. لنډه کیسه ستاسو ته ډالۍ کوم

لیکوال: رحمت الله شیر زوی هیبتې

  د ماشوم روزنه ؟!

   ملا صاحب په غمګین ارامه غږ سره پداسي حال کې وعظ  او نصیحت کاوه چې د لرګي تسبیح یی اړ ولي موږ ورته غوږ وو ویل یی دا دنیا مسافرخانه ده خو ځیني خلک یی خپل کور بولي کله کله به د ملا له غږ سره چیغې هم ګډي شوي زموږ ځوان ګاونډۍ مړ وو توره پرده پري خوره وه ” كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ” په لیکل شوي وو ما ویل چې رښتیا هر ژوندی  به د مرګ څکه کوي خو زموږ هیر ده. زه د نورو په څیر لاس تر زني د فکرونو په نړۍ کې ډوب وم. خلک د و لاړیدو په حال کې وو ترڅو د جنازي تیاری ونیسي. د مړی وړوکی وراره د پلار سره راغی په ماشومانه نیمه ژبه يي وویل پلال جانه (پلار) اوس به اور ورته اچـــــــوو پلار یی داسې وښوده چې هیڅ یې نه دي اوریدلي خو د تریو تندی ګونځي يي له ورایه ښکاریدي.  ښایی د نوموړی ماشوم  په ذهن او فکر زهر لړلو سیریالونو اغیزه کړي وي زما ذهن ډیرو تيرو کلونو ته لاړهغه ورځ ته چې زموږ سپین ږیری ښوونكي په تخته ولیکل د ماشوم روزنه بیایی داسي وویل: د ماشوما نو ذهنونه دسپیني پاڼي په څیر دي هرڅه چې په ولیکل شی هغه پري پاتي کیږي که ماشوم ته ښه نظر به ذهن کی ورکړل شی په پاتي عمر کې یی دلاسته راوړلو لپاره هڅه کوي. اسلام د ماشوم په روزنه ‌ډیر تاکید کړی ده وړوکی ته باید سالمه روزنه ورکړل شي ترڅو د دوی په ذهنو کې د اخلاقي فساد زمینه برابره نشي بیا یی زیاته کړه چې” یعقوبع د حضرت یوسف ع په ورکه ډیر ژړل له ده مبارک څخه پوښتنه وشوه ای د خدای رسوله دومره ولی ژاړې د دنیا دوی ورځ ژوند به تیر شي په اخرت کی به له خپل زوی سره وویني؟ یعقوب ع ورته وویل ر‌ښتیا ده چی هلته به سره  ووینو مګر زه په دي ژاړم چې زوی مې وړوکی راڅخه بیل شو داسي نه چې بی دینه شي بیا به تل راڅخه جلاشي که ژوندی وي د هغه سالمه روزنه به څوک کوي.