لیکوال: عبدالنافع همت
Abdulnafi Himmat

يادونه: د طنزي تعريفاتو دا لړۍ يو طنزي قاموس دی چي دوې برخي يې په تاند ويب پاڼه کي خپرې سوي دي. دلته يې ځکه بيا خپروو چي ښايي په تاند کي ډېرو خلکو نه وي لوستي او بل هدف مو دا دی چي د لوستونکو نظرونه واخلو او په کتاب کي تر چاپ دمخه لازم سمون راولو.

امريکا: امريکا يوه مرکبه کلمه ده چي د عربي له (امر) او پښتو ژبي له (کا) څخه جوړه ده ياني ( امر کا) او په سياسي اصطلاح هغه نظام ته ويل کېږي چي انسانان په زور سياسي بندګۍ ته رابولي.

څارنوال : دا کلمه له څار څخه راوتلې ده او څارونکي ته وايي، خو په حکومتدارۍ کي هغه معلول دولتي مامور ته ويل کېږي چي له پنځو حواسو څخه يې يوازي سترګي کار کوي او يوازي د لوړپوړو دولتي چارواکو ګټي څاري.

ملي استقلال: هغه سياسي وضعيت ته ويل کېږي چي ولس او ولسمشر دواړه ژاړي، خو څوک نه پوهېږي چي څوک له خوشاليه او څوک له بې غوريه ژاړي.

ايساف : هغه اجير لښکر چي د سولي پر مهال خزانه خالي کوي او د جګړې پر مهال اوږه خالي کوي.

پارلمان: د ملت د استازو هغه ډله چي د ملت په غمونو کي ډوب وي او د غم غلطولو لپاره په کال کي يو خروار وچه مېوه خوري.

محلي پوليس: هغه وسله وال چي محلي شخړي جوړوي.

ژورنالست : د رسنيو هغه کارکوونکی چي په يوه سترګه ړوند وي او په ټولنه کي يوازي منفي اړخونه ويني.