لیکوال: سمیع الدین افغاني

Smeuddin Afghaniدا یو څرګند حقیقت دی په کــــومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وي طبعي ده چـې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ اوچرته چې یوالی او ورور ګلوي وي هلته کامیابي اوسعادت خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کـورنۍ نه راوخله بیا تــــر کلي کور ، ولسونو ، هیواد او دبشریت په کچه د منلو وړ خبره ده ٠

خو کله کله دځینو بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا تاوان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي سیاستوال دخپلو خلکو په یووالي سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړ ي او دنور انسانانو حقوق یې غصب اودهغوی هستي او شتمنۍیې تباه او د هغه خلکوحیثت ته یې په سپکه کتلي چې د نــړی استعمار ګره سیاستونه ددې مثال ژوندۍبیلګې دي ٠

اوس که راشو او دخپلې ټولنې او خلکوتاریخ ته ځیر شو نــو دا به ټولو ته معلومه و ي چې د تاریخ په اوږدو کې ددغسې اشغالګریـــو او په وطن کې د ځان ځانــــی او تر بګنیو پــه نتیجه کې دا وطن همیشه د اشغال د مستقیم اوغیر مستقیم ډول د منافع دخوندي ساتلو میدان ګرز ید لی او زموږ د خلکوسره داسې جفاوې تر سره شوي چې دنوروټولنوپه تاریخ کې به داسې نارواوې کمې ترسترګو شوې وي٠

دا یوه طبیعي خبره ده چې زموږ هیواد په اوسنی حساسه تاریخي مرحله کې زموږ د خلکو یووالی او پیوستون ته اړین ضرورت لري اوموږ داسې حرکت او پوه لیډر ته اړتیا لروچې دوطن خلک او پرګنې کـــوم چې پدې څولسیزوکې پـــه مختلفو ډلو تظیمونـــو اوپـــارټیو تقسیم کړل شوي د ملي مصلحت تر شعار لاندې سره یو کړي تــر څو وکولای شو ددې ناخوالود له مینځه وړلــو لپار عملي ګامونه اوچت کړو٠

اوس اوس ددې ترڅنګ چې دیرش کلنې جګړې ددې خلکو نه هـرڅه تباه کړي خو دخلکو سیاسي پوهاوی واقعا داحسا س وړ دی ، او س د افغانستان خلک پـــدې پوهیږ ي چې یواځې د ولسونو یووالی دی چې کولای شي مشکلات حل اوپه وطن کې دورورګلوي او ترقي اساس کیښودل شي. په ډیر خواشنۍ سره باید وویل شي چې یو شمیر اجنبي افغان نمامصنوعي لیډران چې همدا اوس هم په ډیر هوښیاری زموږ په وطن کې د تجزیې پلانو نه طرحه او په ډیره سپین سترګی د پردو په اشاره ، مادی او معنوی مـــلاتړ نورهـــم دې تراژیدیو تـه دوام ورکــوي اودوی هغه خلک دي چې تر پرونه پوری یی د افغان ولس دیو واحد وطن د تجزیې خوبونه لیدل اواوس ظاهرا دافغانیت چيغې وهي او غواړي چې د افغانيت تر نامه دافغانانو حاکمیت او سرنوشت تر سوال لاندی راولي ٠

دا یو څرګند حقیقت دی کله چې زموږ په هیواد کې د ډیموکراسي نـــاری سورې پورته شوې ، دې مغرضو سیاستوالو د موقع څخه ګټه پورتــه کړه او د خپل قـــدرت او منافعو د خـــوندي ساتلو په مقصد د هر چا سره د معا ملو تړونونه لاسلیک کـــړل . شواهد داسې ښکاره کــوي چې حتی داسې معاملې هم روانې دي چې د ډیورن ګرغیړنې کـــرښې د رسمیت پیژندلو تــه هم لاس اچوي. همدغه کړیو بیا د روسې سره دپخواني شوروی د جنګی جنایتونودغراماتو د بښولوتیاري ښودلې اوکله بیا د خپلو ځاني ګټو د ساتلــو په مقصد دایران او ….له ګریبانـه سر را پورته کړي او د لوی خراسان اودهغوی دنورو شوموپلانو د تطبیق لپاره په میلینونو دالر او نورو امتیازات تر لاسه او دخپل د انتخاباتو په ناکام کمپاین کې په ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس مصرف کړل ٠

زموږ هیواد وال شاید دې ټکې ته توجه کړې وي چې یــوشمیر مغرزه سیاست وال غـــواړي زموږ هیواد نه د مختلفو پوچـــوسیاستونـو دتطبیق لابــــراتـوار وګرزوي او غــــواړي چې پدې وطن کې پداسې شرایطو کې چې باید ددې وطن د بچیانو او دټــولو قومونو او پرګنو دیووالی لارې چارې ولټول شي بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوي چـې په وطن کی د بـــې باوریو او اختلافاتو ته نور هم لمن ووهي تر څو پدې ملک کې دسولې او وروری فضا همداسي کمرنګه وساتي ٠

داسې نا جايزه کړه وړه څه تصادفي خبرې نـدي بلکه دا هغه منظم پلانو نه دي کوم چې دپردوپه اشاره غواړي چې د خپلو تشکیل شوو کړیو له لارې زموږ هيواد د بې ثباتۍ اوتجزيی سره مواجه کړي ٠

د افغاستان په اوسني شراطو کې د فدراليزم سيستم يواځې او يواځې زمږ هيواد دبې ثباتۍ او تجزې په لور بيول دي چې دوې خپله پدې خبره ښه پوهيږي او غواړي چې دا هيواد تجزيه او د افغانستان په نامه يو تاريخی ملک جغرافيوی شتون له مينځه بوځی چې دوۍ به داخپل شوم ارمان له ځانه سره ګورته ويسي ٠

زمږ د هيواد تکړه شاعر يو ه ريشتنې او د افغانانو د زړه خبر کوي وايي

تا يک نفر افغان است

زنده افغانستان است

په هر صورت په لسهاو دلایل شته چې فدراليزم په اوسنیوشرایطوکې هغه طرحه شوې دسیسه ده کوم چې یو شمیر لاسپوڅــــی غواړي دا وطن نــــور هم د خــــود سریو میدان وګرزوي او دوی پکې زیات مادي اومعنوی امتیازات تر لاسه کړي ٠

زما په اند اونظر د وطن د هر اصیل بچي دا ملي او وطني دنده ده چــــې دوطن ملي مصالحوته په پام کې نیولو سره د داسې غیر مسؤلانه اهدافو په مقابل کې خپله وطني او ایماني مسو لیتونه تر سره کړي او اجازه ور نه کړي چې د وطن دښمنان زموږ دپرګنو اوولسونو ملي یو والی زیانمن او د غرض لا سونه نور هم زموږ دبې ګناه ولسونو او خلکو پـــه وینوسره او هره ورځ په وطن کې د افغان وژنې سلسله او تراژیدیوته دوام ورکړ ي ٠

ومن الله التوفیق

په وطن کې د سولې او ورورګلوۍ په هیله ٠

سمیع الدین افغاني

Door Guest