امرالدین سرحد

ګرانو وروڼو ای ملګرو

هیواد والو مخه ورو

هم کارګرو هم بزګرو

په ما ګرانو ټول دلبرو

ان دغرو ټول وسلوالو

له دولته مرورو

ای سر کارو دولت ګرو

دوطن ټول سوداګرو

ټول نیستمنو او شتمنوو

سبا اختر دی عزتمندو

ښه بختور دي وي پتمندو

حج قرباني ذکات قبول کړې

رحم په دې خلکو نزول کړې

دافغانانو جوړ تړون کړې

خدای دې بې سري خپل مادون کړې

شیطان له دې خاورې بیرون کړې

افغان دښمن راته زبون کړې

ځمکه مو شنه اسمان مو روڼ کړې

زمونږ دبري دښمن هم کوڼ کړي

مرور ورور مې که راستون کړې

سبا اختر دی عزتمندو

ښه بختور دي وي پتمندو

دا لوی اختر دې بختور شي

له وطن لرې دې خطر شي

دلوی پاک خدای په مونږ.نظرشي

دسولې خلاص په مونږ یې ور شي

جګړه دې ورکه بیا اختر شي

رحم دې ټول په دې بشر شي

ګوندې ناحقه په هدر شي

دحق خبرې مقدر شې

اختر اوسوله دې مصدر شي

سبا اختر دي عزتمندو

ښه بختور دي وي پتمنوو

مسکو ۱۴ـ۱۰ -۲۰۱۳

Door Guest