GetAttachment

 اختر دی: امرالدین سرحد

مبارکی وایم اختر دی

دخوشالۍ خلاص هسی نن وردی

دچا رڼې اوښکې بهیږي

چاته موسکا نن یې دلبر دی

»«»«»«»«»«

ځینې خبر نه دي ورځ شوی

روژه راغلی یا ده تللی

مړې ډوډۍ ته انتظار دي

دوي هر ورځ روژه نیولی

»«»«»«»«»«

اختر راغلی بیرته درومي

خندا ژړا دواړه تل وینی

دچا لاسونه په نکریځوو

چا ټوله شپه غم کښې ژړلی

»«»«»«»«»«

خیر دی نصیب داسی راغلی

دې لویه الله خپله لیدلی

دموسکا شونډې لږ زه وینم

اختر له غمه نن تم شوی

»«»«»«»«»«»«

ګرانو راځی اختر اختر کړو

ټولو ته ژوند لږ څه معطر کړو

دچاچی غم ،په زړه یې زخم

مبارکی ورته تسل کړو

»«»«»«»«»«

په جنګ به کله اختر راشي

مرور کله به پخلا شي

اختره راوړه روغه جوړه

ګوندې په دې کښې کور رڼا شي

مسکو – ۷ – ۸ – ۲۰۱۳

Door Guest