . دده په واکمنئ کې د امرېکې ستر جنرالان او د امنیتی چارو واکداران نه غواړی چې د افغانستان څخه تر هغه مهاله چې د کابل پر ضد مقاومت او جګړه په بشپړ ډول له ماتې سره مخامخ شوی نوی ووځی . د اوباما په امنیتی کابینې کې دوهمه ډله چې دي اوهم جو بایډن دده معاون  په کې ګډون لری غواړی چې د طالبانو سره خبری وشی او د ځنی ضمانتونو په اخستو سره د افغانستان د ستونزی د اوارولو د پاره لاره پرانیزی . هالبروک چې یوکال دمخه د زړه په ناروغئ مړ شو او د افغانستان او پاکستان په چارو کې د اوباما خاص استازي ؤد طالبانو سره د خبرو اترو او روغې جوړې غوستونکي ؤ. ده چې د خپلو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د کامونو دمشرانو سره لیدل کتل او خبرې او مرکې کولې اووباما او نورو مشرانو ته ېې مشورې هم ورکولې ویل  چې د افغنستان د ستونزی د حل یوازنئ لاره د طالبانو سره روغه جوړه ده . دده په اند د امریکې ډیر چارواکی چې د افغانستان په چاروکې ډنډې لری د رښتینې سولې او د افغانستان د بیا ودانولودپاره هڅې نکوی . ددوي ټولې هڅې د ځان دپاره د ډیرو پيسوجوړول او اندیښنې اووړاندیزونه دی .

رجیف چاندراسکران چې د واشنګنټن پوست یونامتو ژورنالست دي اوددې ورځپاڼې ددفترونو د مشرئ دندې ېې په بغداد ، قاهره او ځنی اسیاېې هیوادونو کې لرلې په خپل یونوی کتاب کې چې د کوچنی امریکا په نامه په کال۲۰۱۳ کې خپور کړي ویلی دی چې جګړه د جنګ په ډکر کې د افغانستان د پاره  لوی ناورین دی. دانامتو ژورنالست په خپل دغه ژوراثر کې څو ځلې ویلی دی چې د امرېکې د جنرالانو پلانونه او ستراټیژیګانئ په افغانستان کې ناکامه دی . دده منطق په افغانستان کې د امرېکې د پوځونو د شتون په برخه کې دادی چې هر څومره چې دپو څونو شمیر په پښتنی سیمو کې ډیریږی د طالبانو د ځانمرګی سرتیرو ځوانانو شمیرهم ډیریږی او د جګړې لمنې ورسره پراخیږی او بیا  ېې هیڅ څوک مخه نشی نیولی او خپل او پردی به په کې سوزی .

دطالبانو دریځ د کرزی د واکمنې سره روښانه دی . طالبان نه غواړی چې د کابل د واکدارانو سره خبرې وکړی او ددوی اساسی قانون چې دافغانستان د خلکو غوښتنې او ارزوښتونو ته ېې پاملرنه نده کړې او دپردو لخوا جوړه شوې ده ومنی .

طالبان په ډاګه کړې چې دوی د ترهګرئ ( تروریزم) او د القاعدې د ډلو ټپلو سره تړاو نلري.

طالبان د مخه تر دې چې واکمنئ ته ورسیږی او یا په بل عبارت د۱۹۹۶ کاله دوړاندې د بن لادن د ډلې سرتیری په افغنستان کې ځای پر ځای شوی وو. د سپټامبر د یولسمې پیښې په غمیزې کې یو افغان یا یو طالب هم برخه نلرله . ددې غمیزې (فاجعې) سرته رسونکی نور خلک او دنورو هیوادو اتباع ؤ. امریکایانو د بی ۵۲ الوتکو په زور طالبان د واکمنئ څخه راو پرزول او قدرت ېې د نظار د شوری یا دشمال ډلګیو ته ورکړه چې دافغانستان د غوڅو ډیرګیو دکرکې او دښمنئ سره مخامخ شوه . همدا ظلم دافغانستان د غوځ اکثریت د پاڅون لامل شو چې د امریکې او د کابل د نظام په وړاندې ېې په ملی مقاومت او جهاد لاس پوری کړ . سره له دې چې دطالبانو پر ضد زهرجنې پرو پاګنډې ډیرې شوي اوویل کیږی. چې طالبان د پاکستان په لاس کې لوبول کیږی مګرپه حقیقت کې څومره ناروا ، ظلم او بې عزتی چې د پاکستان د اي ، اس ، ای لخواپر طالبانو شوی دی بل هیڅ چا دا  نارواوې پر هغو ندی کړی . همدا وجه ده چې طالبان نه غواړی د پاکستان په وساطت یا منځګړ توب د سولې په راوستلو کې د نورو تر سیوری قدم واخلی . په سیاسی چاروکې او دقطر ددفترپه اړوندطالبان غواړی چې په بشپړې خپلواکې سره خپلې سیاسی چارې او نوښتونه پر مځ بوزی . طالبان پر خپل سیاسی دریځ کې تروریزم غندی او امریکایانو ته ېې په دې برخه کې ډاډ ورکړی اود هغوی باور ېې تر لا سه کړي هم دي . همدا وجه ده چې جوبایډن د امریکې د ولسمشر مرستیال وایی چې امریکایان د طالبانو سره دښمنی نلری او اوباما ویلی دی چې دده غیږه طالبانو ته خلاصه ده .

په ننی چاپیریال کې چې امریکا ژمن دی چې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسی ښه به دا وی چې د امریکې او د طالبانو تر منځ مخامخ او دوه اړخیزې خبرې پیل شی . امریکه که چیرې د افغانستان په اړوند واقعیتونه په نطر کې ونیسی امریکې ته پرته له دې چې طالبانو سره خبرو ته کښینی بله لاره نه پاتې کیږی . د طالبانو مشران ښه پوهیږې چې د پردو پوځونو په وتلوسره ملت ددوی پخوادی او جګړه ماران او دکرزی د واکمنئ ټکداران او سړی وژونکی او دبشر د حقونو ناقضین له خپل مال او بچ سره نوروهیوادونو ته تښتی اوپه افغانستان کې نه پاتې کیږي . په دې توګې سره به د امریکې پت اوله لاسه تللي عزت اونوم د افغانستان  ، سیمې او نړئ په خلکو کې بیرته خوندی شی . د لویو او وړو هیوادونو مشران په سیاسی ، پوځی او ټولنیزو چارو کې غلطئ او تیروتنې کوی مګر پوه اوملی واکداران د واقعتونو په پوهاوئ او دښو شرایطو په لیدو سره خپلې غلطئ سموی اود خپلوملی ګټو د خوندی کولود پاره په میړانې سره مخ پر وړاندې درومی.

 اوس چېپه قطرکې د طالبانو سیاسی دفترخلاص شواو ددوی سیاسی هویت او شخصیت حقوقی بڼه غوره کړه او مشروعیت ېې بیرته خوندی شو پکار ده چې دوی په خورا درایت او میړانې سره خپل دریځ څرګند او دامریکایانو سره خبرې پیل او د اوربند او د سولې او روغې جوړې د پاره ټینګ او مظبوط قدمونه پورته کړی .

                                              ومن ا لله التوفیق