00157

(تاج رحیم)

نن دربارِ عام نه وه، نه دربارِ خاص وه . دا د اکبر باچا ذاتی دربار وه .

په ذاتی دربار کې به د هغه د طبیعت خلک وه  خلک به څه وه خو ډمان او

ټوقمار به وو . په خپلو بازاری خبرو او ټوقو به ئې د باچا نه بیوقوف جوړ کړې

وه  که خدائ ورله باچاهی نه وې ورکړې نو دې به هم یو ټوقمار ډم وه  خو د

نصیب نصیب خبرې دي  کله کله د خدائ زړه هم ټوقو ته اوشی  او ډم د باچاهئ

په تخت کینوی . د نن دا دربار د ډمانو دربار وه او ښه ګرم وه

باچا په خپل تخت داسې پلن را پلن ناست وه تا به وې اکبر نه دې ناست ،

د غرور او تکبر یو پنډ په تخت پروت دې  د تخت شا ته شپږ نیزه بردار چُست

ولاړ وو د هغو شا ته درې غټ غټ هاتیان چې ریښمین څادرې ئې ورباندې –

اچولې وې ، ولاړ وو. ښي لاس ته په کُرسو وزیران ناست وو او چپ لاس ته

امیران او میلمانه. د دواړو ډډو شا ته پنځه پنځه هاتیان په رنګا رنګ ریښمینو

څادرو کې ولاړ وو  د تخت مخې ته ځائ خوشې وه  وار په وار به یو دوه

ټوقمار د تخت مخې ته راتله. باچا ته به په رکوع کیدل او ټوقه یا کرتب به ئې کولو

. باچا به کله په رو کله په زوره اوخندل او د انعام اعلان به ئې اوکړو . بیا به

نوې توقمار میدان ته شو  دا ځل د باچا محبوب ټوقمار بیربل مخې ته راغې . په

لاس کې ئې د سُور ریښمین رومال لاندې پټ څه نیولی وو. اول باچا ته په رکوع

ټیټ شو او عرض ئې وکړو ” بونیر والو د ظلِ الهي په خذمت کې یوه تحفه

رالیږلې ده ”

باچا اول وخندل او بیا ئې په ډیر تکبر او وئیل ” بونیر به ئې په تحفه کې رالیږلې

وی کنه؟ ”

بیربل سر ټیټ کړو ” د ظلِ الهي فرمان بالکل درست دې ” او په بل لاس ئې

د تحفې نه رومال لرې کړو . د رومال لرکیدو سره سمدستی یو کمزوری غوندی

لغړ منګک میدان ته راټوپ کړو . او په میدان کې چار چاپیره په منډو شو  د هرې

ډډې چغې شوې . منګک! منګک!

په دربار کې یو غوبل جوړ شو  د منګک په لیدو هاتیان هم په چغو او منډو شو

باچا د یرې د تخت نه اوچت ټوپ کړو او لکه د شادو د تخت په بازو باندې –

کیناست  رنګ ئې زیړ شو، وجود ئې په رپیدو شو، زړه ئې په درزا شو

درباریانو چا یو خوا منډه کړه چا بل خوا  ټول دربار ګډ وډ شو  یو هاتی په

تخت ورمنډه کړه نو باچا ترنه کته را پریوت او تخت په بله واؤړید  داسې ماحول

پیدا شو لکه چې دربار تْه د منګک په زائ دهشت ګرد سره د اسلحې راننوتی وی

 باچا په شاته دروازې په منډه زان بیګماتو له اورسؤ  او هلته په ریښمین تخته

پوش باندې راپریوت  ټولې بیګماتې ترنه چاپیره شوې  چا ورله په اوږه لاس

کیښودو، چا ئې سر د خپلې سینې سره جوخت کړو، څوک ئې په مټو چاپی کولو

شُو څوک ئې په پښو او لتو ، لکه د مچانو ترنه چاپیره شوې  او د باچا سلامت د

وجود هر زائ ئې ښُکل کړو  چا ورله د اوبو ګلاس خولې سره اونیولو  تر ډیر

ساعته پورې د بیګماتو په پناه او حفاظت کې پروت وه چې ساه ئې ښه زائ له

راغې  د زړه درزا ئې اودریده، د مخ زیړ رنګ ئې سُور شو نو را پاسیدو،

کیناست او ډیر په ناراستئ اودرید او په ورو ورو دربار ته راغې . دربار څه وه

لکه چه دلته د جاپان سونامی راغلې وی  هر څه په بله اوړیدلي وو  هاتیانو بلا

خلک د خپو لاندې چقولې وه  زخمیان پراته وو  مړی پراته وو  د دربار

فرنیچر مات ګوډ او خور وور پروت وه  باچاخپل اوړیدلې تخت پخپله اوچت کړو

او ورباندې کیناست  کوم درباریان چې ژوندی پاتې وو ، پاسیدل ، اودریدل او

بیا باچا ته په رکوع ټِیټ شول او د باچا د خیر او ژوند په دعاګانو شول

باچا تر اوسه لږ نارمل شوې وه . بیا ئې په خپل رُعب دار اواز کې

تپوس اوکړو ” تاسو کې د چا یو منګک وژلو حوصله نشته؟”

ټول درباریان داسې چپ او غلي وو لکه چې مار چیچلی وی  باچا لکه

د منزری بیا اوغړمبید  ” د بونیریانو دا جرأت! چې د شهنشائ هند، د بادشاهانو

بادشاه ، د اکبرِ اعظم دربار ته یو منګک را اولیږلو؟ دوئې زما رحم لیدلې دې،

زما د غضب نه لا نه دی خبر ”

بیربل په یره یره مخې ته شو ” د زان امان غواړم . زهٔ نه وم خبر چې

بونیریانو په دوکه د پنجرې ور لرې پریخې وه

باچا بیا په وینا شو ” د هند په یو یو ګوټ د ما بدولت حکم چلیږی خو ما بدولت

په دې خبره پوهه نه شو چې د بونیر یوسفزو د زانه څه بلا جوړه کړې ده چې ما

نه منی او زما نر نر جرنیلان ترنه یریږی او قابو کولې ئې نشی“

بیربل ته ئې حکم ورکړو چې دصبر هم یو حد وی. اوس خبره د حد نه

اوړیدلې ده . په بونیروالو مې نوره خوا نه اَوړی  څومره فوځ دې پکار وی

واخله، لاړ شه او په بونیر ور وخیژه  او د بونیر ټول مشران د لاسو پښو نه

اوتړه، دې دربار ته ئې په راښکلو را وَله او د ما بدولت په قدمو کې ئې او

غورزوه  نو دومره انعام و اکرام به درته اوبخښم چې نسلونه به دې ورباندې

مزې کوی او د ټولو یوسفزو ګورنری به هم ستا وی  که د بونیر والو سره په دې

جنګ کې شهید شوې نو ستا د نرتوب او بهادرئ ټول انعام و اکرام به ستا کونډې ته

اوبخښم او تر مرګه به ورله سم غټ پنشن اولږوم چې په ډیرو مزو ئې ژوند

تیرشی  او واؤره که د نورو جرنیلانو پشان دې شکست ته مخه شوه او واپس

را اوتښتیدې نو د دې ټولو درباریانو په مخکې به دې د هاتیانو خپو لاندې اوچقؤم

او سپو ته به دې اوغورزؤم“

بیربل ورته په رکوع ټیټ شو ” د ظلِ الهی فرمان او خواهش به سر ته رسی  د

بونیر مشران به لاس پښې تړلي د ظلِ الهی په قدمو کې پراته وی او د بونیر ټول

لوئ واړه، ښځې او نارینه به تر قیامته د باچا سلامت په غلامئ کې وی  مخکې

ورپسې چې کوم سپه سا لاران تللي وو  هغوئ ئې نه په چل پوهیدل او نه ئې

قابو کولې شو  تر امبیلې کنډؤ به لاړل او د غرونو د یرې به را اوتښتیدل.

اکبر باچا ورته جواب ورکړو  ”په تا مې پوخ یقین دې  د بګوان په آسره،

ورزه ورباندې  چې خدائ ورته رایاد شی ”

بیربل وه خو ډیر چالاکه  د رستم امبیلې د لارې ئې ډډه اوکړه د مردان –

نه نیغ په درګئ ملاکنډ و رغې چې بریکوټ ته ورسید نو خبر ورله راغې چې د

سوات یوسفزی ورته په لاره کې ناست دی نو د یَرې ئې هلته نه رائټ ټرن

واغستو او په کړاکړ غر ورسم شو  مازیګر پورې د غر سر ته چې اوس په سر

تانړه یادیږی، د ټول فوج سره رسیدلې وه  د هغې زائ نه ورته ټول بونیر په

ډاګه ښکاریدو  بیربل ټول فوج په ترتیب اودرؤ  صفونه ئې په دوه کیلومیټر کې

خواره کړل . په وړومبی صف کې اَس سواره، دوئم صف کې په ټټُو سواره، دریم

صف کې په خپلو خپو سواره او آخری صف کې د سامان نه ډک خره وو  حکم

ئې ورکړو چې اوس به ټول فوج تر نمر پریوتو پورې آرام کوئ  تر ماسخوتن به

حملې د پاره زان تیار اودروئ او نیمې شپې نه مخکې په توره تِیاره کې به ناساپه

حمله کوئ چې بونیروال څو خبریږی نو تاسو به د لاس خپو نه تړلی وی او که –

خیر وی نو بونیر به زمونږ د لاس په تلی پروت وی .

بیربل خو زان ډیر اوښیار ګنړلو  ټوقمار ډم وه  په خبرو او ټوقو به

ئې اکبر باچا خوشحاله ساتلو  د ډاګې په جنګ که پوهیدلو نو به وه  او که لږ

ډیر عقل ئې وې نو ګوګل میپ به ئې کتلې وې نو ورته به د سوات بونیر د غرونو

حال معلوم شوې وه چې د کړاکړ سر ته خو راختلې دې  او د سوات د ډډې ورته

ختل اسان دی او بونیر پله کوزیدل خود کُشی ده  هغه هم په نیمه شپه په توره

تیاره کی.

د حملې کمانډ کولو د پاره د اَس سوَرو د قطار چپ لاس ته بیربل په خپل اَس

سور اودرید . په ښی لاس کې ئې تُوره د سر نه نیغه اوچته کړه او په یو زورداره

چغه کې ئې آرډر ورکړو ” اټیک“

اسونه په منډه شول . په توره تیاره کې یو شل دیرش ګزه تلی وو چې درز او

غرب شو  اَسونه ښکته په رغښتو شو . سمه ډاګه خو وه نه  یو دوه زره

ګزه نیغ اسمانه پورې د غره دیوالونه وو . اسونه په یو بل راپریوتل، د زان سره

ئې غټ غټ ګټان په مخه کړل . کله اَس د پاسه نو کله ګټ د پاسه  د رغړیدو

داسې شور اوچت شو چې ښکته د ګیانړئ کلی او خواؤ شا بانډو خلک په

زوګ راویخ شول او په منډه د کورونو نه را او وتل . هغئ وګنړل چې زمکه

خُوری زلزله راغلې ده  خو چې باهر را او وتل نو پوهه شول چې زمکه خو

په خپل زائ ولاړه ده . دا ټول زوګ او شور د کړاکړ په غر کې دې . چا

پکې اواز اوکړو چې د کړاکړ د پیریانو جنګ دې . خلک د یرې په منډه

کورونو ته ننوتل او په کلمو او تلاوت شورو شول . او تر سحره پورې د یَرې

اُوده نه شول  چې سحر شو نو زوګ شور هم قلاره وه .

بره د غره د سر نه چې اسونه را اوغورزیدل نو بل قطار ورپسې د ټټوانو

وه  په ټټوانو سوَرو هم په تیاره کې څه نه لیدل . هغوی هم لکه د اَس سوَرو

ښکته په مخه شول . تر څو چې په زان پوهیدل نو په رغښتو وو . د واپسئ

وخت تیر وه .

بیربل حیران په خپل زائ لا ولاړ وه چې دا څه اوشول چې په دې کې یو

دوه ټټوان ورباندې په تیزه منډه ور رغلل او د زان سره ئې په دیکه د غر دکمر نه

ښکته بوتلو

پیاده فوځیان پوهه شول چې کیسه ورانه شوې ده نو په بله مخه ئې منډه

کړه او خره ورسره هم په بله مخه په منډه شُو  خدائ خبر چې په کومه مخه

لاړل . بیا ښکته بریکوټ ته ورسم شوُ که د دوه سری په ځنګلو کې ورک شول

خو ښکاره نه شول  دا ده چې هغه وخت ئې د مرګه زان اوساتلو

چې نمر را اوخت نو د کلی او بانډو خلک باهر را او وتل او د غره

چړائې ته ئې نظر شو هلته چې ئې کومه نظاره او لیدله نو په خپلو سترګو ئې —

یقین نه راتلو  چا وې دا هم پیریان دی او د پیریانو بلې ډلې دوئی وژلی دی  خو

پوهانو او مشرانو وئیل چې دا پیریان نه دی بندیان دی  لار به ترنه خطا شوی

وی  د شپې په تیاره کې په کړاکړ را کوزیدل  نو اسونه ئې خویدلی دی . په دې

ډډه خو د ورزې په رنړا کې راکوزیدل مرګ دې . دا خو څوک نا شنا خلک وه

د خلکو د پاره د حیرانتیا خبره دا وه چې دا څوک دی او په څه تادئ کې وو چې د

شپې په تیاره کې په دې کمرو راکوزیدل؟

خلک چې نور نزدې له لاړل نو هغه کندې چې د هغې وخت راسې د

قبرستان په نامه یادیږی د اَسونو، ټټوانو او مړو نه ډکې وې  بَره غره پله چې ئې

اوکتل نو بره نه تر ویخه پورې اسونه او بندیان په بُوټو او ګټانو پورې انختی مړه

پراته وو  ځلمی خواره شو چې که چا کې لا ساه وی، ژوندی وی نو چې را

اوباسی . یو څو پکې ژوندی را پیدا شول . د کلی نه ئې ورپسې کټونه راؤړل . په

ګټونو ئې واچول او د ګیانړئ کلی ته ئې راؤړل  او په لویه حجره کې ئې

کیښودل . تر غرمې ”جوړ کلی“ ته هم خبر ورسید او هغې زائ نه بلا خلک را

اورسیدل  او تر ماښامه ټول بونیر خبر شوې وه . او دنیا کړاکړ پله راماته وه

دوه شپې ورزې خلکو مړی راټولول، قبرستان ته ئې راوړل او هلته ئې خښول .

بیا هم بلا مړی په داسې ځائیونو کې انښتی پراته وو چې رسیدل ورته ممکن نه وو

 یو څو کسان چې ئې ژوندی موندی وو او ګیانړئ کلی ته ئې راوړی وو، هغو

کې څلور مړه شوی وو بس یو ژوندې پاتې وه هغه هم ډیر زخمی وه . د خپل زائیه

د خوزیدو نه وه  په دریمه ورز د کلی مشرانو صلاح وکړه چې دلته پروت خو

دې به هم ساه ورکړی . ښه به وی که دې جوړ کلی ته یوسو . د هلته مُلا په حکمت

هم پوهیږی نو هغه به ورله څه دارو درمل اوکړی او په پرهرونو به ئې ورله هم

کیږدی که د دې سړی ژوند په نصیب کې وی نو سم به شی . زخمی ئې جوړ ته

مُلا قاسم له او رَسَوه د جومات په باهرنئ برانډه کې ورله کټ واچَوَه او مُلا –

صیب ورله علاج شورو کړو  په دریمه ورځ مُلا صیب د کلی مشر ملک زرین

خان را اوغوښتلو . د جومات ګوټ کې کیناستل . ملا صیب ډیر په ورو غوندې، په

رازدارئ کې خبره شورو کړه

”دا سړې به یو څو ورزو له ښه شی . ما تاسو د یو راز خبرې تپوس له راغوښتی

ئې  خبره دا ده چې دا سړي مسلمان نه دې . هر څوک چې دې خو نا سُنته دي“

” ښه! نو هندو به وی . تا ترنه تپوس کړې دې؟ “

ملا صیب ورله جواب ورکړو ” ما وې چې اول ستاسو سره خبره اوکم“

”زمونږ په کلی کې د هندوانو دوه کورنئ دی . داسې به اوکو چې دلیپ

د کلی هندوانو کې مشر دې هغه به را اوغواړو نو ګورو چې بیا څه ګیږی ”

او په دلیپ پسې ئې سړې اولیږلو . او بیا بهر د زخمی کټ خوا له راغله او

کیناستل . ملک صیب ترنه په نرمئ تپوس اوکړو . ” خدائ خیر کړې دې . ته به

لږو ورځو ته د اودریدو او ګرزیدو شې . او چرته چې دې زړه غواړی تلې شې

که خپه کیږې نه نو مونږ په دې پوهه که چې ته څوک ئې، د کومې راغلې ئې او

د نیمې شپې په تِیاره کې د کړاکړ په دې ډډه ولې راکوزیدې؟“

”تاسو زما سره یوه نیکی کړې ده چې د مرګه مو بچ کړې یم اوس راسره بله

نیکی دا اوکئ چې ما او وژنئ“ هغه ورته او وې

ملک صیب ورله جواب ورکړو ”مونږ لیونی خو نه یو او نه د اکبر باچا فوځیان

یو چې یو بیګناه سړې مړ کو“

” تاسو د هغه فوځیان نه ئې . زه یم . او یو معمولی فوځی نه، لو ئ جرنیل یم ”

”د اکبر باچا جرنیل ئې نو دلته په څه پسې راغلې ئې؟“ بونیر اغستو له . په

بونیر قبضې له راغلې وم“

” ملک صیب، ملا صیب ته مخ واړؤ ” دا سړې راته لیونې ښکاری . کله

وائې چې ما مړ کئ، کله وائی د اکبر جرنیل یم او په بونیر قبضې له راغلې یم ”

دلیپ دکاندار رامخکې شو او ملګ صیب ته ئې او وې چې ما یو دوه خبرو ته د ده

سره یوازې پریږدئ . نو ملک صیب او مُلا صیب ترنه د لږ ساعت د پاره پاسیدل

. دلیپ ورسره په هندکو کې ښه اوګنړید . او بیا ئې ملک صیب او مُلا صیب ته د

راتلو اشاره وکړه . او په ټول حال ئې پوهه کړل چې د دې سړې نوم بیربل دې او

دې د اکبر باچا وزیر دې . او بونیر فتح کولو له ئې د ده په جرنیلئ کې اته زره

فوځ رالیږلې وه . خو خدائ بونیر او د بونیر خلک په خپل امان کي اوساتل او د

اکبر د فوځ سره چې څه اوشول هغه دنیا اولیدل .

ملک صیب ورته او وې چې اوس خو دا خبره یوازې زما د وَس نه ده . د بونیر

ټول مشران به راغونډ کړو . جرګې په غونډه چې څه فیصله اوکړه نو هغه به د

ټولو بونیروالو فیصله وي .

په دریمه ورځ د بونیر مشران، د توتالئ نه واله تر چغرزو، بودال، امازو،

سالارزو او د هر ګوټ نه ډګر ته را غونډ شُو . بیربل ئې په کټ کې یوړو . مُلا

قاسم او دلیپ دکاندار هم په دې جرګه کې شریک شول . ملک زرین خان ورته

ټول واقعه بیان کړه، ملا قاسم ورته خپل تاثرات بیان کړل، او دلیپ ټولې جرګې

ته د بیربل ترجمانی په دې جوړ اوکړه  چې بیربل وائی . درې لارې دی . په

کومه چې جرګې فیصله اوکړه هغه به ورته فبوله وي .

اول دا چې بیربل او وژنئ او لاش ئې اکبر باچا ته اولیږئ

دویمه دا چې د پیسو په بدل کې ئې اکبر باچا ته ژوندې ورکړئ  هغه ورله د

شکست په صورت کې د مرګ سزا مخکې نه مقرر کړې ده  دې خپله ناکامی

مني او سزا ته هم تیار دې .

دریمه دا چې د بونیر پښتانه ورله پناه ورکړی نو دې به تر مرګه په بونیر کې پاتې

شي . خو په دې کې بونیروالو ته خطره ده . په دې به اکبر نور غضب ناک شي او

د خپل ټول طاقت سره په بونیر حمله کولې شي . دې ډیر ظالم انسان دې او د

بونیریانو په قتلِ عام به ئې هم زړه یخ نشي . بیربل وائي چې تاسو هغه ته ژوند

بخښلې دې نو هغه د اکبر ظلم ته بونیروال نه شی ټیل وهلې .

جرګه په وړو وړو ټولو کې شوه  د پنځه مشرانو یو ټولي ته ئې مشری

ورکړه . او نور ټول ټولې په خپلو کې زان زان له په بحث شو  د یوې ګینټې د

بحث نه پس د هر ټولي مشر د خپلې ټولي فیصله، مشر ټولي ته وړاندې کړه . د

مشر ټولی ممبرانو د جرګې د ټولو په فیصله لږ ساعت خپلو کې خبرې اوکړې او

بیا ئې اجتماعی فیصله مُلا قاسم صیب ته حواله کړه چې جرګې ته ئې واؤروی مُلا

صیب د جرګې مخې ته اودرید او په دې جوړ ئې د جرګې متفقه

فیصله او رول شورو کړه :

قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ

وَتُعِزُّ مَن تشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ بِۖیَدِكَ الْخَیْرُ إِۖنَّكَ عَلَىٰ كُلِِّ شَيْءٍقَدِی ر

د بونیر د قام مشرانو! په مونږ یو ناګهانی آفت او تباهی د کړاکړ سر ته راختلې

وه . خدائ په مونږ ډیر بې حسابه رحم او فضل اوکړو او دغې آفت زان په خپل

زور تباه کړو او مونږ ئې ترنه اوساتلو . مونږ چې د الله تعالا هر څومره شُکر ادا

کوو بیا هم کم دې .

د دې نه پس ئې چې مونږه کومې ګرانې فیصلې ته مخه کړی وو نو دا هم د هغه

ډیر لوې رحم دې چې ټول په جمع او اتفاق سره په دې امتحان کې هم کامیاب شُو

. کومې فیصلې په جمع، اتفاق او رضا رغبت اوشوې هغو کې برکت او د ټول قام

خیر دې . د ټولې جرګې فیصلې دا دي:

اوله فیصله دا ده چې بیربل په ډیر بد نیت راغلې وه خو اُس بې اسلحې او بې بسه

دې او زمونږ په پناه کې دې . مونږ مسلمانان یو او پښتانه یو . د ده د وژلو ګناه

زمونږ د لاسه یوه ناممکن خبره ده . چې کړاکړ د سر نه پایو ته غورزیدلې دې او

خدائ ژوندې ساتلې دې نو زمونږ څه طاقت چې دې او وژنو  جرګه د ده دا

خواست نا منظوره کوي .

دویمه فیصله چې د پیسو په بدل کې دې اکبر باچا ته حواله کو  جرګه د ده دا

درخواست هم نا منظوره وي . دې دلته اوس زمونږ میلمه او پناه کې دې . او دا د

پښتونولئ د اُصولو بیخي خلاف خبره ده چې خپل میلمه په دشمن خرڅ کو او په

سر ئې پیسې واخلو  جرګه د ده دا خبره هم په هیڅ جوړ نشی منظوره ولې

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِیمِ

دریمه فیصله دا ده چې په جمع دې د ټول بونیر په پناه کې دې . او دا فیصله د

اکبر د خوښېی یا خپکان د پاره نه ده مونږ د هغه رعایا نه یو . او نه د هغه یرې

او غضب ته ګورو  هغه زمونږ دشمن دې او دشمن ته ټیټیدل د پښتون د ایمان نه

بهر خبره ده . او نه دې ته پښتون ولي وائي –

د بیربل زوزاد د اکبر په رعایه کې دی . خبره پټیږی نه که ورته معلومه شوه چې

دې ژوندې دې او د بونیروالو په پناه کې دې نو د اکبر ټول غضب به په هغو

راشی  نو جرګې د دلیپ په مرسته د دې د پاره هم لار لټولې ده . د دې مقصد د

پاره به په دې جرګه کې شریک هر یو کس په قران سوګند خوری چې د دې

جرګې ټوله کاروائي به راز کې ساتي او د بیربل نوم به لکه د نورو مړ فوځیانو په

مړو کې شمار وی . دې به د دلیپ په ذمه وارئ کې وی که هر څه نوم ورله

کیدی، هر چرته ورله که د اوسیدو، د واده او کاروبار بندوبست کوی.مونږ به ترنه

نا خبره یو

اخر کې ئې دعا اوغوښته . جرګه ختم شوه او ټول خپل خپل کور کلی ته روان

شول.

اکبر باچا له خبر اورسید چې بونیروالو د هغه ټول فوځ سره د بیربل په

داسې درو ورسم کړل چې د وَتو لارې ئې نه وې او په هغه درو کې ئې او وژلل .

یو کس ئې هم ژوندې پری نه خود . دا شکست د اکبر د پاره ډیره لویه سانحه وه

د طاقت په نشه کې په هغه سترګې پټې وې  بونیروال ورته ماشی میږی

ښکاریدل . د قدرت د نظام دا حقیقت ئې نه قبلولو که یو هاتي ډیر طاقت لری خو

خدائ یو خس غوندې میږی له دومره طاقت ورکړې دې چې هاتي د هغه د لاسه

مري . د دنیا غټ غټ او طاقتور مُلکونه د وړو وړو او کمزوری قامونو د لاسه

ورک شوی او له دنیا فنا شوی دي .

د دې سانحې نه لږې ورځ پس بیا د اکبر دربار ګرم وه . چا ترنه تپوس اوکړو

چې بونیر دې ولې پریښود او د بیربل بدل دې وا نه غستو  نو بادشاه سلامت په

جلال کې راغې او په ډیره غصه او قهر کې د تخت نه پاسید او یو ځل بیا

اوغړمبید چې څوک دې ماته د بونیر نوم وانه خلي  په دې نوم اوریدو زما د

خولې ټول خوند خراب شی . او دخولې خوند خوږَولو د پاره د زنان خانې په ور

ورَغې او لاړ دننه ننوت .

*********

Door Guest