لیکوال: اجمل ستانکزی

asrif

د دوستم او اشرف غني د ائتلاف په وجه د ټلوالې او د نورو جنګسالارانو او بدماشانو بقا په خطر کې وه خو د ځینو فیسبوکي پښتنو د ډیر فشار له کبله اشرف غني دوستم له خپلې مرستیالۍ څخه لرې کړ.

ټلوالې ته طلايي چانس په لاس ورغی او د دوستم په شمول يې محقق، خلیلي، سیاف، عطا او نور سره یو ځای کړل او د هندي فلمو بدماشانو په څیر يې یو بانډ جوړ کړ.

د دولتي چوکیو د تقسیماتو څخه وروسته ټول په یوه خوله د عبدالله شاته ودریدل او د اشرف غني ماتولو ته یې ملا وتړله. دا ځینې د فیسبوک پښتانه چې په اشرف غني يې فشار راوړی وو تر څو دوستم لرې کړي، بیرته خوشاله شول او ټولو اشرف غني ته رایه ورکړه. د انتخاباتو نتیجه راغله او عبدالله د ۵۱ سلنې څخه زیاتې رایې وګټلې او قانوني ولسمشر شو.

د فیسبوک پښتانه چې کله پوه شول چې رایې يې له دوه سلنې څخه هم کمې وې نو سخت حیران شول. کلیوالو پښتنو یا د طالبانو له ډاره رایې ورنکړې او یا يې هم د خپل کلي په مشرانو خرڅې کړې. چې هغوی بیا په خپل وار ډیرې پیسې پرې وګټلې.

د شمال پښتنو د ټلوالې له ډاره یا عبدالله ته رایه ورکړه او یا يې خالي کاغذونه د رایو په صندوق کې واچول. چې وروسته هغه خالي کاغذونه هم بیا د عبدالله په نامه حساب شول. هغه لږ ډیرې د باسواده پښتنو او او غیر پښتنو رايې چې اشرف غني درلودې، هغه يې هم د دوستم د مرستیالي په وخت کې د فیسبوکي پښتنو د تبلیغ په وجه بایلودې.

د پښتنو په پرتله د نورو قومونو خلکو پرته د طالب له ډاره ښه په امن کې خپله رایه وکاروله او عبدالله يې د ټول افغانستان ولسمشر کړ. د فیسبوک احساساتي پښتنو چې په اشرف غني نه یوازې انتخابات وبایلل بلکې د جنګسالارانو ډله يې هم متحده، قوي او په ځان مسلطه کړه، چیغې شروع کړې چې په انتخاباتو کې درغلي شوې. خو د دوی چیغې چا وانه وریدې او دوی هم وروسته له درې څلور چیغو ستړي شول او لکه د همیش په شان پخپل کار پسې روان شول. اوس حالت د کرزي د وخت په نسبت بدل شوی. ټلوالې ټول وزارتونه پخپلو خلکو ویشلي.

په لوړو دولتي پوستو د پښتنو کموالي دولت نور هم کمزوری کړی او مخالفین يې قوي کړي. دې کار د پښتنو د سیمو امنیت نور هم خراب کړ. هماغه وو چې په پارلماني انتخاباتو کې هم د پښتنو له سیمو څخه ډیر کم مشران وتوانیدل چې پارلمان ته لاره پیدا کړي. دې انتخاباتو د غیر پښتنو په ذهنو کې د نفوسو د انډول په اړه نوې پوښتنې را پیدا کړې. دوی پوښتنې شروع کړې چې دا څنګه پښتانه اکثریت دي چې نه یې د ولسمشري انتخابات وګټل او نه يې هم په پارلماني انتخاباتو کې کومه توره وکړه. نن سبا خلک د کرزي د وخت ارمان کوي. په موټرو بیا د مسعود عکسونه ډیر شوي. د ټلوالې بدماشان تر پولیسو هم زورور دي. په افغانستان کې د ټلوالې د ګټلو په وجه د ایران نفوذ او د طالبانو د قوت په وجه د پاکستان نفوذ ډیر شوی او د دواړو تر مینځ پښتانه ځپل کیږي. فیسبوکي پښتنو د تدبیر څخه کار وانخیست.

د یو دوستم لپاره يې هم ریاست بایلود او هم يې د یو دوستم په ځای د جنګسالارانو پوره ډله په ځان مسلطه کړه. دوی نه پوهیدل چې کله اشرف غني انتخاباتو ته ودرید نو جنګسالارانو ته خپل شکست او محکمه کیدل سترګو ته ودریدل. او کله يې بیا چې دوستم هم تر خپل وزر لاندې ونیو نو پاتې جنګسالاران مطمین شول چې نور يې ورکه راغلې. دې ویرې دوی سره متحد کړل او د خپلې بقا لپاره يې هلې ځلې پیل کړې. خو هر ځل له ناکامي سره مخ شول، تر څو چې فیسبوکي پښتنو دغه طلايي چانس ورته برابر کړ. هغوی هم ترینه پوره ګټه واخیسته. دوی په داسې وخت کې د جنګسالارانو محکمه غوښته چې هغوی د انتخاباتو له لارې د ولسمشرۍ پلانونه جوړول.

په خپل ضعیف دولت او وخیم حالت ښه پوه ول، خو احساساتو يې د عقل په سترګو پردې اچولې وې. اوس لکه مچان لاسونه مروړي. اوس پوه شول چې مونږ په سیاست نه پوهیدو. اوس له شرمه له طالب سره هم نشي دریدلای ځکه ښه پوهیږي چې طالب د پاکستان ګټو ته ژمن دی. په دفترو کې اوس هغه ملګري چې دوی به د دوستم د مرستیالي څخه مخکې داشرف غني صفتونه ورته کول، ټوکې پرې کوي. هغوی طعنه ورکوي چې دا څنګه د نړۍ دوهم متفکر او په سیاست پوه کس وو چې پخپل ملک کې يې سره لدې چې همژبي يې هم ډیر وو، ونه کړای شول له جنګسالارانو څخه انتخابات وګټي.

د اجمل ستانکزی لیکنه