554650_211104272395511_560509974_n 1395396_211119119060693_1986832338_n 1452296_560994120636565_180963828_n 1463107_211112555728016_396008377_n 1471152_211118902394048_402005596_n 1474412_211116785727593_378040367_n

د روان کال د لړم په ۲۰ مه د جمعې په ورځ، د افغان ملي غورځنګ پلاوی ننګرهار ته لاړ او هلته یې د ننګرهار څانګې له استازو سره په ګډه د خوشال بابا فکري بهیر په غونډه او همدارنګه د ولایت د اجرايیه شورا په ټاکنو کې برخه واخیسته.

لومړی سهار لس بجې د خوشال بابا فکري بهیر غونډه ښاغلي نقيب الله د قرآن عظیم الشان د مبارکو آيتونو له تلاوت سره پیل کړه.
د غونډې لومړۍ برخه د خوشال بابا فکري بهير ته ځانګړې شوې وه، چې ښاغلي فضل سبحان همت چلوونکی و. د بهير په پيل کې ښاغلي سمېع الله اېلم د (بریا) تر سرلیک لاندې ګډنوالو ته یو ګټور پرزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي وویل که چېرې غواړو د بریا په اړه فکر وکړو، نو لومړی باید خپل هدف مشخص او وپېژنو، تر هغه چې هدف مشخص نه شي، د ګڼو او بېلابېلو اهدافو لپاره کار کول به مثبتې پایلې ونه لري.
موږ له خپلې وړتیا باید په بشپړه توګه ګټه پورته کړو او نورو ته مو هم باید خير او ګټه ورسېږي. د هغه په وینا ډېری خلک دي، چې په خپل ژوند کې ځان ته ډېرې موخې ټاکي، دا کار نه یوازې خلک موخې ته نه شي رسولی، بلکې یو ډول بې نظمي هم رامنځته کوي. موږ دهغه څه لپاره چې کار او مبارزه کوو، هغه باید دوامداره او تلپاتې وي او همدارنګه پر یوه څه باید بسنه ونه شي.
ښاغلي اېلم زياته کړه، چې بریا ته د رسېدو لپاره موږ باید پرون له ذهنه وباسو او د سبا لپاره پر نویو پلانونو او طرحو فکر وکړو.  ډېری خلک له ناکامۍ څخه وېرېږي، سټیف جابز چې د نړۍ لوی شتمن او میلیاردر دی، هغه ته په لومړیو کې کله چې غوښتل یې د خپل کور په یوه څنډه کې کار پیل کړي، پلار یې د کار اجازه نه ورکوله.  بالاخره پلار یې د کور په یوه برخه کې د کار اجازه ورکړه، دی په ډېر لږ وخت کې د امریکا د شتمنو خلکو په ډله کې راغی.
ښه کرکټر او پر ژمنې وفا د بریالیو کسانو له ځانګړتیاوو څخه دي.
د بریالیتوب لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:
–  په بریا کې هیله مندي ډېره مهمه ده
– هدف باید مشخص او وټاکل شي
– له شته امکاناتو باید په اعظمي توګه ګټه واخیستل شي
– نورو ته باید ګټه ورسول شي
– له ناکامۍ باید ونه ډار شو
وروسته ډاکټر فیض محمد ځلاند د پښتنو د ستر مشر او د عدم تشدد د مبارزې او خدایي خدمتګارو تحريک سالار فخر افغان باچا خان پر مشهور کتاب (زما ژوند او جد و جهد) بحث وکړ او ګډونوالو ته یې د کتاب مهم ټکي واورول.
ډاکټر ځلاند په خپلو خبرو کې د مقدمې په توګه وویل چې فخر افغان بابا لومړنی پښتون مشر دی چې د خپلې مبارزې او ژوند واقعیتونه او کیسې یې د کتاب په بڼه لیکلي دي.
ده وویل دغه کتاب موږ ته راښيي چې څنګه کولای شو قوم یووالي او اتحاد ته را وبولو او د ولس د ژغورنې لپاره مبارزه وکړو.
ده وویل که څه هم د بابا د کتاب هره وینا ډېر بحث ته اړتیا لري، خو زه به یوازې د نوموړي د کتاب مهم ټکي بیان کړم.
بابا د خپل کتاب په یوه برخه کې لیکي، چې پلار یې په یوه ښوونځي کې شامل کړی و، دا چې د ښوونځي درسونه او نصاب د انګرېزانو له خوا جوړ شوي وو او د هغوی اغېز په کې و، نو ښوونځی یې پرېښود او اسلامي تعلیماتو ته یې مخه کړه.
بابا په خپل کتاب کې د پښتون قوم په اړه لیکي، چې ډېر کلک عقیدوي مسلمانان دي او دښمن تل د پښتنو له همدې اسلامي احساساتو څخه ناوړه استفاده کړې ده، چې دا د پښتنو یوه ډېره لویه ناکامي او نیمګړتیا ده.
د پښتون بله نیمګړتیا دا ده چې له پیسو او مال سره ډېره مینه لري. هغه د بېلګې په توګه هغو پښتنو ملایانو او قومي مشرانو ته اشاره کوي چې انګرېزانو به د پیسو او امتیازاتو په ورکولو سره د ده پر وړاندې تحریکول.
بابا وايي پښتون هغه قوم دی چې د اصلاح او سمونې وړ دی، هغه د مثال په توګه پېښور ته د ګاندي د راتګ کیسه کوي چې د هغه د راتګ پرمهال زرګونه پښتانه چې د ګاندي هرکلي ته راوتلي وو، داسې په نظم او دسپلین ولاړ وو چې ګاندي ورته هک حیران شو.
ورپسې د غونډې په د ویمه برخه کې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د افغان ملي غورځنګ د فعالیتونو ، موخو او ارمانونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي روهي په ننګرهار ولایت کې د خوشال بابا فکري بهیر پر جوړولو ټینګار وکړ او په نورو ولایتونو کې یې هم د بهیر د پیلولو هیله وکړه.
هغه روانه اونۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر امنیتي پېښو ته اشاره وکړه چې د ملکي وګړو ترڅنګ ګڼو دولتي ځواکونو او وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.
روهي وویل دا زموږ د ورځني ژوند هغه ناخوالې دي چې دا دېرش کله په همدې رنځ اخته یو خو د روان وضعیت د خلاصون لپاره مو تر اوسه هېڅ نه دي کړي.
نوموړي وویل چې اوس موږ په هېواد کې د نورو ستونزو او مسایلو ترڅنګ له دوه مهمو ملي مسألو سره مخ یو چې لومړۍ یې لویه مشورتي جرګه او بل د ولسمشرۍ ټاکنې دي.
د هغه په وینا افغان د جرګې ګډونوال ځانونه د دوو ډېرو بدو انتخابونو ترمنځ احساسوي، چې یا به د امریکا غلامي منو او یا به د پاکستان او ایران غلامۍ او کورنۍ جګړې ته غاړه ږدو، دا ځکه چې له بدهمرغه موږ د درېیم انتخاب لپاره چې بشپړه خپلواکي او سوله ده ، کار نه دی کړی او لازم ظرفيت او قوت مو نه دی رامنځته کړی.

ده زیاته کړه چې افغان ملي غورځنګ د ملي زعامت او ادرس همدې تشې ته په کتو سره هڅه او مبارزه کوي ترڅو په هېواد کې داسې یو واقعي او رښتیني قوت رامنځته شي چې د افغان ولس رښتینی استازیتوب وکړای ش او د هېواد له ملي ګټو د دفاع وړتيا ولري.
هغه وویل چې افغان ملي غورځنګ د نورو موخو ترڅنګ د اوږد مهال لپاره ځان ته درې اساسي استقامتونه ټاکلي دي چې هغه د ځان، ټولنې او نظام جوړول دي او په دې اړه يې تفصيلي مالومات ورکړل.
وروسته په ننګرهار ولایت کې د افغان ملي غورځنګ د ولایتي څانګې د اجرايیه شورا ټاکنې وشوې چې د ډاکتر صيب زرعلي معروف په مشرۍ دیارلس تنه د غړو په توګه وټاکل شول.
د غونډې پای کې مولانا صاحب رفیع الله خبرې وکړې.
هغه د افغان ملي غورځنګ پورتنیو درې اساسي موخو ته په اشارې سره وویل چې د ځان، ټولنې او نظام اصلاح هغه څه دي چې پیغمبرانو ته هم د لوی خدای ج له خوا دا مسولیتونه سپارل شوي وو.
هغه وویل چې پیغمبرانو لومړی د فرد له اصلاح څخه پیل کړه چې وروسته دغه لړۍ تر کورنیو او بیا تر ټولنې ورسېده.
مولانا صاحب رفیع الله د افغان ملي غورځنګ فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې د افغان ملي غورځنګ ښه والی دا دی چې غړي یې هم پر دین پوهېږي او مینه ورسره لراو هم په دنيا پوهېږي.
هغه همدا راز وویل چې په افغانستان کې ټول خوځښتونه باید له دین سره خپله مینه او اړیکه ژوندۍ وساته ځکه تاریخ ثابته کړه ، هغه نظامونه او حرکتونه چې له اسلام سره یې دښمني درلوده، ډېر ژر نابود او له منځه لاړ. غونډه د مولانا صاحب له دوعايې سره پای ته ورسېده.

Door Guest