سميع الدين افغاني

محترمو لوستونکو!

Smeuddin Afghaniدايوه څرګندحقيقت دی چې په بشری نړۍ کې علم اوتخنيک ورځ په ورځ دپر مخ تګ په حال کې دی او نړۍ وال په مختلفو برخوکې د نوی اکتاشافاتو شاهدان دي چې بشردعلم ،فرهنګ او ادب په برخه کې هم لازمې لاسته راوړنې درلودلې دي٠

پدې بحث کې په مشخصه توګـــــه هغه لاسته راوړنو ته اشاره کوم ،کوم چې د هرې جامعې د کلتور او ادب پورې تړاو لري او په هغه کې د ليکوالانو او شاعرانو ونډه او فعالتونو تر څنګ هغه لاسته راوړنې چې د ژبو او ادب دغنې کيدوپه اړه ترسره کړې يادونه کوم ٠

هره بشرې ټولنه ځانـــله پوه او مدبره علمې شخصيتونه ، ليکوالان ، شاعران او هنرې استعــدادونه لــــرې چې هر يوېې په خپله برخه کې د جـــامعې اوخلکو لپاره پـه خپل وخت کـې مشخص خدمتونه د خپلې پوهې اوقلم له لارې سرته رسولې چې دهغوې ابتکارات او هلې ځلې تلپاته او نه هيریدو نکې دي٠

موږ په هيوادونو او نړۍ کـــې مشهوره ليکوالان پيژنـو چې د هغو تاريخې لاسته راوړنـــې د قدر وړ او بشريت تــه د خپل قلم له لارې د خدمت مصدر ګر ځيدلې دې ٠

همدارنګه د منطقې او د نړۍ په سطحه وتــلې شاعران لرو چې هرچا په خپل دور کې خپل شعرونه ،مجموعې او ديوانونه په ميراث پاته کړې اوپه ډيرو نـــوربرخوکې هم ددغسې لاسته راوړنو شاهدان يو ٠

زما مطلب پدې ليکنه کـې په مشخصه تــوږه د هنر او هنرمند پـه اړه کوم چـــې د شــاعرانو ښکلې شعرونه پـــه خپل خـــــوږو اوازونو کې کمپوزوې اوبيايې خپلواوریدونکو ته څه په ژوندۍ بڼه او څه هم د میدیا له لار وړاندې کوي٠

پخواکه يوښکلي شعر په يوښکلې اواز اوکــمپوزکې دخلکو زړونو ته لارپيداکوله خونن سبا ددغه ښکلي شعر ، اواز اوکمپوزترڅنګ د يو ښکلې کليپ جـــوړولو تــه هــــم اړين ضرورت او اړتيا شته چې هنرمندان خپل فعاليتونه دبصرې ميديا ګانوبلخصوص تلـويزيونو نو له لارې خپلو ليدونکو او اوريدونکو ته وړاندې کوي ٠

موږ نن سبا د ډيرو هنرمندانو د سنـدرو او کليپونـــو ســره د تلويزون له لارې اشنا يوچې بعضې يـــې ښکلې او هغه انځورونـــه پـــه نظرکې نيولي کوم چې دهمغه مشخص شعر د شاعر د شعر انځور پکې ليدل کيږې مګربعضی هنرمندان دا کليپونه داسې جــوړوې چې نـه د شعر سره تړاو لري او نه د شاعر د شعر دانـځورکومـــه نښه پکې په سترګو کيږې٠

دپورتني اصل په نظر کې نيولو سره په اوسنيو خاصـــو پرمـــخ تللو شرايطو کې بشــــري ټولنه پـــه مشخصه توګه انځورګره شاعرانوته اړين ضرورورت احساسوي چې دداسې رشتې شاعرې يو نوي

فن او قدم دی د هنر او ادبياتو پــه برخه کې چې پدې برخه کې د ادب د مينه والو توجه ورته اړوم ٠

انځورېزه شاعران هغه شاعران دې چــې هــم ليکوال دي هم شاعر، هغوی خپل د شعر انځورپه اوله کې په نثر ليکې اودخپل دا نځور مختلف حالتونـــــه په نثر اوپه مناسب ځايـــــونو کـــې دشعر په بڼه

ترسيموې او په همدې ډول د خپل د ښکلې شعر انځور په نثرې او شعرې بڼه ليکې او ټولنې ته يې وړاندې کوې چې دا کار که له يـوې خوايوه نوې لاسته راوړنه ده د ننې جوامعوپه ادبياتوکې د بلې خوا لازمه رهنماېې ده هغه خـــــوږ ژبو هنــر مندانو تـه چې غواړې خپل د علاقې وړشعرونه ته لازم اوښکلې کليپونه جوړاوخلکوته وړاندي کړي٠

په همدې هيلې ددې طرحی په نظرکې نيولوسره دادي خپله لمړنې لاسته راورړنه دشين خالۍ تـر سر ليک هغه نـــاول دي چې پخوا د لنډو کيسو په ډول او اوس دهمدې ناول په بڼه د ادب مينه والو ته وړاندې کو م او د بشرې نړې ټولو شاعرانو اوليکوالانو څخه هيله لرم چې ددي اصل په نظر کې نيولـو سره په دې برخه کې خپل ادبې فعاليتونه لا ګړندې کړې ٠

قدرمنو لوستونکو!

لکه څنګه چې هره بشرې ټولنه ځانله ځانګړي خصوصيات ، کلتور ، رسم ،رواجونه او منل شوې اصول لـــــري په همدي ډول په بيلابيلو پرګنو کې دا اصول ، کلتور او منل شوي رسم اورواجونه سره توپير لري٠

په جهاني کچه دغرب ، شرق ،پرمختللوجـوامعو او ورسته پاتې هيوادونو او همداډول دممالکو

په سطحه هــــم د مختلفو ولاياتو ،کلو او بانډو رسم ،رواج او خصوصيتونه سره تفاوت لرې ٠

په همدې اساس په دې ليکنې کې دشين خالۍ تـــرسر ليک چې يو ژونـدۍ تاريخې کيسه او زموږ د ګـــران هيواددکليوالې ژوند هغه ريښتنې داستــان دی چې ددې دووپاکزړونو ځوانانانو شين خالۍ او زيړ ګل د ژوند د هيلو او ارمـــانو د پوره کيدوسربيره د کــلو او بانډو رسمونه، رواجونه اودخلکودمصرفيتونو انعکاس دی چې دشين خالې په لنډو کيسو کې څرګند شوی دی٠

هيله ده چې دا لنډې ادبي ټوټې د لوستونکو د تــــوجه وړ وګرځي اوهمدارنګه ددوستانوڅخه هيله کيږې چـې پدې برخه کی د دی ليکنې د لاغني کيــدو په اړه خپل رغنده وړانديزونه له موږ سره په لاندې پته شريک کړي٠

s-afghani@hotmail.de

په ډيره مينه

سميع الدين افغاني

Door Guest