د بې سوادۍ پر وړاندې د جهاد خبرتيا

 Mali Ghorzan

ډېرو درنو هېوادوالو! د ستر پيغمبر حضرت رسول اکرم (ص) ارشاد دی، چې:
                   پوهه دټولو ښېګڼو مور او ناپوهي دټولو بدیو سرچینه ده.

افغان ملي غورځنګ د سواد د نړيوالې ورځې په پلمه غواړي، له بې سوادۍ، ناپوهۍ او جهل سره چې د افغان ولس  ستره کمزورتيا ده، خپل جهاد او جګړه پيل کړي. افغان ملي غورځنګ اعلان کوي، چې تر دې وروسته:

د پوهنې دښمن، زموږ دښمن دی!

افغان ملي غورځنګ په پام کې لري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سواد نړيواله ورځ ونمانځي او په همدې مناسبت  په ټول هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د  ځانګړو پروګرامونو او عملي ګامونو اعلان وکړي.

له ګرانو هېوادوالو څخه هيله کوو، چې زموږ له ستر دښمن  يعنې  جهل او ناپوهۍ سره د جهاد په لار کې د افغان ملي غورځنګ ملاتړ وکړئ او په دې لار کې خپل نظريات او وړانديزونه له موږ سره شريک کړئ.

په ډېر درنښت

 

 

 

اړيکې: ۰۷۷۴۶۳۳۶۵۹، ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴، ۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸، ۰۷۰۰۰۱۵۶۹۹

برېښناليک: afgmilighorzang@gmail.com