لیکوال: جمال کټوازی

jamalد ښا غي اشرف غنې احمدزي دا پر یکړه،چې دوستم یې دولسمشري ټا کنو په درشل کې خپل مرستیال وټا که، د تا کتیکې (واک ته د رسیدو) له اړخه یوه سمه پر یکړه بو لم. هغه دا چې دوستم په هغو سیمو کې،چې زمونږ ازبک وروڼه هستوګن دي یو منلې کس دی.  نو به همدي خاطر دوستم کولی شي،چې په را تلونکو ټا کنو کې ډیري رایی تر لا سه کړي، تر څو ښا غلی احمدزی دواک په ګدی کینوي.

همدا رنګه د ښا غلي اشرف غنې هغه هڅې، چې دوستم یې دي ته اړ کړ تر څود ټولوخپلو تیرو بدو کړنو په هکله  دخپلو هیواد والو څخه بښنه وغواړي د ستا ینې وړدي.

خو خبره داده،چې وروسته له دي، که چیر ته اشرف غني او دستم په ټا کنو کې بر یا لي شي او دوستم د مرستیا لي په ګدی کیني، څه به کیږي؟ دا هغه پو ښتنه ده،چې با ید همدا اوس ځواب ورته پیدا شي.

دا چې دوستم نه لیکل کولی شي او نه هم لو ستل او یوازي په جنګ کې ښه تجر به لري.  داسي  یو کس، چې لو ستل او لیکل نه شی کولی، نو دا خپله دنده (د ولسمشر لمړی مرستیالي) به څنګه په مخ بیا یې؟  اوکه به دوستم  یوازي د سمبول په ډول په ګدۍ نا ست وي ؟  که چیر ته دوستم له او سنی لمړي مر ستیال ( قسیم فهیم) سره پر تله کړو، نو دواړه د یو عادي دولتي ما مورد دندي پر مخ وړلو وړ تیا نه لري. خو بیا هم د دوستم په پر تله فهیم نیمګړې زده کړي او نیمګړي لوستل او لیکل کولی شې، تر څو خپل خر تر پله تیرکړي. که چیر ته  ښا غلی اشرف غنې او دوستم بر یا لې شي، نوپه دي خا طر، چې دوستم د ولسمشر د مرستیالي وړ تیا په ځان کې نه وینې، نو مجبور دی،چې د خپلو کاري مسو لیتو نوتر سره کیدو لپاره یو ټیم جوړکړي او نور کسان په کار وګماري. نو دا نور کسان به څوک وي؟

ددي پورتنۍ پو ښتنې د ځواب لپاره با ید ددوستم شا لید ته وګورو،چې څنګه د ګازو معدن  یوکارګر(دوستم) یو پاچا جوړونکۍ مشر شوو؟

دوستم په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د جوزجان ولا یت د خوا جه کوه په سیمه زیږیدلی.

د پخوانې شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې دهغه وخت ولسمشر ببرک کارمل پلویا نو  دوستم د ګاز او معدن د کارګرانو اتحادي مشر کړ. وروسته بیا دوستم د کارمل درژیم څخه ددفاع په خا طر د یوي نظامې ډلې مشر شو.

کوم وخت،چې  ډاکتر نجیب الله ولسمشر شو او د روغي جوړي سیا ست یې غوره کړ، نوهغه وو،چې  د کارمل مکاري ډلې خپل واک او شتون په خطرکې ولید، نو یې ددوستم څخه غو ښتنه وکړه تر څو د جمعیت ګوند سره یو ځاې او دروغي جوړي ملې پړاو د نا کامې سره مخامخ کړي.

دوستم هم د کارملیانو ټولې غوښتني تر سره کړي او پا یلې یې (ځپل منځې جګړي) تا سو پخپله ولیدي.

همداوس هم د کار مل ډلې یو لړ خوځښتو نه پیل کړي، تر څو ددوستم له لاري اشرف غنې ته ځان ور نژدی کړي او که چیر ته اشرف غنې په ټا کنو کې بر یالی شی، نو بیا دوئ خپل امتیازونه ورڅخه و غواړي ، تر څو خپلي ناوړي موخې لاس ته راوړی او یو ځل بیا قومې، ژبنې، مذهبي تعصبونو ته لمن ووهي.

دکارمل ډله:

د کارمل ډله د پخوانې شوروري  اتحاد د جا سو سي اداري (ک.ج.ب) هغه پا ته شونی ما فیا یې ډله ده، چې ټول وخت  په شراب خوړلو، فحشا او عیا شي  بو خت وي.د کارمل ډله په واک کې د پا ته کیدلو په خا طر د شمالې ټولوالې د ځینیو کسا نو لکه، عطا نور او د جنبش ګوند مشر دوستم لکۍ نیولې.

د کارمل د ډلې ډ یر کسان، د خپل نفسا نې خوا هشا تو او واک ته درسیدو په خا طر تر خپل هر څه تیردي.

نوزه ښا غلي احمدزي او دهغه ټیم ته یوه وړیا سلا ورکوم، هغه دا چې:  زما په اند ښه به داوي،چې اشرف غنې او ټیم یې همدا اوس دوستم دي ته اړ با سي تر څو هغه د کارمل د ډلي څخه خپل څان را بیل او ملي دریځ خپل کړي.

که داسی ونه شي نو بیا به دوستم په ټا کنو کې د بر یا لیتو ب څخه وروسته  ټول خپل سلا کاران کارملیان وټاکې او د پخوا په شان به د هغوی په لو مو کې بند وي،چې بیا به زمونږ هیواد د یو بل  ستر کړکی کیچ سره مخا مخ شي.

 

Door Guest