لیکوال: خپـه خـوشال ډګرخیل

۹ سپتمبر ۲۰۱۳

یو څو ستمیانوپه اینـټرنیټ کې د پښتنې  ملالې یوسفــزۍ د نیک نـړی وال  شهـرت او د هغې  د اسلامي، ملي او علمي  سرښندنې د  کمزوری کولو په نیت دا سې پوښتنه خپره کړې ده چې جواب یې د دوی پټه کینه نشي سړولی : «ایا خون ملال یوسفزی پاکستانی از خون انیسه افغان رنګیـن تر است»؟ د دې پوښتنې جواب هغه چارپوه ورکولی شي چې په لابراتوار کې یې د دواړو خویندو وینه تحلیل کړې وي. ملاله د ۱۹۹۷ د جولای په۱۲پـ‎ه سوات کې زیـږیدلې ده ، او د قــاتلانو لــه خوا خطرناک وسله  وال بـرید پرې د ۲۰۱۲د اکتوبر په ۹ وشو. د غــه شــان، په کابل کې راته یو دوست دوه ایمیلونه و‎ښودل چې ښایي په غــرب کې د دوه بشـپـړو مسلمانانو له خوا به زما دوست ته رارسیدلي وي. ګومان کوم چې دواړه به افغانان الاصله وي. دغو  دواړو په خـپلو ایمـیلونو کې د خپـل نفس د تسکین لپاره په  پښتـني وریرې ملالې یوسـفزۍ پسې له یو ډول مـرموزو چالاکیـو  نه کار اخیستلی دی.  په دې لیکنه کې دوی دواړو ته پښتون یا  ا فغان ځکه نـشم ویلې چې خـدای مکړه  د دوی د  بشپـړې اسلامي عـقیدې سره کـوم ټکـر و نکـړي؟

 یـو بـشـپـړ مسلمان الحاج « استاد…» په پښتونخوا کې په نشنل عـوامي ګوند   د «ملحد ګوند» فتوه ورکړې ده/ یایې پرې ټاپه وهلې ده. الحاج استاده! ګوند په قانوني لحاظ یو مصنوعي (فیکټـیشس) شخصیت دی چې د طبعي شخصیت (انسانانو) په لاس جوړیـږي او چلیـږي. یانې سیاسي سازمان خپل پخپله نه په یو چا ایمان راوړي او نه پخپله له ایمان نه اوړي، خو داچې طبعي شخص یا اشخاص پکې د الحاد د ټکې ډکون (محتوا)  ورزیات کړي یایې ترې وباسي. د غــربي نــړۍ په دلال اســلامي پاکستان کې د پښتنو نیشنل عــوامي ګونــد واک او نفوذ نه لري، بلکې واک او نفوذ په غټه اندازه د اصلي پاکستاني  «اسلامي» ګوندونو لکه مسلم لیګ او کله نا کله د پیـپلـز(خلکو) په لاس کې دې چې د پنجاب په مقتدرو مسلمانانو اتکا کوي. ښایي منلی استاد به  پــه نوم کې چاپي تیروتنه کړې وي؟ په یو مسلمان باند د بل مسلمان  بې عـزتي، ملکیت نـیول او وینه تویـول حرام دي،  خو د انګـریزانو د هـدفـونو لپاره را توږل شوي اسلامي پاکستان د مــیونــد د ملالۍ د هــیواد مهـمه برخه ( پښتونخوا)غصب کړې ده او په پوره چل ول سره پښتانه ژوبلوي، محتاجوي او د اسلام د پردې لاندې ورته د تـرهه ګرۍ (ټروریزم) چاپیـریال جوړوي او لــه دې لارې د هند په مقابل کې زړه ور پښتون پوځیان د سپیڅلي پنجاب د ګټو لپاره  د تیارسۍ په حالت کې ساتي او له لویدیزې نړۍ نه د ټـروریزم د مخنیوي په نوم پیسې او وسلې لاسته راوړي. په برتانوي هند کې د دیـوبند مدرسې عالمان د پاکستان د جوړیدلو مخالف وو، خو محّمد علی جناح د برتانیې د پروژې په  پلې  کولو پسې ملا تړلې وه. عبدالغفارخان (باچاخان) محّمد علي جناح ته د ۱۹۳۰ میلادی په شا و خوا  کې وویل  چې یوځای به شو اوغبـرګه مبارزه به وکړو. خــو جــناح ورســره و نه منــله په دې دلـیل چې بــاچاخان د انګــریزانو په ضد و او پخــپله دی (جـناح) یــې پــلــوي و

د هغه دوهم بشپـړ مسلمان ورور سره  دا منم چې د امریکې د غـټـو رسنیو په شان  په امریکا کــې افغاني ټلویـژني پروګرامونه هم په غـټه اندازه مطیع دي او خاصه اجندا لري. خو یو بل واقعیت  له دغه ورور  نه هیـر شوی دی: کله چې سپیـڅلی جهاد په نا سپـیڅلي بري واوښت، د مسعـود- ربانـي د   د وهمې سقاوۍ په مهال(۱۹۹۲ اپریل  تر سپتمبر ۱۹۹۶) دخاورې بشپـړتیا د خطر سره مخامخ شوه، په ښځو جنسي بریدونه وشول اوپه زرګونو  افغانان مړه ، ژوبل او بې کوره شول. ورپسې د افغان طالبانو  په مهال( سپتمبر ۱۹۹۶- اکتوبر ۲۰۰۱) د خاورې بشپـړتیا خوندي شوه، خــوښځې  خاصتا  په  کابل کې میشتې ښځې په کورونو ورننـویستل شـوې او کله به چې راووتلې طالبانو به پــه چوکـو(لښتو) وهلې. د کابل ښځې او په لویــدیز کې د هغــوی دوستان او خپــلــوان د اســلامي ګوندونو/تنظیمونو له جنسي بریدونو او د افغان  طالبانو له کوتکـونـو نه نـفـرت لري. د طالبانو په مهال، حتی ښځینه حمامــونه  هـم تـړل شوي و. زما مطلب دادی چې د یوه مسلمان په څیـر باید د افغانستان د نفوسود ښځینه اکثریت دردونو او محرومیتونو ته هــم  نوکې توجه کړو. کومې افغــانې مـیرمنې(…) چې په اریانا افغان اینټـر نیشل ټـــلویژن کې په خپل پروګرام کې د ملالې یوسفزۍ په اکله نظر وړاندې کړې، زه پرې نه یم خبـر ځکه زه د افغاني ټلویزني پروګرامونود لیدلو سره علاقه  نه لرم . خو ښایي هغې  به په خپل پروګرام کې د تنکئ ملالې یوسفزۍ  په حـوصله ،مبارزه، کامیابۍ او زړه ورتیا کې د ښځــو هیلې احساس کړې وي. یو سیاسي او حقوقي نظام چې  د ښځو مشروع حقـوق نشـي خوندي کولی ، هغوی مجوریـږي چې سپین سترګې شي او په پاڅـون لاس پورې کړي، په تیره هغه ښځې چې دنیا یې لیدلې وي او تعلیم یې کړی وي. هیڅ عاقـلې مسلما نانې نور نشي زغملی چې د اسلام د نـوم لانـدې دې د هـرناپـوه ، دیـومــزاجه او غضب ناکه نارینه ظلم او سپکاوی ومني. که ښځې بې عقله/کم عقله یا ناقـص العــقله وای، ولې به حضرت محّمد(ص) د تاجـرې بي بي خـدیجې د لاس لانـدې کار کــولی، او څنګه بــه بـي بــي عایـشه یـوه غــټه محدثـه وای؟! ولې په اوسنئ غـیر اسلامي نـړۍ کې  ښځې غـټې عالمانې دي، خـو پــه اسلامي نـړۍ کې موږ نارینه مسلمانان تـقـریبا د ۱۴۰۰ کلونو پــه اوږدو کې دې فیصلې ته ونه رسیدلو  چې پــه ښـځو حجاب ور واچوو یـا جلباب؟ مطلب مې دادی چې اسلام د خپلې بـقا لـپاره پـه عــبادتي اړخ (کلمه،لمونـځ،روژه، ذکات، حـج) کې نــه، بلکې پـه ټـولنـیز- سیاسي اړخ کې تجـد د  ته غـټ ضرورت لري! په دې مانا چې اسلام د استدلال، علم، او د علم د استعمال (تخنیک)، او د ټولنیزو- سیاسي قانون سازیو( واده، طلاق، څـوښـځتـوب، قــرارداد، د ښځو تعـلــیم او کار، سیــاسي نظام…) ســره پُـخلا شي.  پخوا به د ۱۹۷۸ پورې په افغانستان کې د مکتبونو شاګردانو ســربیره په دنیوي عــلـومـو(کمیا،فـزیک، بیالـوجي،ریاضیاتو، تــاریخ، ادبیاتـو)، د دینـیاتــو او منــطق مضامیــن هــم لــرل. د کابل په شـرعي دارالعـلوم کې سـربیره په دیني نصاب، ریاضیات هم تدریس کیدل. هغــه مهــال د  دیني او دنیــوي  عــلومــو تــر منــځ  وروری وه او هــره خوا به د یو بل په خبرو پوهیدله او هرې خوا به یوبل ته د خپلې تعلیمي څانګې  د چار پوه په څیر درناوی کاوه. غـلیمي به نه وه، بلکې  بحث او منطق به و. ښځو به په ښوونځي کې تعلیم او په پوهـنتون کې تحصیل کاوه. ما په ټـول ژوند کې کوم ملا/طالب نه و لیدلی چې په ښځو پسې به یې کــوتک راخیستـی وی یا به یې د سړک په سر په کوم بل ډول  په عذاب کړې او سپکې کړې وي. که لــه ټــول افغانستان نه طالبستان/ اسلامستان  جوړشي، هـره ورځ به د پـیچل کیدونکي ژوند کارونه څـوک کوي؟ ایا ټول ګاوڼډي هیوادونه به ځانونه سم دلاسه دافغانستان په طالبستان/اسلامستان کې حـل کړي؟  ژوند د کار په تقسیم ولاړ دی. په تیرو ۳۳ کلونو کې زموږ د ځوانانو روزنه د نورو پـه لاس کې ده او له دې امله زموږ تعهد هم د نورو سره دی، زموږ د تعلیم هدف د بل چا په  ګټـو راڅـرخـي. موږ یې داسې تلقــین ک‎ړي یو چې د هــیواد او دخــپل ولس د ګــټـو  دفــاع د اسلامي امه په ضد ده. تر څو چې پــه نړۍ کې ملي ژبې او ملي ګټې شته وي، تر هغه به ټـول افغان ملت هم د ملي ژبې او ملي ګټـو مستحــق وي .

  زه   داسې نــظـر لـرم: نـږدې ۱۳۳ کلونه وړاندې  په ۱۸۸۰زییز کې اتــلې ملالۍ د مــیوند په جګړه کې  پښتانــه د یــرغلګرو انګـریزانو په ضد تودې جګړې ته په دې ټپې سره راوپارول

کــه په میـوند کې شهـید نه شــوې        خایګـو لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه

 مـیوند  په افغانستان کې دی ، نه پــه کوم بــل هــیواد کې! دواړه ( د ملالۍ چوپان پلار اوپخپــله مــلالۍ)  د پـوهـنې له رڼــا نــه محــروم وو او له دې امــله  لــه بـدې مــرغــې په اسلام دومــره نــه پـوهـید ل لکه د خـپل هــیواد افغانــستان، د خپلې سیمې  مـیوند اود پښتـونــوالې پــه اکــله چې پـــوهـیدل. څــومــره به ښــه وای، که د پــوهنې رڼــا د میونــد د مسلمانې اتــلې  ملالۍ او د هغــې د مسلمان پــلار په بــرخه شــوې وای. څومره به ښه وایی که اسلام دوستي او وطن دوستي د یو بل ممد وای!

ارواښاد عـبدالغـفارخان ( ۱۹۸۸-۱۸۸۰) چې خپل ولس به  ورته «بــاچاخـان » وایه، « جمعـیت اصلاح الافاغـنه» اوښونځي/مدرسې یې جوړکړل. د تعلیم په چارو کې  به د هغه مهال  دوه دیـوبـندي عالمانو ( د پښتونخوا ارواښاد مـولوي صاحب فضل ربي او ارواښاد تورنګزو حاجي صاحب) د باچاخان سره د ښوونځیو په جوړولو کې مرسته او مشوره کوله. خو انګـریزانو د پښتنو له هوښیاریدلو نه ویره لرله او له دې امله یې خپلو مُلانواو مــولویانو ته پیـسې ورکــولې چې د باچاخان د تعــلیمي پــروګرام پــه ضد په عــوامــو کې داسې منفــي ډڼـډورې را پورتــه کړي

ســبــق د مـــد رســې وایــي د پــــاره د پــیسې وایــي

په جنت کې به ځای نه وي په دوزخ کې به ګسې وهي

د دغـو انګریـز- نوکره  ملانو وارثانو   نن بیا پښتنو ته پاټک اچولی دی چې د برتانوي پاکستان له خوا په اشغال شوې پښتونخوا کې ګډ وډي راولي او د پښتنو زوزات د پوهـنې له رڼا څخه  محروم وساتي. برتانوي پاکستان یو دلال (کومـپرادور) دولت دی چې  په  ۱۹۴۷ کې د انګریزانو په لاس راوتوږل شو او تر نن پورې د لـویدیــزې نـړۍ د ګـټـو د خوندي کولو لپاره «جــبهه یي» (فـرنټـلاین) مــاهــیت لري. لــه هـمدې امله د برتانوي پاکستان طالبان پښــتونخوا شــړوي، او پخپله  پاکستان د خــپــلو دغــه ډول عملیاتو په مقابل کې له لویـدیزو دولتــونو نه پیسې او وسلې اخلي او په عین وخت کې په قبأیلي سیمو کې د طالبستان وحشي  تجربه پخوي. په انګلستان کې له اُکسفــورډ پوهنتون نه راوتلې مــورخې فـون تانـزیلمَـن په خپل مهم کتاب((اِ ینډین سَــمَـر، ۲۰۰۷) کې لیکي چې که: محمد علی جناح « د پاکستان پـلار و، وینسټـن چرچل یې د تره مقام لاره».

 د برتانوي پاکستان طالبان د مغزو غـلیــمان ، د پوهنې یرغلګران، د تورتم پلویان، انسان ډوله ښاماران،  او د اسلام په نوم د اسلام سپکوونکي دیومزاجه داړه ماران دي چې د رڼا په ځای ورته تورې سمڅې او د پښتنو د ژوند او کــلتور بـربادول خونــد ورکوي. که افغــانان نــه وای، په غیر له پښتونخوا به نور ټول برتانوي پاکستان، بنــګلادیش او پاتي نور هــندوستان غیــرمسلمان واي. افغانانو  د اسلام دین هــندوستان  ته رسولی و او مـسلمان شـوي هـنــدیان ( د اوسني بــرتانــوي پاکستان د مسلمانانو په شمول) یې مسلمان ساتـلي وو.  افغانانو خو د شوروي اتحاد امپراتوري ړنګـه کړه او اوس هم د امپراتورې امریکې سره لاس په ګریوان دي. خو د برتانوي پاکستان واکمنانو به  د شورویانو په ضد د افغانانو د جهاد په مهال هم  پیسې ګټلې او اوس یې هــم د لویــدیز په تــوبره کې خـولــه مڼــډلې ده. پـوښتنه داده چې ولې دومره دیني مدرسې په پښتونخوا کې جــوړیـږي خــو په پنجاب او سیـند کې نه جوړیـږي؟ ولې پاکستاني طالبان په کراچۍ ،لاهور او راولپیـڼډۍ کې په ښځینه زده کوونکو بریدونه نه کوي، خو له پښتونخوا نه یې سـور تنـور جـوړکړئ دی. په پــیښور کې په سـینما بـریــدونه کوي، خو په لاهـور کې چې د فـلمونــو مـرکز دی، خیـر خیــریت دی ، خلک کار لي او روزګار چلوي.

تعصب، کینه، عاجل قضاوت اوځان پخپله مجاهد، غازي،استاد او مشر (استاد، امام،خلیفه،امیر) ګڼل د ځان خوښۍ احساس منعکسوي چې په خپل وار سره د اسلامي اخلاقو سـره تـصادم  لري. زما په خــاورین(غیرمقدس) فکـر، مشر (امام،خلیفه…امیر) هغه څوک دی چې د خپل ولس په زړه کې یـې ځای نیولی وي، نه د یوې ډلې، یو ګوند یا یوې سیمې د وګړو په زړونوکې.

أې  زماهغــوخویـندو وروڼــو چې د مسلمان عــقل په غــټ پټکي، دیني شخصیت یې د ټـوپک پـه ججـوره، او د نفس تـزکیه یې د ۱۵کلنې ملالې یوسفزۍ  د وژنې په بر ید کې وینئ،  په قرآن مجید کې یو ډیر غټ ټکي ته پام وکړئ: پیغامبر  حضرت محّمد (ص)  ته د لومړئ وحې په پیل کې د «اقـرأ» (ولوله/ولاړکړه د خپل رب په نوم) امر شوی دی. دغه لومړی والی په اســلام کې د علــم (پوهې، زده کړې) لومړی والی او غټ اهمیت ښئ – نه د ټـوپک، کوتک، تهدید او سپکاوي.  هلته راغلي دي: «ولاړ کړه د خپل څښتن په نوم چې هر څه یې خلق کړي دي. انسان یې له یوې ټینګې مادې نه پیدا کړ. ولوله او ستا رب کریم دی چې انسان  ته یې [لیکل او لوستل] په قلم ورزده کړل  [او] انسان یې په هغه څه وپـوهاوه چې نه پرې پوهـیده». په وروستنئ کړۍ کې د علم مسلسل پرمختګ ته ګوته نیول شوې ده. هسک څـښتن (ج) چې وروستـني پیغامبر حضرت محّمد(ص) ته لومړئ وحې د علم په با ره کې  استولې ده، پاکستانئ طالب څوک دی چې د هسک څښتن (ج) له خوا  لومړئ رالــیـږل شوې وحې ماتـه کړي او زموږ په تنکئ وریرې ملالــه یـوسفزۍ باندې خپل وحشي زړه تـش کړي. الله(ج) ملاله وساتله،  د عـزت او نیک شهـرت خاونــده یې کړه، او د وحشیانو جنایت  یې ټــولې نــړۍ ته وښـود. بایــد د افغــانــستان طالبانو چې د یرغلګرو سره لاس په ګـریـوان دي،  دغه  جنایت غندلی وای.  دغـه جــنایت د نــړۍ والـو پــه سترګـو کې د اسلام  حیثیت راټیټ کـړ او غـربـي یرغلګرانو او د هغـوی متحدینو ته یې د دې زمینه  برابره کړه  چې په ملاله یوسفزۍ  باندې  د  وحشت طلبو  او جهالت طلبو پاکستانـو طالـبانو لـه بـرید نه سیاسي او تـبلیغـاتي  ګټه اوچـته کړي. د ټـوپک – ټوپک قـانـــون خلک چې په  زړونو کې یې د  تعـصب لمبې بلې دي ، ذکـر شوې لومړئ  وحې تـه پاټک نــشي اچــولی.

که د ټـول  افــغــان ملت یــوې ملالۍ نــږدې ۱۳۳ کلــونه وړانــدې په ۱۸۸۰م  کې د انګــریـز یـرغلګرانو په مقابل کې  د میوند په توده جګړه کې ټوپک راپورته کړ، دغې بلې تنکئ ۱۵ کلنې ملالې یوسفزۍ د یوویشتمې پیـړۍ په لومړیو ۱۲ کلونو کې خپله وینه په قلم کې توی کړه او نړۍ ته یې په ډاګه کــړه چې پښتــنې پــیغـلې نه یوازې په هیواد سر ورکـوي بلکې د هیواد د پــرمختګ  او د ملت د هوساینې لپاره په علم او قلم هم سر ورکولو ته تیارې دي. زمــوږ وریــره  د ســوات مـلاله یوسفـزۍ په تورتم- تورتم او ټـوپک ټـوپک قـانــون کې د خـپل  ټــول افـغـان ملت اتـله ده. کــه  د ســوات په  ښکلې دره  کې   یـو څو ټـوپک مزاجه او دیوفـطرته«انسانانو» اسلامي عاطفې ته پـاټک اچولی و، نو تنکئ ملالې یــوسفزۍ غـړندو هیلو  ته نوې انرجي ورکړه: په یــوویــشتمه پـیـړۍ کې د پـوهــې او رڼــا انرجي! ملالې یوسفزۍ د لویدیز، روسیې، ایران او برتانوي دلال پاکستان هغــه ډنـډورې شـڼـډې کړې چې پــښتانه یې پکې وحــشي، جنګ طلــبه،علــم دښـمنه او ښځې سپکــوونکـی قــوم معــرفــي کــړی و.

د مــلالې یــوسفــزۍ «جــنایت» دا و چې ځان او نورې جینکۍ یې د تعلیم د حق وړ ګـڼلې. خو د برتــانــوي پاکستــان طالبانو دغــه حق نـشو زغملی، او د تنکۍ ملالې د وژنې فـتوه یې ورکړه. د هسک څښتـن تکل بل شان و: پښتنه ملاله یوسفزۍ  د وژنې په ځای کلکه ټـپـي شوه او په مقابل کې یې پاکستاني طالبان رسوا شول. خو ټـول پښتون قـوم اوس هم   د لویـدیـز د بمونو په رڼا کې کور او ګور ورک کړي دی او په مقابل کې  یې د«اسلامي» برتانوي پاکستان بازار تود دی. په یو مسلمان بانــدې د  بـل مسلمان  سره بـې عـزتي کــول، شتــمني یې  نــیـول او ویـــنه یــې تـــویـول حــرام دي. برتــانوي پاکستان د خپل بـادارپــه امر د افغانستان خاوره نیولې ده، او د بـرتــانــوي پاکستان طالبانو زموږ په تنکئ وریرې ملاله یوسفزۍ باندې وسله وال برید کړی و او هغــه یــې کلکه ژوبل کــړې وه. د پاکستاني طالبانــواعـمال د رټــلو وړ دي. هغه زیان چې د ملالې یوسفزۍ د وژنې د برید له لارې د اسلام معــنوي مقــام ته رسیــدلې دی، مســولیت یې  د پاکستانو طالبانو په غاړ دی، نه د مــلالې یـوسفــزۍ  پـه غـاړه. ملالې یوسفزۍ خپل حق غوښته ـ هغه حق چې په لومړئ وحې کې یې  امـر شوی دی:« اقرأ….»، یانې ولاړ کړه/ ولوله:د العلق سوره، ۹۶:ا – ۵

ملاله یوسفزۍ د نوي، علمي سنګـر اتله ده.