د درې نيمو لسيزو د شهيدانو په وير کې د افغان ملي غورځنګ اعلاميه

 Mali Ghorzan

څو ورځې وړاندې يو شمېر رسنيو په ۱۹۷۸او  ۱۹۸۸ کلونو کې د وخت د استخباراتو له خوا د پنځو زرو تري تم شويو شهيدانو لېست خپور کړ او ورپسې افغان حکومت د تلې ۸ او ۹  په همدې مناسبت د وير ورځې اعلان کړې.

که څه هم د دغو شهيدانو لېست پخوا هم خپور شوی و او دا يوه داسې غميزه ده چې د افغانستان تاريخ يې هېڅکله  نه شي هېرولی، خو افغان ملي غورځنګ غواړي په همدې مناسبت يو شمېر داسې مسايل مطرح کړي، چې واکمنه اداره يې تل له پامه د غورځولو هڅه کوي او لاهم زموږ د هېواد او ولس لپاره حياتي ارزښت لري.

لومړی خو موږ د ټولو شهيدانو کورنيو ته د زړه له کومې تسليت وايو او د پاک پروردګار له درباره په فردوس جنت کې د شهيدانو لپاره د ډېر لوړ مقام غوښتونکي يو. دويم دا چې، له بده مرغه د افغان غميزې په پيل کې د پنځو زرو بېګناه افغانانو شهادت يوازنی وحشت او جنايت نه و چې د افغانانو په حق کې ترسره شو، بلکې تر هغه وروسته د سرو لښکرو له يرغل سره شاوخوا يو نيم ميليون بېګناه افغانان په شهادت ورسېدل او زموږ يو زيات شمېر مهاجر هېوادوال په تنظيمي زندانونو او د پاکستاني او ايراني استخباراتو په جېلونو کې تري تم شول. د روسانو تر وتلو وروسته په کورنۍ تپل شوې جګړه کې يو ځل بیا مظلوم افغانان د داسې وحشت قرباني شول، چې بشريت يې په يادولو شرمېږي. افغانستان ته د بشري حقونو او دموکراسۍ په نامه د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره له بده مرغه بیا هم جنايتونه پايته ونه رسېدل، بلکې د جګړې ټولو ښکېلو غاړو پر بشري حقونو تيريو ته دوام ورکړ او جنګي جنايتونو نوي ابعاد غوره کړل او له بده مرغه تر ننه پورې جنايت او وحشت په بېلا بېلو بڼو دوام لري.

زموږ په اند د جنايتونو غندل او د شهيدانو په وير کښېناستل کفايت نه کوي، بلکې تر ټولو مهم دا دي چې د نورو جنايتونو مخه ونيول شي او جنايتکاران د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي. د جنايتکارانو نه محاکمه کېدلو او خپل منځي بخښنو هغوی لا زياتو جنايتونو ته هڅولي او د هر ډول جنایت پر وړاندې يې د معافيت دروازې پرانيستې دي. بدمرغي دا ده چې د هر پړاو له بدلون سره، جنايتکارانو ته نه يوازې سزا نه ده ورکړل شوې، بلکې بيا هم په واک کې شريک شوي او لا تر اوسه هم يو زیات شمېر جنايتکاران د واک او ځواک پر ګدۍ ناست دي او لا هم هره ورځ ولس د دوی د جنايتونو بيه ورکوي. د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د ولس تر ټولو ستره اندېښنه د دغو جنايتکارانو په خپل منځي سياليو او جګړو کې يو ځل بيا د هېواد او ولس تباهي ده.

افغان ملي غورځنګ د دې ترڅنګ چې د ولسي جرګې له خوا د تېرو جنايتونو بخښل د نه منلو خبره ګڼي، لاندې ټکي د خپل دريځ او وړانديزونو په توګه اعلانوي:

۱ – د دې پر ځای چې د افغانستان  د غميزې د عواملو او په کورنۍ جګړه کې د ښکېلو کسانو په نامه د شهيد ورځې نومول کېږي او د ولس پر زخمونو مالګې دوړول کېږي، زموږ وړانديز دا دی چې د ثور ۷ او ۸ د تېرې غميزې د ټولو شهيدانو او قربانيانو  په نامه ونومول شي او زموږ د ملي وير ورځې وګڼل شي. د ثور د اتمې پرځای چې د کورنۍ جګړې پيلامه ده، د سلواغې ۲۶ نېټه چې له افغانستان څخه د سرولښکرو د وروستي سرتېري د وتلو ورځ ده، له روسانو څخه د خپلواکۍ د ورځې په توګه ونمانځل شي.

۲ – د دې لپاره چې د نورو جنايتونو مخه نيول شوې وي، د بشري حقونو خپلواک کميسون باید سمدستي د تېرو جنايتونو په اړه خپل چمتو کړی راپور خپور کړي. زموږ په اند د بشري حقونو خپلواک کميسون ته دنده سپارل شوې وه، چې له ترسره شويو جنايتونو او جنايتکارانو پرده پورته کړي او د انتقالي عدالت پلې کېدا ته لاره اواره کړي، خو له بده مرغه د واکمنو جنايتکارانو تر اغېزلاندې کميسون په خپله ورسپارل شوې دنده کې په لوی لاس اهمال کړی دی. که چېرې د کميسون مسوولين په تېرو ۱۲ کلو کې نه وي توانېدلي چې خپل راپور چمتو کړي، نو بايد د بې کفايتۍ له امله سمدستي له دندو لرې شي؛ که چېرې پر جنايتونو او جنايتکارانو سترګې پټوي، نو له هغوی سره د جرمي شريکانو په توګه بايد محاکمه شي؛ او که چېرې دا اسلامي شهامت او ملي جرئت نه لري چې د جنايتکارانو څېرې رسوا کړي، نو بايد سمدستي له خپلو دندو استعفا وکړي او اخېستي معاشونه د جريمې په توګه بېرته بيت المال ته وسپاري. د دغه کميسون چوپتيا نوره د زغملو وړ نه ده او که بيا هم د راپور له خپرېدا ډډه کوي، نو زموږ لپاره د جنګي جنايتونو د مرستندويانو په توګه د محاکمې وړ دي.

۳ – په  هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې  په مخه کې دي او له بده مرغه ګورو چې يو شمېر مطرح نوماندان هغه کسان دي، چې د جنګي جنايتونو ګوته ورته نيول کېږي. د بشري حقونو کميسون د راپورخپرېدل له دې اړخه هم ډېر اړين دي، چې د جنګي جنايتکارانو د واکمنۍ او لا ځواکمنۍ مخه ونيول شي. موږ په دې خبره پوهېږو، چې سمدستي به دا ډېره ګرانه وي چې ټول جنګي جنايتکاران محاکمه شي، خو دومره کېدای شي چې هغوی له سياست او دولتي څوکيو څخه بې برخې شي. هر کله چې يو پياوړی ملي حکومت رامنځته شو، نوبيا د بشپړ عدالت د پلي کېدا غوښتونکي يو.

۴ – موږ له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتو له دفتر (يوناما) څخه غوښتنه کوو، چې د هغو کسانو لېست دې خپور کړي چې پر جنګي جنايتونو تورن دي او يا اوس هم وسله والې ډلې لري او په راتلونکو ټاکنو کې د هغوی له رسميت پېژندنې څخه ډډه وکړي.

په پای کې بايد ووايو، چې د شهيدانو او قربانيانو له کورنيو سره رښتيني خواخوږي دا ده چې د دوی د خپلوانو قاتلين په سزا ورسول شي، نه دا چې قاتلين يې د واکمنانو په توګه د هغوی په فاتحو کې کښېني او پر غم يې ملنډې ووهي.

هم مــې ووژني په خپــله، هم په ما باندې ژړا کـــا

څه ښه يار دی ښه يې مينه، وژل هسې شيون هسې

د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه