افغان محصل ټولنه

افغان محصل په کابل کې د پښتنو ځوانانو لومړنی خوځښت و، چې په ۱۳۸۸ کال د پولي تخنیک پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنتون، طب پوهنتون او د سیدجماالدین افغان دارالمعلین په ګډون د کابل له مرکزي پوهنتون څخه پیل شو.

(په پوهنتونونو کې اکاډمیک او په ښوونځيو کې تعلیمي عدالت) زموږ شعار و.

د ټولنې تر تاسیس وروسته د لومړي اقدام په توګه مو د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ په ۲۷ مه د کابل څلور ګونو پوهنتونونو د محصلینو یو ستر لاریون را وایست او تر ملي شورا مو خپل غږ ورساوه.

ډېر عجیبه وختونه وو، هغه وخت پښتانه په کابل کې سخت محکوم و، کوم چا ته چې به مو ویل د پښتنو محصلینو ټولنه مو جوړه کړې راځه زموږ ملګرتیا وکړه، نو له ډېرې ویرې به ګوښه ګرځېدل هسې نه چې په قومي مسایلو تورن شي.

له مبالغې پرته زموږ هماغه وخت اراې لوړې وې او هېڅکله ناهیلې شوي نه یو، موږ به ویل که مطلوب هدف ته ونه رسېدو، نو په خلکو کې خو به یو احساس او روحیه را ژوندۍ کړو، نن واقعاً پښتانه ځوانان د څلور- پنځه کلو مخکې ځوانان نه دي، اوس ډېر شعوري او پیاوړي شوي.

افغان محصل ډېره پیاوړې ټولنه وه، ډېر تکړه او شعوري ځوانان مو درلودل، خو دا چې ټول فارغ شول، نو ټولنې هم تېره کال سقوط وکړ، خو اوس نام خدا ټول ستر خلک شوي، اوس یې هم د مبارزې سنګر تود ساتلی. دا ټول د دروند استاد نیسم ګل توتاخېل هڅې وې، چې ځوانان یې بسیج کړي وو، استاد د ډېرې پیاوړې ارادې خاوند دی، خدای ج دې ورته اوږد عمر او بشپړه روغتیا په نصیب کړي، اوس موږ ترې لرې شوي یو.