د څېړنوال محمدنبي صلاحي رپوټ

Sahera Sharif

و مېرمن کلتوري او ادبي بهیر، په ګډه سره، د ۱۳۹۲هـ . ل.کال، د غبرګولي میاشتې، په ۲۰ نېټه، د دوشنبې په ورځ، د ماسپښین په درېو بجو، دڅېړندوی مېرمن ساهره شریف د ادبي خدمتونو د درناوي په ویاړ، د شهناز بابکرخیل په ویاندۍ سره، یوه پرتمینه ادبي نمانځغونډه جوړه کړې وه. د غونډې په سر کې، زما له خوا، د مېرمن کلتوري او ادبي بهیر غړو، د ساهرې د کورنۍ غړو او په دغه ادبي غونډه کې  برخه والو شاعرانو او لیکوالو ته، د زړه له کومې ښه راغلاست او تود هرکلی وویل شو. یادوه وشوه چې: « مېرمن ساهره شریف، له هغو ګوتو په شمېر مېرمنو نه ده ، چې د پام وړ اکاډمیک آثار یې لیکلي او د چاپ په ګاڼه پسوللي دي او ددې تر څنګ یې، د مېرمنو د ټولنيزې او ادبي ودې او معارف په برخه کې، نه ستړې کېدونکې هڅې کړې او کوي یې. نو د افغانستان قلم ټولنې او مېرمن کلتوري او ادبي بهیر، په ګډه سره وپتیېله، چې د نوموړې د هڅو په یادولو سره، له هغې نه خوښې څرګنده کړي، چې دا دی، نن یې په حاضره غونډه کې هرکلی کوو. دې د ښوونې او روزنې د پراختیا، د ماشومانو او مېرمنو د حقوقو په برخه کې، د زړه له اخلاص نه ډېرې منډې را منډې کړې دي او په هر ځای کې یې، د کوچنیانو او مېرمنو د حقه حقوقو د ورکولو غږ پور ته کړی دی.» د نمانځغونډې په پیل کې، محمد اسمعیل نورستاني، د قرآن کریم یو څو مبارک آيتونه تلاوت کړل او د هلمند ولایت پخواني والي ګلاب منګل، پرانستونکې وینا وکړه. له هغه وروسته حیا پوپلزۍ، د مېرمن ساهره شریف پېژندګلوي ولوسته، محمد نواز حقیقت سانین، د وردګو پخواني والي حلیم فدایي، د افغان کلتوري جرګې غړي ښاغلي اکبر پولاد او علم ګل سحر په وار سره خبرې وکړې. بیا طوبا ندا او اوږۍ امېل مقالې ولوستې، پاکیزه ارزو، د اناهیتا روهي را لېږلې مقاله ولوسته او مدهونا حیدري هم مضمونونه وړاندې کړل. د ښوونکو د شورا په استازیتوب جمیلې ساپۍ خبرې وکړې، لېمې نیازۍ او حورې سپېڅلې شعرونه ولوستل او اتل شریف، د خپلې مور په اړه، په زړه پورې مقاله واوروله او د ځان په اړه یې، د خپلې مور د مهربانیو او شفقت یادونه، په یوې ډېرې ښایسته طریقې سره وکړه. هغه د خپلې مور دا خبره یاده کړه چې: « ژوند بایدپه خپله وکړې!» ومان نیازي، دغه ادبي غونډه رغنده او مثبته وارزوله او د اتل شریف وینا یې ډېره وستایله او په دې یې خوښې وښوده، چې د خپلې مور په حقیقي ارزښت باندې پوه شوی دی او د هغې سپارښت یې په غوږ کې نیولی دی. په پای کې، مېرمن شریف خبرې وکړې، د افغانستان قلم ټولنې او مېرمن کلتوري او ادبي بهیر نه یې، ددغې ادبي غونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه. د غونډې د پای په شېبو کې، د مېرمن کلتوري او ادبي بهیر استازې، مېرمن شریف ته یو ستاینلیک ورکړ. د افغانستان قلم ټولنې، د خپلو چاپ شویو کتابونو یو سیټ او یو ددې په عکس ښکلی شوی بنر، د سوغات په توګه ورکړل او د افغانستان  اسلامي جمهوریت د علومو اکاډمي د رئیسې اغلې څېړنپوه ثریا پوپل له خوا را استول شوې، یوه ښایسته د ګلانو ګېډۍ، د علومو اکاډمي د علمي غړي ښاغلي اکبر پولاد له خوا، د سوغات په توګه ورکړل شوه.

مېرمن ساهره شریف، د ولسې جرګې د غړې، د مېرمن کلتوري او ادبي بهیر د مشرې او یوې اکاډمیکې علمي غړې په عنوان، د پوهنې په ډګر او علمي هلوځلو کې، ګڼ علمي مطالب او ۱ـ د ښوونې او روزنې عمده اصطلاحات ۲ـ په اسلامي نظام کې د ښځو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حقونه ۳ـ په افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاریخي بهیر په نومونو باندې، درې داسې څېړنیز آثار هم چاپ کړي دي چې، اکاډمیک لېبل پرې وهل شویدی.