“شریف ښکاریدونکی، اکاډمیک مخدوم رهین چې دومره اختلاس کړیدی، هغه چې د کرزي په کابینې کې جنګسالاران دي او یا له جنګسالارانو سره اړیکې لري، د هغوی به څه حال وي؟”

 

ژباړنة سمیع الله ایلم، کابل

سپټمبر۲۰۱۳،۰۹

 Mahkhdomm Raheen

په ۲۰۰۲ز کې چې کله کرزي خپله نوې کابینه تازه ټاکلې وه نو مخدوم رهین د کرزي د نورو وزیرانو او سلاکارانو په پرتله بل ډول ښکاریده. دا مهال نو داسې شپې ورځې وې چې د طالبانو حکومت تازه ړنګ شوې وو . کرزی هغه کسان پر دندو ګومارلي وو ،چې له بشرحقوقو څخه یې سرغړونه کړې وه او یا یې ناقانونه وسله والې ډلې درلودې او یا په فساد کې ښکیل وو .

خو رهین داسې یو څوک نه ښکاریده چې دا ډول ستونزې دې ولري. ده ته د داسې یو چا په سترګه کتل کیدل چې دیموکراسۍ ته ژمن و، د ښځو حقوقو ته یې درناوی درلود لوړې زدکړې یې درلودې او ویل کېدل ،چې نوموړی به له ځان سره نړیوالې تجربې لري. ده د فارسي په ادبیاتو کې په ایران کې دوکتورا اخیستې ده؛ په کابل پوهنتون کې استاد و  او د CIA لخوا تمویلیدونکي ازادۍ رادیو مشر تېرشوې و. خلک خوښ وو چې د اطلاعات او کلتور وزارت هغسې یو وزیر موندلی چې ورته اړتیا وه خو: “د سړی پای داسې راوخوت ،چې له حېرانتیا ورته ګوته په غاښ شې او یوازې دشریف فاسد وزیر په نوم یې یادولای شې ځګه دا هم دنورو فاسدو وزیرانو په یو څوک رابربنډ شو . رهین هغه ټولې خبرې وننګولې ، چې دده په ملاتړ کې دخلکو پر خولو وې.

د افغان کابینې یو پخوانی وزیر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي.

رهین خپل کارونه نیمه ښه پیل کړل. په ۲۰۰۳ز کې یې له هندي بشردوست او د یونیسکو د ښه نیت سفیر مدنجیت سنګ سره د افغانستان د کلتوري بیا رغونې، د کلتوري اثارو د ساتلو په برخه کې د افغانانو روزلو او د پلازمینې کابل تاریخي موزیم ته د ځای موندلو په موخه یو تړون لاسلیک کړ او مقابل لوري ژمنه وکړه ، چې د یادو شوو موخو په اړه به داطلاعاتو او کلتور وزارت سره  یو ملیون ډالره مرسته کوي.

خو رهین ددې پرځای چې د مدنجیت سنګ لخوا مرسته  شوې بسپنه په وار له مخه ټاکل  شوو رسمي پروژو ولګوي؛ او د افغان کلتور د بډاینې او د تاریخي اثارو د ساتنې په برخه کې ولګول شي درهین شخصي بانکي حساب ته تللي او غلا شوې دي .

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دریو لوړ پوړو چارواکو ډیلي بیسټ ته ویلي چې په دغو پیسو نه مالیې وزارت خبر دی او نه یې هم ټنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شویده او له رهین پرته په وزارت کې هیڅ چارواکی پردی بسپنه خبر دی .

رهین دغه پیسې په ۲۰۰۳ز کې، په خپل هغه بانکي حساب کې چې افغان ملي بانک کې یې درلوده، لیږدولې دي. دیادونې ده ، چې په همدې بانک کې د مدنجیت سنګ د بسپنو په نامه یو بانکي حساب جوړ شوی و چې پیسې باید هغه حساب ته لیږل شوې وای ، خو پيسې درهین شخصي بانکي حساب ته تللې دي.

ددې وزارت تاریخي میراثونو مرکز پخوانی ستر رییس عبدالواسع فیروزي وایي: “رهین ددې پرځای چې دغه پیسې په هغو پروژو چې په تړون کې یې له یونیسکو سره یادونه شوې وه، ولګوي په خپل ځان لګولي دي.”

رهین دا خبره مني چې پیسې یې پخپل شخصي حساب کې اچولی دي خو دغه تورونه دده په وینا چې په شخصي کارونو لګول شوي په هیڅ صورت نه مني. دی وایي چې دغه تورونه د هغو کسانو لخوا په ده لګیدلي دي چې ده له دندې شړلي او اوس غواړي خپل انتقام واخلي: زما پخواني همکاران په ما په غوسه دي ځکه دوی ما له دندو شړلي او اوس غواړي انتقام واخلي؛ ده دا خبره په هغه برښنا لیک کې کړیده چې ډیلي بیسټ ته یې لیکلی دی. دی زیاتوي: دوی غواړي زما شهرت ته زیان ورسوي؛ زما پرضد یوه ستره توطیه شوې ده ، چې تر فاسد خلک ولاړ دي .

د وزارت پخواني چارواکي وایي چې د رهین د شخصي حسابونو پته هغه وخت ولګیدله کله چې نوموړی په ۲۰۰۷ز کال کې د پارلمان لخوا استیضاح او د فساد، له واک څخه ناوړه ګټه ، خراب مدیریت، ایراني کلتور ته د ودې ورکولو په تور سلب صلاحیت شو.

خو کرزی ددې پرځای چې نوموړی محکمې ته وروپيژني رهین یې هندوستان ته دسفیر په توګه واستوه .

په دې اړه د کرزي د کابینې یو پخوانی وزیر وایي: “تاسو ګورئ چې کرزی څومره زیات د فساد او فاسدو چارواکو په مقابل کې له حوصلې کار اخلي. حکومت په فساد کې ډوب دی او لا ډوبیږي!”

په ۲۰۰۷زکې، وزارت یوه کمیسون ته دنده وسپارله چې د سنګ لخوا ترسره شوې مرستې په اړه پلټنې وکړي او وڅیړي چې ولې د کلتوري میراثونو د مرکز پروژه ټکنی ده . د پلټنو پرمهال، کمیسون د وزارت په داخلي اسنادو کې داسې یوه دوه پاڼې سند ومونده چې د رهین شخصي بانکي حساب ته یې د ملیون ډالرو د انتقال شواهد وړاندې کول. دغه سند کیدای شي له رهین او له سلاکارانو څخه یې په تیروتنه پاتې شوې وی.

ډیلي بیسټ دغه سند ترلاسه کړی او د 48620/0ګڼه بانکي حساب چې د سید مخدوم رهین په نوم دی پلټلی دی. دغه سند هغه فعالیتونه ښيي چې د ۲۰۰۴ز پرمهال دې بانکي حساب ته څومره ييسې راغلې او تللې دي .

په دغه موده کې د رهین له حسابه ډېرې پیسې ویستل شوي چې لږې یې ۵۰۰امریکایي ډالره او ډیرې یې له ۶۰٫۰۰۰ ډالرو څخه نیولې تر ۸۰٫۰۰۰ډالرو پورې دي. فیروزي چې د رهین د دوسیې د پلټونکي کمیسون غړی دی وایي چې رهین دغه بانکي حساب وروسته له هغې هم کارولی چې کله دی له وزارته شړل شوی و او خپل ځایناستی یې په دې نه و خبر کړی چې د مدنجیت سنګ بسپنه چیرته او په کومو ځایونو کې لګول کیږي.

خو رهین ددې خبرې په ځواب کې په خپل برښنا لیک کې، ډیلي بیسټ ته لیکلي: کله چې زه له وزارته وتلم نو د تصفیې په موخه مې یو کس ته په دې وګوماره چې د سنګ د جنوبي آسیا د بنسټ د پیسو د لګولو، ویستلو په موخه دده شخصي بانکي حساب وکاروي. دی وایي چې د جنوبي آسیا پیسې ورته په یو ځل نه دي رسیدلي بلکې په قسطونو ورته سپارل شوي او دوی چې کله هم اړتیا لیدلې دغه پیسې یې لګولی دي.

د وزارت پخوانی لوړ پوړی مامور فیروزي وایي: په ۲۰۰۷زکې مو له افغان ملي بانک څخه وغوښتل څو په تیرو څلورو کلونو کې د رهین د بانکي حساب په اړه ورته مالومات ورکړي خو بانک ځکه نټه وکړه چې دا د بانکي اصولو څخه تیری دی او دوی نشي کولای چې د یو چا شخصي بانکي مالومات افشا کړي.

د افغانستان دقانون له مخې هیڅ دولتي چارواکی نه شي کولای ،چې دولتي بودیجه او بسپنه په خپل شخصي بانکي حساب کې واچوي .

که چیرې کومې دولتي پیسې له کوم وزارت سره مرسته کیږي باید د مالیې وزارت ته لاړې شي او هغوی یې بیا د خپلو داخلي پروسیجرونو مطابق وزارت ته خپله سهمیه او د اړتیا وړ پیسې لیږي. خو د وزارت دغه درې لوړ پوړي چارواکي وایي چې دغه پیسې د مالیې وزارت ته نه دي لیږل شوي او هغوی یې په اړه هیڅ ډول مالومات نه لري. دغه پیسې په ناقانونه ډول سره ددې پرځای چې د مالیې وزارت لخوا واستول شي، د رهین حساب ته تللې دي.

رهین په خپل برښنا لیک کې ډیلي بیسټ ته لیکلي چې دی به ډیر زر په کابل کې ددې تورونو او ددې پیسو د بانکي حساب په اړه چې ولې ورته نوی بانکي حساب نه دی جوړ شوی او ولې ده پخپل بانکي حساب کې اچولې یو هخبري غونډه تنظیم کړي.

دی د سنګ د بنسټ لخوا ددې شوې بسپنې سره په تړاو ټول تورونه خوشې حماقت بولي او بس! ده لیکلي چې د بسپنه شوو پیسو د هرې ټنګې په اړه تیار دی چې حساب ورکړي او خلکو ته به په ثبوت ورسوي چې یوه ټنګه هم په بې ځایه ډول نه ده لګول شوې.

د رهین ددوسیې د پلټونکي کمیسون غړی فیروزي وایي: “د کلتوري میراثونو په مرکز ټولې لګول شوې پیسې د وزارت له بودجې مصرف شویدي. د جنوبي آسیا بنسټ له پیسو څخه یوه ټنګه هم په مرکز نه ده لګول شوې.” د رهین د دوسیې پلټونکي کمیسون پخپل دوه صفحه یې راپور کې دا هم لیکلي چې په مرکز ترسره شوی کار بې کیفیته او غیرمعیاري مواد په ساختماني چارو کې کارول شویدي. فیروزي وایي چې د مرکز د کارونو په اړه د رهین او اصلي تړون کوونکي ترمنځ د اصلي تړون ارزښت ۱۵۲٫۰۰۰ډالره ټاکل شوی و چې په درې قسطونو کې به د وزارت لخوا ادا کیږي. خو کوم کار چې د قراردادي لخوا په مرکز ترسره شوی له یوه لک ډ‌الرو څخه پورته ارزښت نه لري خو رهین ورته د کار په پای کې ۲۵۰٫۰۰۰ډالره د وزارت له بودجې ورکړیدي ددې پر ځای چې د سنګ د بنسټ لخوا د ترسره شوې بسپنې څخه یې ادا کړي.

په افغانستان کې دا د فساد نه لومړنۍ او نه هم وروستنۍ دوسیه ده. افغانستان د شفافیت د نړیوالې ادارې د راپور له مخې دریمه درجه  کې ځای  لری افغانستان په فساد کې له جنګ ځپلې سومالیا او تړلي سیستم لرونکې کوریا څخه هم مخکې دی.

د رهین دغه اختلاس په افغانستان کې د واړه کچالو په کچه اهمیت لري. د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مشر کلتوري چارواکی ضیا بومیا پوښتي: “تاسو خپله وګورئ، کله چې د رهین مخدوم په څير اکاډمیک، علمي شخص دومره اختلاس کولای شي هغوی چې له جنګسالارانو سره اړیکې لري او یا هم د کرزي په کابینې کې پخپله جنګسالاران دي، د هغوی به څه حال وي؟”

د افغانستان د فساد قضیه یوازې د شفافیت د نړیوالې ادارې لخوا نه دې مطرح شوې بلکې پنټاګون او د ملګرو ملتونو لخوا یې هم راپورونه خپاره شویدي. د ملګرو ملتونو د مخدراتو او جرایمو سره د مبارزې اداره وایي چې په ۲۰۱۲ز کال کې افغانانو ۳٫۹بلیونه ډالر دولتي مامورینو ته په رشوت کې ورکړیدي. یوه بله خپلواکه پلټنه چې تیر کال یې خپل راپور خپور کړ وایي چې کابلبانک ۱۲ کسانو او ددوی سره تړلو ادارو ته ۸۰۰ ملیون ډالره پور ورکړی بې له دې چې ضمانت ورڅخه واخیستل شي.

کابلبانک په افغانستان کې د بانکي سیستم ستوری و خو د خپرو شوو څیړنو څخه ښکاري چې دغه بانک د څو کسانو په لاس کې و او شخصي ګټه ترې پورته شویده. دغه بانک په ۲۰۱۰ز کال کې دیوالیه شو خو افغان حکومت فوراً مداخله وکړه او ۸۲۵ملیون ډ‌الره پیسې یې ورته پمپ کړلې.

پلټنې ښيي چې له افغانستان څخه د کابلبانک د ۴۰۰ ملیونو ډالرو په ګډون ۵ بلیونه ‌ډالر په غیرقانوني ډول، د باندې په تیرو څو کلونو کې لیږل شویدي.

کله چې کرزی په ۲۰۰۹ز کال کې د جنجالي ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر شو، نو رهین یې بیرته راوغوښت او د اطلاعات او کلتور وزارت یې یو ځل بیا ورکړ. ارګ میشتو سرچینو ډیلي بیسټ ته ویلي چې کرزی په خپلې دویمې دورې کې دې ته تیار نه و چې رهین ته د اطلاعات او کلتور وزارت وسپاري خو د دویم مرستیال مارشال قسیم فهیم په تاکید یې یو ځل بیا دغه وزارت ده ته ورکړ.

د اطلاعات او کلتور وزارت کلتوري سلاکار فضل من الله ممتاز وایي: سنګ (نوموړی د روان زیږیز کال په جنورۍ کې مړ شو) کله چې په دې پوه شو چې دده لخوا ترسره شوې بسپنه د رهین لخوا اختلاس شویده نو  ډیر زیات وځوریده او یو قسم مایوسي پرې خپره شوه. فضل من الله وایی: په ۲۰۰۹زکې راته سنګ د یونیسکو په هغه کانفرانس کې چې په دوبۍ کې جوړ شوی و، وویل چې دی به نور هیڅکله له افغانستان سره د خپل بنسټ لخوا مرسته ونکړي—”زه بیخي د وزیر له دې کار نارامه شوی یم؟” سنګ نه یوازې له افغانستان سره په لویه کچه کلتوري مرسته کړې وه بلکې په ۲۰۰۸زکې یې رهین ته د خپل بنسټ لخوا، جنوبي آسیا ته د هغه د کلتوري خدماتو، د ښځو په برخه کې د عامه پوهاوي د خپرولو، بشر حقوقو ته د خدماتو او سیمه ایزې همکارۍ ته د پراختیا  له کبله جایزه ورکړې وه.

دا به د رهین په ضد لومړي مالومات نه وي چې دی د اداري او مالي فساد په دوسیو کې ښکیل ښيي. نوموړی د روان زیږیز کال په می کې د افغان مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسون لخوا احضار شو او ترې وغوښتل شول ترڅو د هغو ۵۹ تاریخي آثارو په اړه مالومات ورکړي چې دده لخوا له هیواده د باندې استول شویدي او پلورل شویدي.  رهین د مشرانو جرګې ددې تور په اړه وویل چې له دې توره سپین شوی ځکه په کابل کې د ملي موزیم مشر په دې اعتراف وکړ چې ټول یاد شوي ۵۹توکي په موزیم کې شتون لري او د نندارې لپاره وړاندې شویدي.

په ده باندې دا تور هم دی چې د تاریخي آثارو مشهور افغان ټولوونکي احمدشاه سلطاني سره یې مرسته کړیده چې په کابل کې د سلطاني په نوم موزیم رامنځته کړی. په سلطاني د افغان اطلاعات او کلتور وزارت د ډیرو مامورینو لخوا تور دی چې د هیواد ډیری تاریخي اثار یې له هیواده د باندې قاچاق کړیدي. په ۲۰۰۸ز کال کې، د رهین ځایناستي د احمدشاه سلطاني ددې آثارو په اړه د پلټنو خبره مطرح کړله او شک یې څرګند کړ چې څنګه یو سړی په دې توانیدلی دی چې په زرګونو افغان تاریخي آثار په خپل ملکیت کې راولي.

د اطلاعات و کلتور وزارت زیاتره مامورین په دې باور دي چې سلطاني موزیم د رهین او پخپله د سلطاني لخوا ترسره شوو د تاریخي آثارو غلا ته قانوني مجوز ورکړ خو دغه دواړه کسان دا ډول خبرې او تورونه ردوي.

ددې لپاره چې د فساد له دې تور داغه یې نوم پاک شوی وي، ده پخپله له ولسمشر کرزي وغوښتل څو یو کمیسون په دنده وګوماري او دده په اړه د حقایقو د موندلو دنده وروسپاري.

ده پخپل برښنالیک کې ډیلي بیسټ ته لیکلي دي: “ډا‌ډه یم چې له دې تورونو به سپین ووځم. زه خپل شهرت او نوم لرم او امکان نه لري چې زه دې په یوې ورځې کې غل شم!”

samiullahelam@gmail.com

for English 

Afghanistan’s Million Dollar Minister