لیکوال: جمال کټوازی

jamal

هر هیواد خپلې ملي لنډ مها له او اوږد مها له ګتې لري. کوم وخت چې د دوو یا ډیرو هیوادونو تر منځ کوم تړون لاسلیک کیږي، نو د هیوادو نو استازي تر لو یې کچې هڅې کوي تر ځو د خپل هیواد ملې لنډ مها له او اوږد مها له ګټې په نظر کې و نیسې. زمونږ ګران هیواد افغا نستان په دا اخیرو لسیزو کې دډیرو نا ورینونو سره مخا مخ شوی. د نړی او د سیمې ځينی هیوادونو تر خپله وسه زیار ایستلی، تر څو د خپلو سیا سي، نظا مي او اقتصا دي ګټو په خا طر زمونږ  هیواد د جګړو ډګر وګرزوي. چې دا لو به اوس هم لا روانه ده!

سترا تیژیکې تړون:

تړون (قرارداد) ددوو یا ډیرو خواوو تر منځ د حتمې پلي کیدو پر یکړه لیک ته وایې، چې د ځا نکړو ژمنو د تر  سره کیدو لپاره لا سلیک او تر سره کیږي.

د دوو هیوادونو تر منځ تړون د  هیوادونو د پا رلما نو نو له  خواه هو کړي ته اړ تیا لري او د پار لما نو نو هو کړه حتمې ده.

سترا تسژیکې اعلا میه:

اعلا میه یو داسي سند ته ویل کیږي، چې هغه ددوو یا ډیرو خواوو تر منځ د ځا نګړو ژمنو د پوره کیدو لپاره لا سلیک او تر سره کیږی، خو کوم ځا نګړی حقو قي وړتیا  نلری. اعلا میه کیدای شي، چې ددوو هیوادونو د حکو متنو د استازو تر منخ لاسیک شي. د دووهیوادونو تر منځ اعلا میه د هیوادونو دپار لمانونو هو کړي ته اړ تیا نه لري.

ملی ګټي:

د هر هیواد ملی ګتې د هغه هیواد په ځمکنۍ بشپړ تیا، سیا سي نظام او همدارنګه  تو لنیز، سیا سي، تا ریخي، فر هنګي، ملي او اقتصادي ارزښتنو کې نغښتي دي.

د افغا نستان  لنډ مها له او اوږ مها له ګټي

۱- دافغا نستان د ځمکنی بشبړ تیا نه په بشپړه تو ګه دفاع.

۲- د ملي اردو او ملی پو لیسو په پښو درول، تر څو ملی پولیس او ملي اردو په هیواد کې د بشپړ امنیت د را وستلو وړتیا تر لاسه کړي.

۳- د ا قتصاد ی بنسټیزه پروژو به پښودرول یا بیا رغونه او داسي نور…..

۴- په هیواد کي د مختلفو قو مونو تر منځ  د ملی یوالې د را وستلو او سا تولو لپاره ګړندۍ هڅې.

د افغان اوامریکا یې  چارواکو تر منځ د تړون د محتوا په هکله د اندونو تو پیرونه.

دافغا نی چارواکو غوښتني :

 ۱- په افغا نستان کې د امریکا یې سر تیرو شتون قا نو ني کول ( دهغوئ چلند با ید د افغا نستان د قو انینو سره سم وي).

 ۲-امر یکا یان با ید دشپي عملیات بند کړي.

۳- امریکا با ید په افغا نستان کې خپل زندانونه وتړی.

۴- ټو لي مر ستي با ید دافغا نستان ددولت له خواه ولګول شي.

۵- د افغا نستان په اقتصادي بنسټیزو پروژو کي با ید امریکا پا نګه اچونه وکړي.

د افغا نستان او امریکا تر منځ سیا سي، اقتصادي او نظا مي انډول.

۱-  په سیا سي، اقتصادي او نظا مي اړخونو کې  افغا نستان  د امریکا یا نو مر ستي ته  اړتیا لري. که چیر ته  د امریکا او نړیوالې ټولنې مر ستي نوي،نو شا ید چې  د افغا نستان دولت به د دي وړتیا ونلري تر څو د خپل دولت د کار کونکو د یوي میا شتي معا شو نه ورکړي؟

۲- په نظا مې لحا ظ ، افغا نستان د ځینې ګا ونډیو هیوادنو تر ګواښ لاندي ده. اود افغا نستان امنیتي ځواکونه  نشي کولی چې په یوازی سر د هیواد د فا ع وکړي.

۳- د افغا نستان ملي اردو او ملي پوځ په یوازی سر د دي وړتیا نلری، چي په هیواد کي د بشپړ امنیت را وستولو  جو ګه شې.

۴- افغا نان د خپل هیواد دبیا رغونې کا بو په ټولوبر خو کې د امریکا او نورو  نړیوالو  مر ستو ته اړتیا لر.

خو امریکا یان هم په افغا نستان کی بیا خپلی سیاسي، اقتصا دی او نظا مي ګټې لري.

۱- د افغا نستان او  منځنی اسیا د ځینو هیوادونو لکه د تر کمنسان د کا سپین د سمندر ګې طبعي زیر مو ته ځان رسول

۲- د سیمې او د افغا نستان د ځینې ګا ونډیو هیوادونو ترنظامې اغیزي لا ندي را وستل او داسي نور……

دتړون د لاسیک کو لو لپاره د افغا نستان دولت تر مخ  پرتي ستو نځي.

۱- د کورنی ملا تړ نشتو الی او په افغا نستان کې د ځیني کورنی کړییوو مخا لفت.

۲- بهر نی ملا تړ ( د ګاوندیا نو او د سیمی هیوادونو ملا تړ) نشتوالی او د ګاونډیوو او سیمی هیوادونو اند یښني

۳- د افغانستان او امریکا تر منځ د سیاسي، نظا مې او اقتصا دي انډول نشتوالی.

۴- په پارلمان کې کډوډي.

Door Guest