نظرمحمد مطمئن

ارګ او مرګ

کله چې د جنګ د ډزو ږغ د مشر تر ځايه ورسيږي، نور جګړه نه ګټل کيږي، او که ګټل کيږي هم با وجدانه مشران يې د ځان له پاره شرم ګڼي چي له هغه وروسته هم واک او جنګ ته ادامه ورکړي

 

پرون ماسپښين له يو پخواني مشر جهادي څيري سره موږ څو تنه ناست وو، هغه ويل چې د تاريخ استاد وم، تاريخ مې ډير کتلی، په دي برخه کې يې د دوهم نړيوال جنګ هيټلر خبره وکړه.

 استاد وويل د هيټلر اړوند يو روايت داسي هم دی  چې هيټلر د جنګ مشري کوله، د نړئ ډيرې برخي يې تر کنټرول لاندي راوستلي، د روسانو څخه يې شکست وخوړ، کله چې يې د خپل هستوګنځای (د المانيانو دمشر د اوسيدو) ځای کې ډز تر غوږ شو.

سمدستې يې خپل مشر ياور او دده سره ملګري را وغوښت هغه ته يې وويل چې:

کله چې د جنګ د ډزو ږغ د مشر تر ځايه ورسيږي، نور جګړه نه ګټل کيږي، او که ګټل کيږي هم با وجدانه مشران يې د ځان له پاره شرم ګڼي چي له هغه وروسته هم واک او جنګ ته ادامه ورکړي

يو ګيلن پطرول به راوړي، مشر ياور او د هيټلر ملګري همداسي وکړل، ګيلن پطرول يې راوړل، هيټلر، ميرمن او ياور يې د هستوګنځای څخه ووتل، هلته نږدې ميدان کې هيټلر ودريد، ياور ته يې وويل چې:

نيم ګيلن پطرول به پر ما توی کړي او نيم ګلين به زما په ميرمن توي کړي، بيا به موږ دواړو ته اور واچوي، همدلته به تر هغه وخت پوري انتظارشي، چې ښه ډاډه شي چې موږ دواړه وسوځيدلو او ايره شو (هيټلر نه غوښتل چې ژوندی دښمن ته په لاس ورشي) ، بيا به روان شي، او هلته چې زموږ په هستوګنځای کې کوم اسناد دي هغه به ټول وسوځوي، همداسي به وکړي.

ياور چې د ګيلن پر لور روان شو، هيټلر پري ږغ کړل چې ګوره هلته زموږ په هستوګنځای کې د د المانيانو د مشر او ازادي اخستونکی او ګټونکی عکس ځوړند دی، هغه عکس به په ډير احترام سره راواخلي او چې ونه سوځول شي.

د هيټلرمشرياور او ملګري لومړی ګيلن پطرول راواخيستل، نېم ګيلن يې پر هيټلر او نيم دهغه پر ميرمن وپاشل، دواړو ته يې اور واچاوو، ورته انتظار شو چې کله ښه ډاډه شو چې دواړه وسوځيدل او ايره شول.

د هيټلر له مړي څخه دهغه ياور هغه  دوه موټه پاتي  ايره راواخيستله او ويې ويل چې: نيم ساعت مخکې د نړۍ دوه درېيمه برخه خلک له هيټلر څخه په ويره کې وو، اوس د هغه انسان څخه يواځي دوه موټي ايره پاتي ده

له دي وروسته د هيټلر ياور ولاړی او دهيټلرد هستوګنځای ټول اسناد پرته له عکس څخه يې وسوځول.

ښاغلی کرزي صاحب! اوس د ډزو اواز ستا تر کوره ورسيدی، نن به تاسي او ستاسي د کورنۍ غړو د خطرناکو او ويروونکو ډزو اوازونه اوريدلي وي.

دا ډزې ډیرې خطرناکې ځکه وي چې يوه بله تاريخي پيښه يې هم موږ ته تازه کړه، د اريانا چوک، د ډاکټر نجيب الله مړی چې د کمونسټ دولت وروستني جمهور رئيس وو، خو مړی يې په اريانا څلور لاري وځړول شو.

يوه بله تاريخي پيښه هم د څو ورځو راهيسي زموږ په ذهن کې تازه شوه، کله چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ وروستني ورځي وي، په شمال په ځانګړي ډول په جوزجان او مزار کې د هغه وخت د مليشو قومندان دوستم سيمي يو پر بل پسي په خپل کنټرول کې راوستلی او د مسعود سره يې اړيکې ټينګي کړي چې د جبل السراج د تړون سره سم يې ډاکټر نجيب له قدرت او واک څخه ليري کې.

اوس بيا تیره اونۍ دوستم په جوزجان کې د والي پر کور حمله وکړه د والی سره يې جګړه وکړه، پرون والي خپلي پښي د مزار پر لور سپکې کړي، واک او قدرت د دوستم مليشو ته پاتي شو

يو بل خبر داسي هم وو چې په تخار کې هم د دوستم کسان غواړي چې والي بې صلاحيته او واک تر لاسه کړي.

خبره اوږده نه شي، ښاغلی ولسمشرصاحب! له نن ورځې په خوا هم په کابل څو ځله بريدونه شوی او موږ د ځينو ډيرو خونړيو پيښو شاهدان يو.

زما ښه ياد دي يوځل تاسي څو کاله مخکې د مجاهدينو د کاميابي دورځي ۸ د ثور لمانځلو له پاره د عیدګان پر مخامخ د لمانځلو مراسم نيولي وو، ښه امنيتي تدابير نيول شوي وو، خو د څو تنو طالبانو له خوا حملې او ډزو کولو ټول امنيتي او دولتي کسان په منډو کړل.

 ما اوريدلی چې وايې د هغه وخت د دفاع وزير ښاغلي رحيم وردګ هم په تيښته بریالي شو، او ترو نور مخکې ده تيښته وکړه. کله چې پارلمان دپوښتنو له پاره غوښتي وو، وردګ صاحب ورته ويلي وو چې زه ځه ډير تیز د جنګ له ميدان څخه ووتلم، غوښتل مي چې د جنګ د ډګر دريشي واغوندم

د امریکا له يرغل څخه راوروسته پر کابل ننۍ حمله چې تر دې دمه يې ساري نه دی ليدل شوي، له څو اړخو د پام وړ ده، او خطرناکه پيښه يې د افغان دولت له پاره بللای شو

لومړی: داچې راپورونه وايې چې طالبان د مرمۍ ضد موټر کې تر اريانا څلور لاري رسيدلي، داسي يو جوت پېغام دی چې نور ستاسي نږدې کسان هم پرتاسي بې  اعتماده دی، او تاسي پر دوی بې اعتماده ياست، که چېرته د دولت لوړ پوړي کسان د طالبانو سره مل او ملګري نه وي، شنونکې په دي آند دي چې دغې مهمي او له امنيتي پلوه په بشپړ ډول زرغوني ساحي ته د طالبانو او پا عادی افغانانو تګ او يا د ټيټ رتبه افغان ماموانو تګ ناممکن دی

دوييم: دلته چې د سي آی اې لوړ پوړي ماموران د اريانا په هوټل کې اوسيږي، او مهمي غونډي يې په ياد هوټل کې وي، ورغلي لاره د بهرنيو او کورنيو امنيتي کسانو له خوا ۲۴ ساعته تر څار لاندي وي، دا هم يو سوال دی چې که د کورنيو امنيتي کسانو څخه طالبان تيريږي، څنګه وتوانيدل چې د بهرنيو استخباراتو سترګي هم پټي وي، بيا هم خبره داد چې په ټيټ ليول اړيکې نه دي، بلکه په لوړ ليول افغان چارواکی له طالبانو سره لاس لري، او ستاسي له پاره سور څراغ دی

درېيم: په قطر کې د طالبانو له دفتر سره تر پرانيستيدو وروسته دغه ډول پيښې بايد په دقيق ډول تر څيړني لاندي ونيول شي، د قطر دفتر د پرانستني په ورځ په بګرام د طالبانو له خوا راکټي بريد او هلته بهرنيانو ته مګر ژوبله، په کابل بريدونه، داهغه څه دي چې ښئيې د سياسي ځواک سره سم د طالبانو نظامي قوت هم مخ په زیاتيدو دی، داسي بريښې چې نظامې طالبان د  سياسي دفتر پرانستنه خپل نظامی زور او قوت بولي، له همدي امله به وي چې نور هم په نظامې برخه زور واچوي او نړۍ ته وښئي چې موږ ترهغه څه چې تاسي يې فکر کوئ لا ډير ځواکمن يو

څلورم: اوس چې د قطر دفتر خلاص شو، ممکن ډير ستاسي د ښې لاس ياران خپلي ګټي په خطر کې وويني او د خپلو ګټو او په راتلونکې کې په هیواد کې د ژوند کولو په اميد به له طالبانو سره اړيکې نیسي، او غواړي به چې اوس د امريکا پر ځای د طالبانو له پاره خدمت وکړي، ترڅو په راتلونکې کې د همدغه ډول خدمتونو له برکته يې کورنۍ، ځان او مال په امن کې، دغه ډول کړني بيا  ستاسي له پاره بايد ډير د تشویش وړ وګرځي، چې نن ورځ د ارګ په دروازه کې جنګ دی، او د ارګ تر دروازي طالب ورسيدی، ممکن چې يوه ورځ د ارګ انګړ ته هم ستاسي د پخوانيو ملګرو پواسطه در ورسيږي

پنځم: تيره اونۍ په محقق حمله کول هم بايد سړی له ياده ونه باسي، داسي ګنګوسي وي او په لوړه کچه سياسي شنونکو نظر داوو چې دغه حمله په کور دننه پلان شوي وه، اوس به خامخا محقق او دهغه وفاداران د خپلي حملي غچ اخلي، ممکن چې په تيرو کلونو کې به نوري هم دي ته ورته پيښې د حکومت له لوري او يا پر حکومت به يې چارواکو پړه ور اچولي وي، چې اوس به د غچ او کسات اخستلو له پاره دغه ځورول شوی خلک مناسب وخت ګڼي

شپږم: پرون ورځ د ده سبز ولسوالي کې د ځمکو دغصب پر سر جګړه هم له پامه غورځول په کار نه دي، هغه جګړه چې  په پارلمان کې د يو برحال وکېل  دورور جنت ګل سره وشو، د جنت ګل او وکېل خپلوان پکې ووژل شول، ژوبل شول، او دهغوی حيثيت (ددوی په ژبه) د پوليسو له خوا پايمال شو، داچې د دولت ډیر لوړ پوړي چارواکې به هڅه کوي چې له طالب سره اړيکه ولري، ممکن چې دغسي پيښې هم ددی وړ وي چې له طالبانو سره به ددولت د دښمني له کبله سمدستی مرستو ته چمتو کېږي

اووم: معتصم آغا  جان چې په ترکېه کې اوسيدی، او له طالبانو جلا شوی، خو لا هم د طالب په نوم  ږغ کوي، ستاسي د دولت ډيرو لوړ پوړو چارواکو د سبا ورځي په نظر کې نيولو سره دغه جلا شوی طالب ته تر ترکېې ځانونه ورسول تر څو يې ګټي په راتلونکې کې هم خوندي وي ،  اوس چې چارواکې او د افغان دولت لوړ پوړي کسان پوه شول چې امريکا بالاخره مجبوره شوه چی طالب ته په قطر کې دفتر ومني او هلته طالب خپل ټول سياسي او غوښتنونکی فعاليتونه ولري، لوړ پوړي چارواکي به وايې چې موږ ته هم په کار ده چې چانس او وخت له لاسه ورنکړو، دوی به اوس هڅه کوی چې له طالب سره اړيکې ولري او دهغوی مرسته  په مختلفو برخو وکړي.

ښاغلی ولسمشر! اوس هم وخت شته، د هيټلر نصيحت د تاريخ يوه برخه ده او زموږ له پاره ښه پند او عبرت دی، داچی ممکن تاسي خپل واک پريښودل خوښ نه کړئ او نه هم دا خوښ وګڼي چې تاسي له دنيا ولاړ شئ، ولي تاريخ تکراريږي، او سياس غلطي جبران هم نه لري.

 داسي هم ويل کېږي چې تاسي له ي يانکوبيش سره مجلس درلود، او ستاسي له خولي ورته ويل شوی وو، چې موږ (ښاغلی کرزی) او تاسي به دوه نور کلونه هم يوځای کار سره کوو، په دی معنی چې دوه کلونه به نور هم زه د خپل واک موده غځوم.

يانکوبيش تاسي ته ويلي وو چې د ارګ تاريخ همداسي تير شوي، چی يا مرګ وي يا ارګ (ارګ او مرګ).

د هیټلر نصيحت ښه دی، چی تر کوره دي د ډزو اواز را ورسيد، نور جګړه نه شي ګټلای، په تيرو دولس کلونو کې تاسي ونه توانيدئ چې افغان ولس خپل کړئ، ښه به داوي چې په يوه ارامه او سوله ايزه فضاء کې د ټولو شکېلو اړخونو په مشوره واک او قدرت ناپېلو، ازادو او خپلواکو افغانانو ته تسليم کړئ تر څو يو موقت اداره جوړه او د راتلونکې حکومت له پاره لاس په کار شي.

 

پای

نيټه: ۲۵ جون ۲۰۱۳