ډاکټر لمر

په تيره اونۍ کې د هالنډ د نړيوالې محکمې د حقوقي موسسې يو حقوقپوه د کمونيستانو د واکمني د لومړيو دوو کلونو د قتلوقتال يو نوملړ خپور کړ، چې تر ۵۰۰۰ بې ګناه انسان د اخواني، روشنفکر، ماوېست او نورو نومونو لاندې پرته له محکمې په ډېره نامېړانه وژل شوي دي، چې په نړيواله کچه ورته پام اړول شوی دی او په اړوند يې ډېر غبرګونونه په رسنيو کې شوي دي.

د دغه زړه بوږنونکې پېښې په اړه بايد له ټولو قربانيانو سره زړه خوږی وښودل شي او زه هم په خپل وار سره د دغه شهېدانو کورنيو ته د جميل صبر له پاک الله غواړم او شهيدانو ته يې د فردوس جنتونو تمه کوم او په دې هيله چې ځينې ذهني ناروغان او یا سياسي اپورچونيستان له دغه غملړلې پېښې سياسي ګټې پورته نه کړي او له دغه بشري غميزې سکتوريستې ډنډوره جوړه نه کړي او د کمونيستانو خبره: هره پېښه د خپلو ګټو لپاره و نه کاروي!

له بده مرغه نن مې آريايي برېښنا پاڼه کې يو شمېر له غرضه ډکې ليکنې ولوستلې، چې د ببرک کارمل پرچمي ډلې يو شمېر مخکښو، چې د وروستيو څو کلونو په بهير کې د ببرک کارمل په نامه د پرچمي فارسي ژبو په غولولو د خپل ژوند د هجرت شپې تېروي او ليکنو کې يې هم د کارمل ډلې ته د «بيني خميري» د جوړولو په موخه روا او ناروا ټول ليکي، چې هره پېښه د خپلو موخو په ګټه وکاروي، خو له هېره باسي، چې د افغان تاريخ په ټټر کې هر څه ژغورل شوي دي او د افغان ولس خوله نور نو نه د سرو قواو په کلاشينکوف پټېږي او نه هم د امريکا په مډرنو ډرونونو ځپل کېږي، ځکه نو که نن وي او که سبا وي، نو حقيقت به رابرسېره کېږي او خلک به د ټولو له جنايتونو او خيانتونو خبرېږي! د يو ليکوال دغه څو کرښې مې دلته رانقل کړې، چې نور يې هم ولولي:

مرتبط بر انتشار لست قربانیان سالهای 1978-1979 اشارات و سوالات مطرح میگردد که ارائه جواب و توضیح را نه تنها برای ملت افغانستان بل برای جامعه جهانی و اخصاٌ پولیس و دستگاهای زیربط هالندی ، ضروری میباشد. این لست که قسمتی از لست سال 1979 است شامل 12000 نفر بود و حفیظ الله امین خواست با انتشار این لست بار تمام جرایم خود و حلقه مجرم و مرتکبین جرایم خود را بدوش گروه فقید ترکی بیاندازد و با شعار ” مصئونیت، عدالت و قانونیت” خاک در چشم ملت بپاشد.

د کمونيستانو سره غميزه د ۱۳۵۷ لمريز کال د ثور مياشتې په ۷ نېټه رامنځ ته شوه، چې پيل يې په ارګ کې د بريدمن امام الدين، چې په ناروې کې مهاجر دی، د مرحوم شهيد سردار محمد داود خان د کورنۍ او د کابېنې د ۷۳ تنو په وژنه تر سره شوه، چې وروسته له دغه پېښې د افغانستان متدين او با غيرته ولس په يو او بل نامه ترور شول، چې په لومړيو دوو کلونو کې ۲۰۰۰۰ انسانان په قتل ورسېدل، چې په دې اړه تاريخ ليکونکي صديق فرهنګ په خپل کتاب «افغانستان در پنج قرن اخير» کې پوره معلومات ورکړي دي، چې تاسو يې هم کولی شی په نومولشوي کتاب کې دغه معلومات ولولی.

مګر زما د دغه ليکنې موخه د ثور جنايت او د جديې خيانت ته ګوښې شوې ده، ځکه چې يو شمېر ليکوالو هڅه کړې، چې د کارمل خيانت د خلقيانو د جنايت تر پوړني لاندې تېر کړي، چې ګواکې د ټولو خوالو او نا خوالو مسؤلين خلقيان ول او په تېره بيا حفيظ الله امين يې په ګوته کړی دی او غواړي په دې ډول خپل غوړ لاسونه هم د امين په لمن پاک کړي او له خپلو مخکښو کاذب مشران جوړ کړي او د شادروان، سرداراو قهرمان مختاړي او د فقيد، همېشه ياد، قافله سالار او داسو نور ورستاړي ورزيات کړي.

زما ليکنه د افغان ولس ځوان قشر ته د کمونيستانو د واکمني ظلمونو ته نغوته کوي، چې يوه وړه برخه يې د (لیست ۵۰۰۰) په نوم خپره شوې ده، مګر د نابغه شرق نـــور محمــــد تره کي له وژلو وروسته د ستاره شرق د حکمروايي په لومړيو کې د ۱۲۰۰۰ او څوک يې د ۱۳۰۰۰ انسانو د قتل عام ليستونه ياودي، خپاره شول، چې لېدو ته يې هغه مهال يو شمېر ورغلي هم ول، مګر بيرته ژوندي رانغلل او يو شمېر يې ليا په کوڅو کې تېر باران شول او د روسانو له يرغل سره سم د پرچمي بکوف له راتګ او د روسانو په بولنه ۲۳۰۰۰ تنه يوازې له پلچرخي خوشې شول، چې عبدالرسول سياف ، چې بيا په عبدالرب رسول سیاف واوښت هم خوشې شو، چې نن يې امريکايي غوبل ته شين څراغ نيولی دی!

د بنديانو د خوشې کولو دغه سياسي لوبه هم په يوه بله بدمرغي واوښتله، ځکه د ګڼو ګوڼو له عمله او یا د روسانو د يرغل سره د کرکې په اړوند شور ماشور جوړ شو، چې کمونيستي عسکرو په بنديانو او ملکي خلکو ډزې وکړې، چې د بنديانو د خوشې کولو پروسيجر هم تر څو اونيو وځنډول شو! خو له بده مرغه د سرو پوځونو د يرغل په ترڅ کې هم د پلچرخي زندان او پولېګونونه د انسانانو په غوښو او ککرو ډک شول او ډاګونه يې په وينو پرېمينځل شول، چې د کمونيستي واکمنو د قربانيانو شمېره د هغه مهال شوروي اتحاد د کمونيستانو په کنګره کې د مرحوم اکاډميسين اندرې ديميترويچ سخروف په وينا ميليونونه افغانان شهيدان ياد شول او د روسانو يرغل يې پر افغانستان وغندلو. ښاغلي ميخايل سېرګېيويچ ګورباچف هم په خپل کتاب «پېرېسترويکه» کې پر افغانستان د روسانو يرغل غندلی دی او د قربانيانو يا وژل شويو شمېر يې ميليونونه ياد کړي دي. مګر بايډ په ګوته شي، چې د روسانو د يرغل د زمانې د لاسپوڅي (دستنشانده) واکمني مشري بيا همدغه شادروان رفيق ببرک کارمل کوله، چې د بکوف نوم يې په (کې، جې، بي) کې او د ثاني شاشجاع نوم يې د افغانستان په تاريخ کې ګټلی دی.

د ثور د جنايت او د جديې د خيانت پړه افغانستاني کمونيستان په يوه او يا بله سيکتاريسته ډله لکه: پرچميانو او يا نويو خلقيانو اچوي، ځکه داوړه ډلې «مرحله نوين انفلاق ثور» ته ورننوتې او بيا چې همدا چپډوله لږ احساساتي شي، نو نه زرغونشاه ترې خلاص شي او نه هم ستمشاه! او بيا پخپله د تره کي، امين، کارمل، نجيب او د کېش پرستي په نورو سېکتورونو سره ووېشل شي او خپله درنه او د نورو سپکه به وايي، چې له يوه نه شاشروان جوړ کړي او له بله قهرمان! عجيبه خام سرونه او منجمد فکرونه!

آیا يو شمېر له سړو فکرونو او منجمدو مغزونو سره فکر نه کوي، چې افغان ولس هم د فکر او تعقل واګي لري او کولی شي، هم پېښې او هم د خلکو او يا سازمانونو افکار وڅېړي او يا د ګوندونو سليقوي شاليد وپلټي او خپل فکري مخليد او آنديز شاليد پرې جوړ کړي، نو يو شمېر ماجراجو بايد پوه شي، چې د خلکو سترګو ته نور نو د زهرو خاورې نه شی شيندلی! او ستاسو د مداريتوب او سياسي ايجړه توب په نيرنګ او سليقوي خرامان هر څوک پوهېږي او قضاوت پرې کوي، نو ښه به دا وي، چې: ای مرد دانا سخن سنجيده ګو و یا خموش!

د ۱۳۵۷ لمريز کال د ثور په ۷ نېټه خلقيانو له پرچميانو سره يو ځای کودتا وکړه او د سرې غميزې پيل يې د افغان ولس د ولسمشر او د هغوی د کورنيو د غړو د وژلو په اړوند د افغان ولس د سرو وينو ډکو پاڼو تاريخ پيل کړ او افغان ولس يې داسې ټپي کړ، چې له پرهارونو يې تر ننه پورې وينې څڅېږي او افغاني هويت، ذهنيت او انسانيت ته داسې صدمه رسېدلې ده، چې په سلهاوو کلونو به يې د ټولنيزو پرهاورنو ټپونه جوړ نه شي.

د سرې غميزې له پيله انسانان په يو او بل نامه وژل شوي دي، د هغه مهال د واکمني رئيس مرحوم ملګری نور محمد تره کی وو، لومړی معاون يې مرحوم رفيق ببرک کارمل وو او دويم معاون او لومړی وزير يې مرحوم حفیظ الله امين وو؛ په سياسي بېرو، مرکزي کومېټه او په کابينه کې يې هم خلقيان او هم پرچميان په خپل انډول سره ځای پر ځای شوي ول او د رياستونو، ولايتونو په کچه هم هم خلقيان ول او هم پرچميان ول، چې د افغانستان د ټولو قومونو استازي هم پکې فعال ول، چې حتی نومونه يې هم ټولو ته معلوم دي، نو د ۱۹۷۸ـ۱۹۷۹ د قتلونو مسؤلين هم همدغه ټول دي او بايد د خپل جرم سره سم په سزا ورسېږي!

ځينې به وايي، چې داسې نه ول! مګر د معلومات لپاره به ځينې ټکي ياد کړم. د سرې غميزې له پيله او بيا وروسته له لومړيو ۶ مياشتو د خلقيانو او پرچميانو تر منځ په قدرت وېشنه شخړې پيل شوې، چې کارمل له يو شمېر پرچميانو لکه فدا محمد دهنشين، اناهيتا راتب زاد او يو شمېر نورو سره بهرنيو ملکونو ته ولېږل شول او کارمل له يو شمېر رفيقانو سره په چکوسلواکيا کې مېشت شو او پر افغانستان يې د روسيې يرغل ته د افغانستاني اړخ طرحه رېزي پيل کړه، خو په افغانستان کې اناهيتا راتب زاد ته د لوېديز نڅاګرې او کارمل ته د امپرياليست ګوډاګي لقبونه ورکړل شول، چې په مارشونو او مظاهرو کې به يې په هورا ګانو او د مرګ په وراشو بدرقه کېدل! مګر کال لیا نه وو تېر، چې د کيوبا د هونا کيسه پیل شوه، چې نابغه شرق سر پکې وخوړ او ستاره شرق د واکمني په آسمان کې په ځلېدو شو!

د افغانستان د يرغل پلان هم پوخ شو، چې د روسي يرغل روسي نقشه بيا په کرملين کې جوړه شوه، چې ليونيد ايليچ برېژنف، کاسيګين، سوکلوف، ګروميکو او اندروپوف يې طراحان ول او بکوف يې د پرچمي طرحې پر بنسټ بيا د افغاني سترنج دانه شوه، چې څو ځلې يې تاشکند او بګرام ته وړو او راوړلو، خو آخر يې د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دېسامبر په ۲۷ نېټه په روسي ټانګ له بګرامه تر کابله بوتللو او د افغانستان تر راډيو يې ورسولو، چې د بيرويې سياسي له يو شمېرغړو سره يې وکتل او يو دوو تنو ته يې د وژلو او فاشيست ګواښونه هم وکړل، مګر د میهنفروشي سندرې يا خبرې يې له تاشکنده خپرې شوې!

وروسته له ۱۹۷۹ ميلادي کاله د افغانستان په هر ګوټ کې شين سترګي، سور مخي او پړ مخي روسان خواره شول، د افغانستان په ټولو ادارو کې روسي مشاورين ځای پر ځای شول او ټول افغانستان د روسي سرو ځواکونو په حريم کې رااحصار شو، چې افغان ولس يې له ښکېيه په ټانګ او توپ وېشتلو او له پاسه يې په چورلکو او جېتو په نښه کولو، چې وروسته د تره کي او امين له قتلوقتاله يې له ۱۹۷۹ ميلادي کاله تر ۱۹۸۹ ميلادي کاله پورې د روسيې د نظامي ماشین مېچڼ په افغان ولس وچلوله او د دغه مودې په ترڅ کې يې تر څو ميليونه خلک ووژل او ټپي يې کړل، افغانستان يې وېجاړ کړ، په افغاني ټولنه کې يې بل نسل ته ۳ ميليونه کونډې، په ميليوناوو بورې او څو ميليونه يتيمان، څو ميليونه معيوبين او معلولين په غنيمت کې پرېښودل، چې د زغم، مسؤليت او ساتلو پېټي يې د مظلوم افغان ولس او ځوان نسل پر اوږو پروت دی، ځکه سرو غوبليانو او شنو طوطيانو خو له افغانستانه پښې سپکې کړې او ځانونه يې (G8) ته ورسول.

د کمونيستانو د ظلمونو عاقبت دا شو، چې هغه مهال ليا له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ کاله پورې ۷ ميليونه افغانان مهاجرت ته اړ شول، چې ليا اوس هم څو ميليونه د مهاجرت له خوالو او نا خوالو سره لاس او ګرېوان دي. په افغانستان کې ۲۰ ميليونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. په ۱۹۹۰ ميلادي کال د هغه مهال د ښوونې او روزنې د وزير (بشرمل) له څرګندونو سره سم په ټول افغانستان کې تر ۵۰۰ ښوونځي فعال پاتې دي، مګر نور يې له منځه تللي دي.

بايد ياده شي، چې  له سرې غميزې مخکې د (تاريخ معاصر افغانستان) په پاڼو کې راغلي دي، چې د سردار محمد داود خان په واکمني کې تر ۶۰۰۰ ښوونځي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې فعال ول، نو له دغه بېلګې (مشت نمونه خروار) کېدلی شي يو انسان اټکل وکړي، چې کمونيستي نظام افغانستان ته څومره بدمرغۍ راوړې دي! چې د مملکت ټول اداري او روزنيز ميکانيزمونه يې فلج کړل او ټولنه يې د ظلم په بړبوکۍ کې لاهو کړه.

اشرار، مجاهد، اخوانی، طالب، القاعده، جنبشي او داسې نورې پدېدې هم د کمونيستانو د ظلم زېږنده او د جنايت پايله ده، ځکه د دوی ظلم افغان ولس ووېشلو، مهاجر يې کړ او د استخباراتي کړيو په لومه کې يې ورکړ، چې نن سبا په افغانستان کې استخباراتي جګړه روانه ده او هره ورځ يې په سلهاوو بې ګناه افغانان قرباني کېږي، چې مسؤلين يې د نننيو تېکنوکراتانو تر څنګ پروني کمونيستان هم دي، ځکه کمونيستانو د افغاني واکمني د بنسټ بېخ وايستلو، چې ټول ملت يې سرسام کړ، چې ماديات او معنويات يې ورته برباد کړل!

د ۱۹۹۰ کلونو په جګړو کې د کمونيستانو استازي: عظيمي، دوستم، دلاور، وکيل، کاوياني، علومي او ګڼشمېر نورو هم خپله ونډه پوره کړې، ځکه د جبل سراج له توافق سره يې سم، په افغانستان کې د ملل متحد طرحه شنډه کړه او په کابل کې يې د کودتا بندو بست وکړ، چې عاقبت يې په افغانستان کې ملکولطوايفي شوه او د جنبش د قواوو په مټه د رباني د حکومت پر ضد دوه ځله د کودتا هڅې وکړې او نظاريانو بيا د افشار فجایع رامنځ ته کړه، چې په زرهاو خلک د تنظيمي جګړو قرباني شول.

ځوان نسل بايد له تېرو پېښو عبرت واخلي او پرې نږدي، چې سياسي نانځکې او لاسپوڅې ډلې يې استعمال کړي، برعکس هڅه دې وکړي، چې خپل ټولنيز مسؤليت پرځای کړي او افغانستان کې عدالت پلی کړي او د افغانستان په اداري چارو کې په صداقت ونډه واخلي او د پرونيو کمونيستانو او نننيو فسادي تېکنوکراتانو افغانستان خپلواک کړي او له دغه بدمرغيو خپل ځانونه، راتلونکی نسل او ملت وژغوري او د مملکت زعامت ته يوه څانګپوهه، افغان ميینه او صادقه اداره رامنځ ته کړي.

له بده مرغه بايد ياده شي، چې د کمونيستي دوران غوبليان او د اسلامي خوځښتونو شنه طوطیان هم نه په مسکو کې تم شول او نه هم مکې ته ولاړل، نو دواړه ډلې غربي کفرستان او يا امپرياليستي استعمارستان ته پناه يووړه، چې د کمونيستي نظام اکثريت د سياسي بېرو، د کابينې غړي، د رياست جمهوري کارکوونکي، د مرکزي کومېټې غړي او د ولايتي شورا مُنشيان ټول په جرمني، هالنډ، بلجيم، ډنمارک، ناروې، سويډن او نورو لوېديزو ملکونو کې مېشت دي، چې يو شمېر ليکوال بيا د مهاجرينو د حقونو ناندره هم پورته کړې ده، چې ګواکې دوی پرچميان هم د ۱۹۷۸ـ۱۹۷۹ کلونو د ظلمونو قرباني دي، مګر دوی نه ليکي، چې له خلقيانو سره يې يو ځای د روسانو يرغل ته زمينه برابره کړه، سره غالۍ يې ورته هواره کړه او د پلچرخي پر ځای يې ټول افغانستان د روسيې نظامي ځواکونو لپاره لابراتوار وګرځولو او د افغان ولس يې د توپونو او راکټونو سوځېدلې غوښه کړله!

په پای کې بايد ياده شي، چې په افغانستان کې بايد يوه څانګپوهه اداره رامنځ ته شي او نننۍ جګړې ته دې د پای ټکی کېښودل شي او په افغانستان کې دې انتفالي عدالت پلی شي او د افغانستان د وروستيو ۳۵ کلونو د جنايتونو او خيانتونو مسؤلين دې محاکمه شي او په وروستيو ورځو کې د خپاره شوي نوملړ له ليستونو دې ناوړه سياسي، سېکتوريستي او بې شرمانه سليقوي سؤ استفاده نه کېږي، ځکه دا به ډېره بې غيرتي وي، چې د دغه لېست پر بنسټ پرچميان له خلقيانو او يا مجاهدين له چپيانو د غچ اخيستنې په موخه د افغاني قربانيانو وينه خپله وسيله کړي! ځکه دا ډول هڅې د شهيدانو شهادت او د قربانيانو د کورنيو غمونو ته سپکاوی دی!

په درنښت

Door Guest